<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-15 18:25:40    
د تايوان د ډرامو لارښوونکی لي ګوه شيو

cri

په بېجينګ کې د راټولېدو د هنری فيستوال په ترڅ کې د تايوان د ډرامو لارښوونکی لي ګوه شيو د شملېټ په نامه خپله ډرامه د بېجينګ نندارچيانو ته وړاندی کړه. د هنر او کلتور په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د لارښونکی لي ګوه شيو او د ده د دغې ډرامې په اړه څه معلومات درکړم.

په نولس سوه او دوه نويم کال کې لي ګوه شيو او د ده د پينګ فونګ لوبغاړو ټولګی په تايوان کې د شملېټ په نامه يوه ډرامه نندارې ته وړاندې کړه او تر اوسه د دغې ډرامې د نندارچيانو شمېر ١٠٠ زرو تنو ته رسېدلی دی. دغه ډرامه چې د هملېټ ويرجنې کيسې له مخې اخيستل شوی،په کميدی کيسه بدله شوی ده.

لي ګوه شيو وويل د هغه د هملېټ د ويرجنې کيسې ډېرې خوښېږي خو پر خپل نوښت يې ټينګار کوی او بهرنۍ ډرامې نه کاپی.

لي ګوه شيو چې په نولس سوه او پنځه پنځوسم کال کې زېږېدلی، په لومړی وخت کې يو لوبغاړی و.په پوهنتون کې د زده کړې په موده کې يې د ډرامې په نندارې پيل وکړ او حتی په يوه ډرامه کې يې دوه ويشت رولونه لوبولی وو چې دغه ريکارډ تر اوسه په تايوان کې نه دی مات شوی.

په نولس سوه او شپږ اتيايم کال کې لي ګوه شيو د پينګ فونګ د لوبغاړو ټولګی جوړ کړ چې په خپله يې کيسې وليکلې او ډرامې يې جوړې کړې.په تايوان کې د ده ډرامې د نندارچيانو له خوا وستايل شوې. ده وويل زما ډرامې په روانو ټولنيزو پېښو ملنډې وهل نه دی ځکه زما په أند په ځينو وختونو کې ملنډې وهنه اهميت نه لري. زه وګړيو ته د پاملرنې په اړه ځينی موضوعات ور زده کوم. د بېلګې په توګه اوس په تايوان کې ډېر سپين ږيری سرتېری سخت ژوند کوي او هيڅوک دوی ته پاملرنه نه کوي. نو ما د دوی لپاره له لوېديځو پولو څخه د وتلو په نامه يوه ډرامه جوړه کړه. په دغه ډرامه کې يوه کيسه انځور شوی چې د تايبې ښار د سندرويلو په سالون کې يوه سندرغاړې په ځانګړي توګه د هغو سپين ږيرو سرتېريو لپاره سندرې ويلې چې له پوځی خدمت څخه تقاعد شوی. دغو سپين ږيرو سرتېريو له داسې سندرو سره ډېره مينه درلودله او دغې سندرغاړې ته يې انعام ورکړ. ډېرو نندارچيانو د دغې ډرامې له کتلو وروسته خپلې اوښکې تويې کړې.

نندارچيان کله کله د لي ګوه شيو د ډرامو له کتلو وروسته وخت او فضا هيروي. لي ګوه شيو وويل زما د نوښت په ترڅ کې ټولې کيسې له ژوند څخه سرچينه اخلي. زه د تجربو، يادونو، هوښيارۍ او خيالونو له مخې زما کيسې او ډرامې جوړوم. نو زه د ډرامو هغه لارښوونکی يم چې ټاکلی بڼه نه لري. زه په بېلا بېلو موضوعاتو او ډولونو سره نوښت تر سره کوم او هره ډرامه خپله ځانکړي موضوع لري.

ښاغلی لي ګوه شيو څه دپاسه دېرش ډرامې ليکلي دي. د ده لومړنۍ ډرامې بشپړې نه وې. خو اوسه مهال د ده ډرامې ګام په ګام بشپړ شوي دي.لي ګوه شيو داسی سړی دی چې تل له اوسنيو حالاتو څخه خوښ نه دی او په پرله پسی توګه له ننګونو سره مقابله کوي او هيله لري چې ډېرې زياتې ښې ډرامې نندارچيانو ته وړاندېکړي.ده وويل

ما په وروستيو يوويشتو کلونو کې ډېرش ډرامې نندارې کړي دي. ډېر ملګري راڅخه پوښتنه کوي چې تاسو د ډرامو لپاره ډېرې زياتې کيسې ليکلي دي . نو کومه کيسه ستا ډيره خوښېږي؟ ځواب مې دا دی چې راتلونکی کيسه ښه وي. زه به هيڅکله له پخوانيو برياليتوبونو څخه خوښ نه وم.