<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-13 19:24:23    
په چين کې د ماشومانو له پاره د سونګ چنګ لينګ صندوق

cri

د چين په شاو خوا يو مليارډ او دريو سوو مليونو وګړو کې د ماشومانو او کوچنيانو شمير څه د پاسه دريو سوو مليونو ته رسيږي او دوي د تل له پاره د ټولنې د پاملرنې او مرستو له نعمت څخه برخمن دي ٠ په چين کې نه يوازي د ماشومانو او کوچنيانو د ساتنې قانون او د دوي د حقوقو د ساتنې ځانګړي قوانين شته ، بلکې د ماشومانو او کوچنيانو اړوند سازمانونه هم شته ٠ همداشان په چين کې بېلا بېلو ټولنيزو ډلو د حکومتي څانګو په همکارۍ د ماشومانواو کوچنيانو د سالمې ودې له پاره هم مهم رول لوبولي دي چې د چين د سونګ چنګ لينګ صندوق هم يو له دغې ډلې څخه دي ٠

فقيده مشره ميرمن سونګ چنګ لينګ د چين د ولسمشر پخوانۍ افتخاري مرستياله وه او د چين دملي خپلواکۍ او د وګړو د نيکمرغۍ له پاره يي وتلي خدمتونه تر سره کړي دي او په ١٩٨١ کال کې يي وفات شوه ٠ د هغې تر مړينې دو ه کلونو وروسته د هغې په نوم يعني د سونګ چنګ لينګ صندوق جوړ شو او اوس يي د عمومي شتمنيو ارزښت له سل مليونو يوانو څخه اوښتې دي ٠ د دغه صندوق اوسني سرمنشي ښاغلي لي نين خبريال ته وويل چې د دغه صندوق د جوړيدو له پنځه ويشت کلونو راهيسي د ميرمن سونګ چنګ لينګ هغه هيله چې بايد د ماشومانو سالمې ودې او هر اړخيز پرمختګ ته پاملرنه وکړي ، د صندوق د موخې په توګه په ميراث شوي او د ماشومانو چارو د پرمختګ له پاره يو لړ فعاليتونه ترسره شوي دي ٠ ښاغلي لي نين وويل چې دغه صتدوق د ماشومانو د معلوماتو

د زياتولو او اخلاقې کچې د لوړولو له پاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي چې په دي بهير کې د ماشومانو د اختراعاتو د جايزې ، د سونګ چنګ لينګ د ماشومانو د ادبي جايزې او د ماشومانو د دوبني کمپ فعاليتونه شامل دي ٠ دغه راز د چين په وروسته پاتي سيمو کې دغه صندوق د بي وزلو ماشومانو د درس لوستلو ،د ښونځيو د ښه والي او د ښځو او ماشومانو د روغتيايي چارو د پرمختګ له پاره زياتې مرستې هم برابرې کړي دي چې زر ګونو بي وزلو ماشومانو او کوچنيانو تر ې ګټې اخيستي دي ٠ د بيلګې په توګه د چين په بېلا ېېلو ځايونو کې نژدي سل زرو تنو کوچنيانو د دغه صندوق له خوا د ماشومانو د اختراعاتو د جايزې په فعاليتونو کې ګډون درلود او له لس زرو زياتو کوچنيانو اړوندې جايزې واخيستلې چې په دي بهير کې يي د ژوند په بېلا بېلو برخو کې زيات معلومات تر لاسه کړي دي ٠ د دغې جايزې په اړه د تشکيلاتي کميټې مرستيال ښاغلي لو شان خبريال ته وويل چې زمونږ د اختراع د فعاليتونو له لارې د اختراع او کارولو په هکله د کوچنيانو توانونه لوړ شوي دي ٠ د هيواد پرمختيا د لوړې پوهې لرونکو کسانو ته اړتيا لري او د با استعداد کسانو روزنه بايد له کوچنيتوب څخه پيل شي ٠

د سونګ چنګ لينګ صندوق د بي وزلو کليوالو سيمو د ماشومانو ودې ته هم ډيره پاملرنه کوي ٠ دغه صندوق په وار سره د چين د لويديځو سيمو د ښځو او ماشومانو د روغتيا پلان او د لويديځو سيمو د ښوونکيو د روزنې پلان طرح او پلي کړي چې په دي بهير کې دغو بي وزلو سيمو ته درمل ليږدول شوي او دځايي ښوونکو د ښوونې کچې د لوړولو له پاره يي زياتې مرستې برابرې کړي دي ٠ همداشان

په بيجينګ کې دغه صندوق په ځانګړي ډول د ماشومانو د ساينس او تکنولوژۍ په سالون کې د بزګرو کارکوونکو د اولادونو له پاره د علمي پوهنې غرفه جوړه کړه چې له کليو څخه راغلي ماشومان د علمي پوهنې په هکله زيات معلومات تر لاسه کړي ٠ د ان هوي ولايت له يو کلي څخه راغلي نجلۍ ليو ژونګ چې دوه کاله مخکې يي پلار او مور د کار له پاره له کليو څخه بيجينګ ته راغلي او اوس په بيجينګ کې درس لولي ، خبريال ته وويل چې د علمي پوهنې فعاليت زه ډيره خوشحاله کړې يم او له دې لارې ما ډير شيان ليدلي دي چې پخوا مي نه و ليدلي ٠ زه هيله لرم چې وروسته په دغسي زياتو فعاليتونو کې ګډون وکړم ٠ د دغه صندوق سرمنشي ښاغلي لي نين وويل چې اوس په کليو کې په تيره بيا په وروسته پاتي کليوالو سيمو کې د درملو د کمښت او د ماشومانو د ښوونې د کمزورتيا په ګډون د ډيرو ستونزو د حل له پاره زمونږ زياتو مرستو ته اړتيا لري ٠ مونږ به په راتلونکي دغو مسئلو ته لازيات پام وکړو او اړوند کارونه به پياوړي کړو ٠