<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-17 19:26:14    
د پوستکی د ښکلا د ساتنی په اړه معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو د نړۍ ته کتنه په نامه پروکرام کی به مونږ د پوستکی ، په تيره بيا د مخ د پوستکی د ښکلا د ساتنی په اړه له تاسو سره څه وغږيږو ٠

د انسان د پوستکی په تيره بيا د مخ د پوستکی ښکلا د روحياتو او عاطفې سره ډيری نژدی اړيکی لری٠ څوک چی خوش طبع او خندان وی، د مخ پوستکی ئی ځلا لری٠ په چين کی خلک داسی وايی چی قهر او خفه د زوړتيا او ضعيفوالی سبب ګرزی او مسکا د ځوانيتوب او د عمر د اوږدوالی لپاره ګټه لری نو ځکه که څوک غواړی چی د مخ پوستکی ښه وساتی ، اول دی تل خوشحاله او سالمه روحيه له ځان سره وساتی٠ علاوه پردی ورځنی خوراکونو ته دې هم د تجه وړ وی٠ سوال دا دی چی کوم کوم خوراکونه د پوستکی د ښکلا له پاره ګټه لری؟ د طبی پوه له نظره په سبځيو او ميوو او نباتی غوړی کی ډير زيات ويتامين پيدا کيږی،مثﻵ ويتامين ای، بی ، سی او يی٠ دغسی ويتامين د پوستکی د ښکلا لپاره ډير ضروری دی ٠ په دی کی ويتامين ای د پوستکی د روڼوالی د ساتنی او د پوستکی د وچکالی او زيږوالی د مخنيوی له پاره ډيره فايده لری او ويتامين بی په مخ کی د ګونجې د ليری کيدو لپاره ګټه لری٠ دغه راز ويتامين يی او سی د مخ د رنګ د انې د کميدو او د نصواری رنګ خالونو د مخنيوی له پاره ډير مهم رول لری٠ نو د سبځيو او ميوو خوړل د پوستکی د ښه ساتنی لپاره يوه ښه طريقه ده٠ د دوبی په فصل کی ميوی او سبځی ډير زيات ،تاسی کولی شی چی د خپل پوستکی د روغتيا او ښکلا د ساتنی لپاره زيات سبزيجات او ميوی وخوری٠ بله مثﻵ دا ده چی زياتره ښځی هره ورځ په پوډر، کريم لب او داسی نور موادو سينګار کوی٠ خو دلته مونږ په دی باب ګرانو خوندو ته څه تجويزونه وړاندی کړو٠ اول ، تاسی د ځان د سينګارولو په وخت کی پوډر،کريم، لب او داسی نور د ښکلا شيان زيات مه استعمالوی٠ خصوصأ د دوبی په فصل کی ځکه په نوموړو شيانو کی زيات کيمياوی مواد موجود دی، که زيات استعما ليږی، د مخ د پوستکی تنفس او د خولی ترشح به بند شی او په عين وخت کی په أراسيشی شيانو کی موجود شوی کيمياوی مواد به پوستکی ته ضرر ورسوی چی په نتيجه کی به د پوستکی رڼا او ځلا به ليری شی، حتی د ځينو ښځو په مخونو کی تور فالونه رامنځ ته شی٠ نو ځکه د ښځو لپاره ښه به دا وی چی د سينګار شيان لږ استعمال شی او که په ورځ کی سينګار شوی، نو د خوب نه د مخه دی مخ مينځی او د مخ پوست پاک شی٠

ګرانو اوريدونکو ،هيله کوم چی تاسی لا ښکلی شی او زمونږ دغه پروګرام خوښ کړی وی٠