
ګرانو اوريدونکو، چين ته د سفر پروګرام په نننې کړۍ کې به په بيجينګ کې د ليو لي چانګ په نامه د يو کلتوری واټ په هکله معلومات واورئ.
د ليو لي چانګ په چيني ژبه د کاشيو توليدولو فابريکې معنی لری او نن ورځ د يوه کلتوری واټ په توګه په نړۍ کې ډير مشهرت لری. ليو لي چانګ د بيجينګ ښار د تيان ان من ډګر په جنوب لويديځ کې پروت دی چې انځورونه، د خطاطی اژرونه، انتيک او نور زاړه شيان پکې پلورل کيږي. د منځني ښوونځي ښوونکی ښاغلي جن وين چې د دغه واټ په نژدی ځاي کې اوسيږي، د دغه واټ د تاريخ د يادونې په وخت کې وويل دلته په لومړې وخت کې د کاشيو جوړولو يوه فابريکه وه . هغه وويل زموږ کور نسل په نسل دې وات ته نژدی پاتې شوی. زما د نيکونو په وينا دلته په لومړی وخت کې د کاشيو جوړولو يوه رسمی فابريکه وه او د چينګ امپراتوری دورې په پيل کې دغه فابريکه د بيجينګ لويديځ ته وليږدول شوه. له دې وروسته د دغه واټ دواړه غاړې ګام په ګام د انځورونو او د خطاطۍ اثارو د پلورلو په هکله يوه ځانګړې سيمه شو.
په پخوا زمانه کې ليو لي چانګ د های وانګنومی يو کوچنی کلی و. د ديارلسمې پيړۍ د يوان په امپراتوری لړی کې د هېواد د پلازمينې جوړولو لپاره په دغه ځای کې په ځانګړې توګه د رنګه رانګ کاشيو جوړولو کارخانې جوړې شوې چې له امله يې د دې ځای نوم د کاشيو جوړولو فابريکه يعني ليو لي چانګ ونومول شو . په دغه ځای کې جوړ شوی رنګه رنګ کاشي نه يوازې د امپراتوری ماڼيو د جوړولو لپاره رول کارول شوی، بلکې زيات شمېر معبدونو او د بډايانو کورونه هم د دغه کاشيو په وسيله تزيين او ښکلي شويدي، نو په هغه وخت کې د کاشيو سوداګری ډېره توده وه.
برسيره پر دې له دې امله چې د ليو لي چانګ امپراتوری ماڼۍ ته نژدې واقع و، نو دغه واټ په ملي کانکور يعنی ازموينه کې ګډون کوونکي راجلب کړل چې پخ پتيلخ ګې يې د دې واټ په دواړو غاړو کې زيات کتاب پلورنځي پرانيستل شول او ورو ورو داسي ځانګړی ځاي رامنځته شو چې انځورونه، د خطاطۍ اثرونه، انتيک او زاړه شيان پکې پلورل کيدل.
د ليو لي چانګ اوسنی چوکاټ د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پيل کې له بيا رغونې وروسته رامنځته شو چې واټونه د پخوا په پرتله دوه ځله پراخ شوي دی. دغه واټ په لويديځ او ختيځ دوو برخو ويشل شوی او ساختمانی شکل يې د چينګ د امپراتورې دورې د وروستيو کلونو له دودونو سره تړاو لری. د ودانيو بهرني ديوالونه په حکاکي شويو خښتو او لرګينو کړکيو او دروازې يې په حکاکي شويو تصويرونو ښکلی شوي دي. د واټ په ختيځه برخه کې په عمده توګه قيمتي ډبرې،چيني لوښې او د کور لرغوني سامان الات او په لويديځ واټ کې د خطاطی اثرونه، انځورونه او انتيک او نور زاړه شيان پلورل کېږي. په دغو مغازو کې د چين د بېلا بېلو تاريخی لړيو په اړه شيان تر سترګو کېږي چې په کې ډېر ارزښتناک تاريخی شيان او يا تقليدي شيان شته.
د ژونګ باو جای نومی مغازه له نورو مغازو څخه مشهوره ده چې په ١٦٧٢ کال کې جوړه شوی او تر اوسه پوری نژدی دری سوه کلن تاريخ لری. دغه مغازه د چين د دوديز کلتور يو موزيم ته ورته ده. د دغې مغازې پخوانی خاوند ښاغلي هو کای وويل چې په چين کې فقيد مشهور انځورګر ښاغلي چي بای شي کله نا کله دغې مغازې ته راته او د چاپ هغه تکنولوژي يې ډيره وستايله چې په قاب شويو لرګيو انځورونو کې چاپيږي. ده وويل کله چې ښاغلي چي بای شي زموږ مغازې ته راغلی، نو يو شمير انځورونه مو پر ميز کيښودل چې ځيني يې د يادې شوې تکنولوژۍ په وسيله چاپ شوي وو. بيا مو ترې پوښتنه وکړه چې وګورئ، کوم انځور ستاسی لخوا کښل شوی دی. ښاغلي چي په مسکا وويل چې نه يې شم تشخصولی.
نن ورځ دغه ځانګړی واټ زيات شمير چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوي. له امريکا څخه راغلی سيلاني ښاغلي ګريګ ليونارد وويل دغه واټ يو ډېر د پاموړ ځای دی چې هره مغازه خپلې ځانګړتياوې لری او پلورل شوي شيان نه يوازې ډېر غوره کيفيت لری بلکې بيې يې هم ډېرې معقولې دي. د دغه واټپه سيل مې زړه خوشحاله او روح مې تازه دی. دا زما لومړی ځل دی چې دغه کلتوری واټ له نژدې ګورو.