<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-16 16:23:36    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکيو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه پکی ورکوو . هېله لرم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسی .

درنو اوريدونکيو ! د روانې مياشتې لومړی نيټه د ماشومانو نړيواله ورځ وه . چين د ماشومانو ساتنې ته په ډيره درنه سترګه ګوری نو د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته په چين کې د ماشومانو د ساتنې په اړه ځينی معلومات وړاندی کړم .

د شميرنې له مخې ، د هغو ماشومانو او ځوانانو شمير چې عمر يی تر ١٨ کلونو لاندی دی ، ٣٤٠ مليونو تنو ته رسيږی چې دغه شمير د چين د عمومی نفوس ٢٦ سلنه نيسی . ځکه چې د ماشومانو او ځوانانو بدنی او معنوی وده نه ده پخه شوې نو دوی په زياتې پاملرنې او مينې ته اړتيا لری . د چين حکومت د ماشومانو او ځوانانو د ساتنې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي . د چين د کمونيستی ځوانانو د ټولنې د مرکزی کميټې د حقونو او ګټو څانګې مرستيال وانګ لو چې له اوږدې مودې راهيسی د ماشومانو او ځوانانو د ساتلو په کار بوخت دی وويل لومړی د ماشومانو ساتنه او درناوی د ټولنې يو أګاهانه عمل ګرځيدلی دی . دوهم د ماشومانو د ودې لپاره شرايط په څرګند ډول ښه شويدي . ددوی د حقه حقونو او ګټو د ساتنې په هکله قوانين او تګلارې په بنسټيز ډول جوړې او ايجاد شوي ، د اجباري زده کړې نهه کلن نظام په چټک ډول ترسره شوی ، د بی کوره او معيوبو ماشومانو د ساتنې لارې چارې پياوړي شوي او په فارغ وخت

کې د ماشومانو د فعاليتونو ډګرونه او کلتوري توکي زيات شويدي . د چين له ټولنيز پرمختګ سره سم د ماشومانو ساتنې په چارو کې د نويو مسئلو د حل لپاره د چين د ملي ولسي کانګرس دايمې کميټې د دوه زره او دريم کال له پاي څخه د ماشومانو ساتنې د قانون په اصلاح پيل وکړ او د دريو کلونو د نظريو راغونډولو له لارې د تير کال د دسمبر په مياشت کې اصلاح شوی قانون تصويب شو .

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيالې ګو سيو ليان په وينا په اصلاح شوی قانون کې د ماشومانو د سالمې ودې لپاره نوی مادې ټاکل شوې دي چې له امله يي د دغه قانون د پلي کولو لپاره زمينه مساعده شوېده .

دې وويل په اصلاح شوي قانون کې په ښکاره توګه څرګنده شوې چې ماشومان د ژوند ، پرمختګ ، ساتنې او برخه اخيستنې له حقونو څخه برخمن دي او په تيره بيا د زده کړې له حق څخه ګټۀ او پکی ددوی برخې اخيستنه په تاکيد سره څرګنده شوې ده . د ماشومانو د بدنی او ذهنی روغتيا ساتنې ته ځانګړی اهميت ورکول د ماشومانو ساتنې په هکله د نړيوالې ټولنې د پرمختللی نظريې څرګندونه کوي .

ددې لپاره چې په ټولنه کې ماشومانو ته د زياتې پاملرنې غوره زمينه او چاپيريال رامنځته شی ، د چين د کمونستي ځوانانو ټولنې او د ښوونې وزارت په شمول نولس څانګو د ماشومانو ساتنې په فعاليتونو پيل وکړ او اړوندو ادارو د ښوونځيو دننه او بهر د امنيت ساتنې ، د کورنيو څارنې ، ځان ساتنې ، داوطلبانه زده کړې ، له سختو کارونو څخه د ماشومانو د منع کولو او د روغتيا د تامين په شمول د يو لړ مسئلو د حل

و فصل لپاره ځواکمن او غښتلی تدبيرونه غوره کړيدي . د چين د ښوونې وزارت مرستيالې چن شياو يا وويل چې د چين د پوهنې وزارت به په کليوالو سيمو کې د بنسټيزې زده کړې د کمزورتيا له منځه وړلو لپاره لاندنی تدبيرونه ترسره کړي . دې وويل حکومت بايد په کليوالو سيمو کې د اجبارې زده کړې لګښت د تامين نوی نظام بشپړ کړي ، د کليوالو زده کوونکو لپاره دې زده کړه وړيا کړی ، بی وزليو زده کوونکو ته د درسی کتابونو او د ليليې له زده کوونکو سره د مرستې تګلاره پلی کړي په تيره بيا د هغو زده کوونکو لپاره چې پلرونه او ميندې يي د مزدورۍ لپاره ښارونو ته ځي ، د اجباري زده کړې د بشپړولو زمينه برابره کړي .