لمر د انسان د ژوند لپاره د انرژۍ تر ټولو مهمه سرچينه ده . له علمی څيړنې څخه څرګنديږی چې د لمر لخوا خپريدونکې ستره تودوخه د ديوتيريوم او تريتيوم ترمنځ د اټومی يوځايښت او ترتيب له لارې رامنځته کيږي ، نو د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو کارپوهان کوشش کوی چې د لمر لخوا د خپرېدونکي انرژۍ په شکل د انسان د توليد او ژوند لپاره د انرژۍ لا زيات ډولونه برابر او د انرژۍ اړتياوې پوره شي .
يو نوی زيری تازه رارسيدلی چې د اټومی يوځايښت او ترتيب په هکله د نوی ازمايښتی تجهيزات چې د چين لخوا پخپله جوړ شوي ، د دولت لخوا منل شوی او په نړۍ کې لومړی ورته رسمی تجهيزات بلل شوی دی . ددغو تجهيزاتو په کارولو سره به له ذروي انرژۍ څخه د سوله ايزې استفادې لپاره ګټورې تجربې تر لاسه شی .
په تيرو سلو کلونو کې د نفتو له لاری د انرژۍ څيړنه او کارونه له نفتو څخه د اټوم او اوبو انرژۍ ته ورسيده. اوس په نړۍ کې ذروي بريښنايي مرکزونه ټول د ذروی ماتيدنې له لارې بريښنا توليدوي
په وروستيو کلونو کې چين ،امريکا ، جاپان ، فرانسې او روسيې د ذروي يوځايښت او ترتيب تجهيزاتو د څيړنې لپاره هڅه کړېده. ياد شوي چيني تجهيزات په نولس سوه او اته نويم کال کې د دوه مليونه يوانو په لګولو سره جوړ شوي دي . د نوموړو تجهيزاتو مسئول د چين دعلومو اکاډمۍ پروفيسر وانګ يون شي خبريال ته وويل چې د ذروي ماتيدنې د تکنولوژۍ په پرتله د ذروي يوځايښت او ترتيب له لارې رامنځته کيدونکي انرژۍ ډير ښه راتلونکی لری . ځکه چې د ذروي ماتيدنې د سون موادو په توګه د يورانيومو زيرمه په نړۍ کی ډيره کمه ده ، خو د ذروي يوځايښت
او ترتيب لپاره اومه مواد ديوتيريوم او تريتيوم ډير موندل کيږي .پروفيسر وانګ وويل اوس د ذروي ماتيدنې په وسيله د بريښنا توليدولو مرکزونه له داسې ننګونې سره مخامخ دي چې په ځمکه کې زيرمه شوې يورانيوم يوازی د شپيتو کلونو لپاره استعماليږي . خو د ذروي يوځايښت او ترتيب لپاره د اړتياوړ سون مواد له سمندري اوبو څخه راځی او زيرمه يي ډيره لويه ده . له يو ليتر سمندري اوبو څخه لاس ته راغلي ديوتيريوم د ذروي يوځايښت او ترتيب په ترڅ کې د درې سوه ليترو پطرولو په انډول انرژۍ رامنځته کولی شی . د کارپوهانو په حساب له سمندري ابو څخه د پنځه څلويښت زره ميليارده ټنه يوتيريوم اخيستل کيږي چې دغه اندازه د لس ميليارده کلونو لپاره کارول کيږي .
برسيره پردې د ذروي ماتيدنې له امله چاپيريال ته رسيدلې ککړتيا ډيره سخته ده . خو د ذروي يوځايښت او ترتيب له امله د رامنځته شويو توکيو راډيواکتيف ککړتيا ډيره کمه او ضعيفه ده .
يوه ستونزه دا ده چې د ذروي يوځايښت او ترتيب بهير د سترګو په رپ کې ترسره کيږي او په ثابته او پر له پسې توګه انرژۍ خوشی کيږي . ځکه کله چې د ذروي يوځايښت او ترتيب په بهير کې د اړتياوړ سون موادو تودوخه يوازی څلور سوه مليونه يا پنځه سوه مليونه درجې ته لوړه شی نو انرژۍ به رامنځته شی . خو دغه تاوده مواد په کومه کاسه کې اچول کيږي . پروفيسر وانګ وويل تر اوسه موږ داسی کاسه نه شو جوړولی ، خو موږ د مقناطيسی ډګر په وسيله مقناطيسی کاسه جوړه کړې ده .
خبريال يوه استوانه وليده چې قطر يي اته متره او لوړوالی يي لس متره دی او له بهر څخه دننه خوا ته له پنځو کړيو څخه جوړيږي او هره کړۍ د تودوخې د ساتنې او
مخنيوي رول لری . د معلوماتو له مخې د دغو تجهيزاتو د ثابت او ارام خوخښت په حال کې پنځه سوه کيلوامپر بريښنايي جريان تر لاسه کيږي او په هرو پنځو ثانيو کې يو وار بريښنا تراوش کيږي . د چين د علومو اکاډمۍ مرستيال باي چون لي وويل شک نشته چې د چين دغه ازمويښتي تجهيزات به بريالی شی ،خو بيا هم نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لری . د نورو هيوادونو د ورته تجهيزاتو په پرتله زموږ تجهيزات د لومړی ځل لپاره کارول شوي او د نړيوال پلان د ترسره کولو لپاره د ازموينې يو ډګر ګرځيدلی دی . د نوموړو تجهيزاتو مسئول وو سون تاو وويل چې د نورو هيوادونو کارپوهان په دې هڅه کې دي چې د ذروي يوځايښت او ترتيب له لارې وګړيو ته بريښنا ورکړي په بله ژبه د مصنوعی لمر خيال ترسره کړي . پنځوس کاله وروسته به د مصنوعی لمر په نامه د توليديدونکي بريښنا د وګړيو لپاره برابره شی . خو اندازه به يي ډيره کمه وي او له پنځوسو يا سلو کلونو وروسته به دغه انډول زيات شی .