<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-16 20:15:44    
د چين په کليوالو سيمو کې د ځانګړيو ناروغيو مخنيوی

cri
د چين په وروسته پاتی سيمو کې يو شمېر  ناروغيو د سيمه ايزو وګړيو ژوند ته  ستر ګواښونه  رامنځ ته  کړي دي .د کلی پروګرام په نننی پروګرام کې به د چين د چين های ولايت په کليوالو سيمو کې د دغو  سترو ناروغيو د مخنيوی  د تدبيرونو په هکله بحث وکړو.

د چين های د هوا لونګ د هوی قوم خپلواکی ولسوالۍ په عا وو پو جو کلی کې بزګر لی ماو چای د نری رنځ په ناروغۍ اخته شوې، خو د بی وزلۍ له امله  په روغتون  کې خپل علاج نه شی کولی . په وروستيو ورځو کې د دغې ولسوالۍ روغتون په وړيا توګه د ده درملنه کړې چې له امله  بشپړه روغتيا يې په برخه کې شوې .

نری رنځ يوه ستره ناروغي ده چې د خلکو روغتيا ته ډير زيانونه رسوي. په کليوالو سيمو کې زيات بزګران او مالداران د دغې ناروغۍ د درملنې توان نه لري .له لسو کلونو راهيسی په دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر زيات شوی دی .په ٢٠٠١ کال کې د چين های ولايت حکومت د دغې ناروغۍ د مخنيوی د يو پلان په جوړولو سره پريکړه وکړه چې له ٢٠٠٢ کال څخه د دغه ولايت په ټولو سيمو کې په نری رنځ د اخته شويو کسانو لپاره د وړيا درملنه وکړي .

په همدی وخت کې د دغه ولايت چارواکيو  د زياتو نورو  ځانګړيو ناروغيو د مخنيوی لپاره تدبيرونه نيولی دی .د ساری ناروغيو د مخنيوی لپاره  په دغه ولايت کې هغه ډول توالت جوړ شوي چې د کليوالو سيمو د چاپيريال ساتنې لپاره ګټور دي .

په وروستيو کلونو کې د چين های ولايت د روغتيا ادارې او اړوندو څانګو د دغه ډول توالت

 جوړونه د نويو کليو او مالداری سيمو د أبادۍ او د  بزګرانو لپاره يوه مهمه لاره چاره ګڼلې او د مرکزی حکومت د ماليې څانګې په أتکا يې د روغتيايی پروژو د تر سره کولو او د څښاکو اوبو د سرچينو او دغه ډول  توالت د ښه والی لپاره څه د پاسه ٧ مليونه يوانه لګولي چې له امله يې تر اوسه پوری د دغه ډول توالت شمېر څلور لکو ته رسيدلی او دوه مليونه او څلور لکه او شپېته زره بزګرانو او مالدارانو  د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی موندلی چې دغه شمېر په کليوالو سيمو کې د عمومی نفوس په سلو کې ٧٣ اعشاريه ١٥ برخه نيولی ده .د دغو تدبيرونو د پلی کولو له امله په ساری ناروغيو د اخته شويو کسانو شمېر هم  کم شوی دی .

د چين های ولايت هم د ايدز ناروغۍ د مخنيوی لپاره اړونده تګلاره پلی کړې ده مثلأ په وړيا توګه يی د  ناروغانو درملنه کړې چې عايدات يی لږ دی او دغه راز يې د ايدز په  ناروغۍ  د اخته شويو کسانو سره اړينه مرسته کړې ده .

د ځانګړيو ناروغيو د مخنيوی په اړه د اړوندو تدبيرونو د پلی کولو له امله د دغه ولايت په کليوالو سيمو کې پر بېلا بېلو ساری ناروغيو د اخته شويو کسانو شمېر په پر له پسی توګه کم شوی دی .د دغه ولايت د روغتيا اداری مرستيال شی شيو هوی وويل روان کال به د چين های ولايت د روغتيا اداری  په دغه برخه کې د اړوندو تدبيرونو د بشپړتيا لپاره کوشش وکړي او په دی برخه کې به   ١٤٠ مليونه يوانه ولګوي او باور لري چې د دغو کوششونو له امله به په دغه ولايت کې  سترو ناروغيو مخنيوی  په ښه توګه مخنيوی وشی .