<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-18 17:51:20    
د هان قوم نڅا کوونکې سون لينګ د ويغور قوم له نڅاوو سره ډيره مينه لری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د چين د هان قوم يوه وتلی نڅاګره دروپيژنو٠ هغه سون لينګ نوميږی او د شينجيانګ د ويغوری قوم له نڅاوو سره ډيره مينه لری٠

د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کی څوارلس کلنه سون لينګ د پوځی خدمت لپاره د چين په جنوب کې له خپل کلی څخه شينجيانګ ته ورغله او يوه هنری سريترې شوه ٠ نجلی سون لينګ کله نا کله د پوځ د نڅا کوونکې ډلې له نورو غړيو سره يو ځای د شينجيانګ په جنوب کی د ويغوريانو له ژوند څخه د نڅاوو حرکتونه راټولول او په خوښۍ سره يې له ويغوريانو څخه د قومی ژبې ، ويغوری سندرو او نڅاوو زده کړې کولې٠ هغې خبريال ته وويل : ( غږ ) ٌ په هغه وخت کی هر ماښام د لاسی ډولونو وهلو اواز پورته کيده او ټولو کليوالو چې که هغه لويان وو او يا هم ماشومان ، يو ځای يې نڅا سره کوله، مونږ هم له دوی څخه نڅا زده کوله٠ کله نا کله به چې دوی په لوڅو پښو په صحرا کی نڅا کوله ، مونږ هم خپل بوټان ايستل او له دوی سره يو ځاې مو نڅا کوله چې له دغه ژوند څخه مو ډير ښه خوند اخيست٠ ٌ

سون لينګ د خپلو سختو کوششونو له لاری ډير ښه برياليتوبونه ترلاسه کړل او څه دپاسه لس کلونه وروسته د ٢٦ کلنۍ په وخت کی د شينجيانګ د پوځی سيمې په هنری ډله کی د نڅاوو تمثيل کوونکې او رژيسوره وګرځيدله٠ د دې لخوا طرح شوی ويغوری نڅاوې په ښه شان سره د دغه قوم د ولسی نڅاوو سبک او د ويغوريانو ورځنی ژوند سره تړی٠ هغې وويل :  ٌ د انګورو تر چيلې لاندی ٌ په نامه نڅا د ښځو يوه ډله ايزه نڅا ده چې د ولسی نڅاوو زيات حرکتونه پکی استعمال شوی او د اوسنی زمانې ځانګړيتوب لری٠ د دغې نڅا منظره داسې ښئي چې يو شمير پيغلې د سپيده چاود په وخت کی د انګورو باغ ته ځی او د لمر له لويديدو څخه مخکی په سر د انګورو په وړلو سره بيرته خپلو کورونو ته را ګرځی٠ دا د کار يوه ډيره توده منظره ده او د انګورو شکول د نڅا ډير ښکلی حرکت دی٠ دغې نڅا د ويغوری قوم د ولسی نڅاوو سبک څرګند کړی او زمونږ د هنری ډلې کلاسيک پروګرام ګرځيدلی دی٠ ٌ

ميرمن سون لينګ د ډېرو ښو نڅاوو د طرحولو لپاره کله نا کله څړځايونو ته ځی او له مالدارانو سره يو ځای ژوند کوی٠ يوه ورځ هغه د ولسی نڅاوو د راغونډولو او تنظيمولو په ترڅ کی د شينجيانګ د ايلی په دره کی د واورو له سختو طوفان سره مخامخ شوه او د سپرلۍ له اس سره يو ځای کنګل شوی سيند ته ولويدله ؛ له ژوند څخه د تجربو ترلاسه کولو لپاره هغې د وريښمو تاوولو په يوه فابريکه کې د يوې کارګرې په توګه څلور مياشتې تيرې کړې٠ د شينجيانګ د هنری پوهنځی د مرستيال پروفيسر انور توختی په أند د سون لينګ نڅا د ژوند څرګندونه ده ٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ د ميرمن سون لينګ هنری اختراعات له ژوند سره د هغې له مينې او د ژوند له پيژندنې څخه نشی بېليدای، هغې لرغونی، اوسنی، چينی او بهرنی هنرونه سره يو ځای کړي او د شينجيانګ د ويغوری قوم د نڅا چارو د پرمختګ لپاره يې زيات خدمتونه ترسره کړيدي٠ ٌ

په ١٩٩٠ کال کی ميرمن سون لينګ ل ه بده مرغه د سرطان په ناروغۍ اخته شوه، خو له هغه وخت راهيسی هغه هيڅکله د نڅا له چارو څخه نده وتلې٠ که څه هم سون لينګ تقاعد شوې ، خو د هنری سلاکارې په توګه ګمارل شوې چې کله نا کله له کيمياوی درملنې وروسته په پټه توګه له روغتون څخه بيرته هنری ډلې ته ځی او د نڅاوو په طرح او تمرين پيل کوی٠ له کار سره د دې مينه او خوشبينی زيات دوستان هڅوی ٠ د شينجيانګ ليکوال چن مو شيان وويل : ( غږ ) ٌ ميرمن سون لينګ د شينجيانګ په ګوټ ګوټ کی زياتې ولسی نڅاوې راغونډې او تنظيم کړې او زياتې څيړنې يې پرې کړي چې پر بنسټ يې يو لړ نوی نڅاوې طرح کړې چې دغو نڅاګانو په نړۍ کې زياتې جايزې او مډالونه ترلاسه کړيدي٠ هغه د شينجيانګ يو وياړ ګڼل کيږی٠ ٌ

په ١٩٩٢ کال کی د سون لينګ لخوا طرح شوی لويه نڅا ٌ وطن ته سلام ٌ د چين د ملی جشن د نمانځنې په ننداره کی وښودله شوه او د هېواد د مشرانو لخوا وستايل شوه ٠ په سرطان د اخته کيدو له اتو کلونو راهيسی ميرمن سون لينګ لس نڅاوې طرح او تمرين کړي چې دا د يو روغ جوړ نڅا کوونکی لپاره هم لويه اندازه ګڼل کيږی٠ هغې وويل : د شينجيانګ د قومی نڅاګانو له امله مې له شينجيانګ سره مينه پيدا کړېده ٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د نڅا کوونکې سون لينګ په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د چين د هان قوم نڅا کوونکې له څه امله له شينجيانګ سره مينه پيدا کړېده؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی دغې پوښتنې ته سم ځواب ورکړی٠ مونږ به هره مياشتې د پچې له لاری څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !