د پاکستان ورځپاڼې د جون په څوارلسمه نېټه خبر ورکړ چې د همدې مياشتې په ديارلسمه نېټه په پاکستان کې د هوا تودخې د لوړوالي له امله نور اوه پنځوس تنه مړه شوي دي.
په وروستيو ورځو کې د پاکستان په ځينو ښارونو کې د هوا تودخه له څلويښت درجو څخه اوښتې او په ځينو نورو سيمه کې له يو پنځوس درجو نه هم زياته شوې ده. د يوې شمېرنې له مخې، له وروستيو پنځو ورځو راهيسی په پاکستان کې د هوا تودخې د لوړوالي له امله لږ تر لږه يو سل او نوي تنه مړه شوي دي.