<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-15 18:00:46    
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال په بيجينګ کې

cri

دبهرنيان په چين کې پروګرام مينه والو ښې چارې،هيله ده چې د ژوند پر ناخوالو بريالي اوسئ او خوښۍ مو په برخه وي،قدرمنو اوريدونکو په تېره اونۍ کې مې د افغانستان د اطلاعاتو،فرهنګ او ځوانانو له مرستيال وزير سره د مرکې ځينې برخې درواورولې، او تاسو واورېدل چې ښاغلي غلام نبي فراهي چين ته د خپل سفر د موخو په اړه وويل چې اساسي هدف يې په چين کې د سيلانۍ چارو له چارواکيو سره ليدنې کتنې ،او ددوی له تجربو څخه ګټې اخيستل،او تر څنګ يې د چين د مختلفو ساحو څخه ليدنې کتنې هم وې، بله دا چې د چين د نړيوالې راډيو له مشرانو سره يې هم ليده کاته درلودل،او د په خوښۍ سره بايد ووايو چې د پښتو څانګې څخه يې هم ليدنه وکړه او ددې څانګې له کارکوونکيو سره يې اوږدې خبرې اترې هم درلودې،ښاغلی فراهي وايي کله يې چې د چينايانو مينه او په تېره بيا د چين د نړيوالۍ راډيو د پښتو څانګې د کارکونکيو زيار ونه وليدل ،نو ورته ډېر د ستايلو وړ وو،او دی يې هم دې ته وهڅاوو چې د دواړو هيوادونو د خلکو تر منځ د فرهنګي اړيکو په لاټينګولو کې خپلې مرستې ونه سپموي:

چينايان له افغانانو سره ځانګړې او خاصه مينه لري،همدا اوس چې په چين کې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره کار کيږي دا زما لپاره يوه نه هېرېدونکې يوه خاطره ده،چې د تل لپاره به زما سره پاتې وي،او زه يې دې ته وهڅولم چې پدې برخه کې په راتلونکي کې ډېر کار وشي،تر څو زموږ او د چين د ولسي دولت تر منځ فرهنګي اړيکې لاپسې ټينګې شي،او ښه وده وکړي.

پوهنمل غلام رباني فراهي داسې زياته کړه:

له نيکمرغه دلته د افغانستان د يو اصيل کلتور او فرهنګ د افغانستان د يوې لويې کورنۍ د ژبې، چې هغه پښتو ژبه ده،د ودې او تکامل لپاره يې کار کيږي،زه د چين له نړيوالې راډيو او پښتو خپرونو څخه ډېر خوښ يم،او ستاسو د کارکړنو په هکله به هغو کسانو ته چې په چين کې د پښتو ژبې له پرمختګ او فعاليت سره مينه لري،ډېر څه ووايم.

عزتمندو اورېدونکو يو څه چې په چين کې له نورې نړۍ سره تر ډېره حده توپير لري هغه چينايي خواړه دی،دلته په چين کې د هرې سيمې،ولايت،او حتی د ولسواليو د خلکو خواړه له يو بل ته ورته او يو شان ندي،يعنې چې ډېر او بيلابيل ډولونه لري،پدې هکله مې له ښاغلي فراهي څخه وپوښتل چې تاسو ډېرو هيوادونو ته سفرونه کړي،او د زياتره هېوادونو له خوراکونو سره بلد ياست،چيني خواړه تاسو ته څنګه وبرېښېدل ؟او أيا ستاسو د خوښې وړ وو که نه؟ نو په ځواب کې يې راته وويل:

چين يواځنی هيواد دی چې د ښو خوړو او غذاو په درلودلو سره په ټوله نړۍ کې شهرت لري،او د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ،ګوټ کې چينايي رستوراټونه خورا ډېر زيات دي،چيني خواړه ډېر خوندور دي،له روغتيايي پلوه هم ډېر د پام وړ دي،چې دلته زياتره خلک له سبو او له سمندري خوړو څخه ګټې اخلي،له نيکه مرغه د خوراک څښاک هغه پروګرام چې زموږ لپاره دلته په چين کې جوړ شوی وو،داسې خواړه نه وو پکې چې موږ ته د منلو وړ نه وي،موږ ته يې ټول حلال او زموږ له خوښې سره سم خواړه راکړيدي،

چين ته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال سفر يواځې شاوخوا يوه اونۍ وو،چې زياتره وخت يې په رسمي ليدنو کتنو اودولتي مسائيلو تير شو،نو ځکه ما ته دا پوښتنه را پيدا شوه چې چين خو د تاريخي أثارو يوه زېرمه ګڼل کيږي،او ګڼ شمير تاريخي ځايونه لري،نو کېدای شي چې پوهنمل فراهي دا ټول ځايونه نه وي ليدلي،کله مې چې دا پوښتنه له نوموړي سره شريکه کړه راته يې وويل چې په راتلونکې کې به حتما په رسمي يا غير رسمي توګه چين ته سفر کوي،او له بېلابېلو ښارونو څخه به يې ليدنه کوي:

که په شخصي او يا هم رسمي توګه وي،زه به حتما يو ځل بيا چين ته راځم،او دلته به د چين له ډېرو ښارونو څخه ليدنه کوم،په تېره بيا د چين له تاريخي او سيلانۍ ځايونو څخه ليدنه زما يوه هيله ده.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو او محترمو اورېدونکو دا وې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي سره د مرکې ځينې برخې چې تاسو واورېدې،هيله ده چې د پام وړ مو ګرځېدلي وي،تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو زه خوشحال تايب په پاک رب سپارم .

بريالي اوسئ.