د اولمپيک لوبو برياليتوب د لوبغاړو له ښه توان، د ترتيب کوونکيو له تياريانو او د نندرچيانو له تودو احساساتو سره تړاو لري. پر دې سربيره، د پيسو کافی ضمانت يو بل اړين شرط دی. د اولمپيک لوبو د عمومی لګښت يوه لويه برخه د مرستندويه ټولنو لخوا برابريږی. نو د بېجينګ د اولمپيک لوبو ته د تياريانو په ترڅ کې د دغو لوبو تشکيلاتی کمېټې دغو مرستندويه ټولنو د ګټو ساتلو لپاره ډېر کوششونه کړی دي.
د اولمپيک لوبو پرمختګ ډېرو پيسو ته اړتيا لري، نو د مرستندويه ټولنو، ټليويزيوني خپرونو، سوداګرانو او د ځانګړې اجازې لرونکی شرکتونو د ګټو ساتنه ډېره مهمه ده. د اولمپيک لوبو ته د پيسو برابرولو تر څنګ به دوی د اولمپيک پوهنې له تمليکی حق څخه هم ګټه واخلي. د اولمپيک لوبو د پوهنې تمليکی حق ساتنې او د پټ بازار د مخنيوی په اړه د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې د بازار ادارې مرستيال چن فنګ د جون په ديارلسمه نېټه په يوه مطبوعاتی غونډه کې په دغه برخه کې د تشګيلاتې کمېټې کارونه وپېژندل. پټ بازار دا معنی لري چې د اولمپيک لوبو ناهمکار شرکتونه له اولمپيک لوبو سره جعلی تړاو ټينګ کړی او ترې ګټی واخلي. ښاغلي چن فنګ وويل دغه عمل د عادلانه سيالی له اصولو څخه سرغړونه ده او د اولمپيک بازار لپاره به ستر ګواښ وګرځي چې د همکارو شرکونو ګټو ته به ډېر زيانونه ورسوي او د اولمپيک نښې سوداګريز ارزښت به کم شي.
که د پټ بازار مخنيوی و نه شي، نو ډېر زيات شرکونه به د ګټه اخيستلو لپاره دغه بازار ننوځي او دغه راز د اولمپيک نښو سوداګريز ارزښت به هم ټيټ شي او له اولمپيک لوبو سره د مرستی په اړه به د شرکتونو احساسات هم ساړه شي. نو د اولمپيک لوبو پرمختګ به مالي ملاتړ له لاسه ور کړي او د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبې به په بريالی توګه تر سره نه شي. له دې امله ښاغلي چن فنګ وويل د پټ بازار مخنيوی د اولمپيک لوبو د همکارو شرکتونو د ګټو ساتنې لپاره يو اړين کار دی او دغه راز د اولمپيک له نړيوالې کمېټې سره په يو لړ لاسليک شويو سندونو کې د چين ژمنه او په بريالی توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو يوه مهمه نښه ده.
د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتې کـمېټه د پټ بازار د مخنيوی لپاره د تياريانو په ترڅ کې تر خپلی وسی پوری تدبيرونه نيسی. د بېلګې په توګه، نامرستندويه شرکتونو ته اجازه نه کوی چې د اولمپيک لوبو سره په تړاو تبليغاتی چارې تر سره کړي. د اولمپيک لوبو ګډون کوونکيو يو ته هم اجازه نشته چې د اولمپيک لوبو په موده کې د نامرستندويه شرکتونو په تبليغاتي فعاليتونو کې ګډون وکړي. ښاغلي چن فنګ وويل د بېلګې په ډول، لوبغاړی ليو شيانګ چې د وګړيو په زړو کې نه يوازی يو کس دی، بلکه يو داسی لوبغاړی دی چې د اولمپيک لوبو طلايی مډال يې تر لاسه کړی او له اولمپيک لوبو سره نژدی تړاو لري. نو دغه شان لوبغاړو ته اجازه نشته چې د اولمپيک لوبو په موده کې د نامرستندويه شرکتونو په تبليغاتي فعاليتونو کې ګډون وکړي. پر دې سربيره، تشکيلاتی کمېټه په ټولو فرصتونو کې وګړيو ته د پټ بازار د مخنيوی په اړه معلومات وړاندی کوی.