<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-18 17:06:02    
د ځونګ ګوان د عصری تکنالوژۍ سيمو لازيات پانګه اچوونکی راجلب کړي دي

cri

ګرانو اوريدونکيو،د ځونګ ګوان کلی د بيجينګ په شمال لويديځ کې پروت دی ،خو اوس دغه کلی په چين کې د عصری تکنالوژی يوه ډېره لويه سيمه ګرځېدلې ده او لازياتو منځنيو او کوچنيو تصديو پکې د حکومت مرستې او ملاتړ تر لاسه کړی دی .د دغې سيمې د اداري څانګې په توګه د ځونګ ګوان کلی د علمی سيمې اداري کميټې له څو ډوله لارو چارو د هغو تصديو ملاتړ کړی چې پيسی يې کمې خو مهمې تکنالوژي لري او راتلونکی يی ښه دی .د دغه ملاتړ له امله نه يوازی لازيات پانګه اچوونکي راجلب شوي بلکې په دغه سيمه کې تصدۍ په سالمه توګه پرمختګ کولی شی. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې سيمې د پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو.

ښاغلی لويو چانګ د تېر کال په پای کې له امريکا څخه بېرته چين ته بېرته راغی او په دغه سيمه کې يې يوه داسی تصدۍ جوړه کړه چې په عمده توګه د نورو تصديو لپاره د الکترونيکې سوداګرۍ او الکترونيکو سياسی چارو د حل په اړه اړونده لايحه برابروي. تر اوسه پوری ښاغلی ليو د شرکت پر راتلونکی باور لري خو پانګه يې کمه ده نو دی هيله لري چې حکومت د ده له شرکت سره لازياته مرسته وکړي .هغه وويل موږ د حکومت ملاتړ ته اړتيا لروچې ترې ګټه تر لاسه کړو .که حکومت پانګه اچوونکيو ته لارښوونه وکړي ،نو لازيات پانګه اچوونکي به زمونږ د تصديو په شان په زياتو داسې منځنيو او کوچينو تصديو کې پانګه واچوي چې تکنالوژي لري خو پيسې يې کمې دي.

په وروستيو ورځو کې د دغې سيمې اداري کميټې د دغو تصديو د پرمختګ لپاره

يو لړ تګلارې پلی کړې چې له مخې يې لازياتو پانګه اچوونکيو په دغه سيمه کې د تصديو د پرمختګ لپاره پانګه لګولې ده.

د دغې سيمې اداري کميټې مشر داي وي وويل د دې سيمې د روان کال مهم ټکی دا دی چې د لازياتو پانګه اچوونکيو له خوا په عصری تکنالوژۍ کې د پانګونې چاري پرمختګ کوي، د دغې سيمې ته د لازياتې کورنۍ او بهرنۍ تصدۍ پاملرنه کوي او د دغی عصری تکنالوژۍ سيمې د سيالۍ توان لوړيږي  مونږ بايد د دغه شان تصديو د پرمختګ لپاره لازيات پانګه اچوونکي راجلب کړو چې له امله يې د عصری تکنالوژۍ صنعت پرمختګ وکړي .نوموړی زياته کړه چې تر اوسه پوری په دغه سيمه کې زيات شمېر داسې هغه اختراعی تصدۍ چې د پانګې اچوونې په برخه کې ارزښت لري ،د بهرنيو پانګه اچوونکيو له خوا نه دی کشف شوی او د هېواد دننه سيمه ايز پانګه اچوونکي لاهم غښتلی نه دی چې له امله يې تر يوې اندازې پوری په دغه سيمه کې د عصری تکنالوژۍ صنعت د چټک پرمختګ مخنيوی کوي.

د روان کال په جنوری کې د بيجينګ ښار په دغه ډول تصديو کې د لازياتې پانګونې د راجلبولو د هڅونې مقررات خپاره کړل يعنی حکومت کولی شی چې په دغو تصديو کې پانګه لګوي ،خو پانګه به يې په سلو کې له ٣٠ برخې څخه زياته نه نه وي .

د دغې سيمې اداري کميټې مشر دای وي وويل د دغو مقرراتو د خپرولو موخه په عمده توګه د ټولنيزې پانګې راجلبول دي  مونږ بايد ددغې سيمې د زياتو ښو شرايطو په کارولو سره د دغه ډول پانګونې هڅونه وکړو. پانګه اچونکي په عمومی ډول نه غواړي چې د عصری تکنالوژۍ تصديو د جوړولو په پيل کې خپله پانګه ولګوي خو دغه تصدۍ د خپل کار په لومړی پړاو کې پيسو ته اړتيا لري .نو

زمونږ کميټه د اړوندو تګلارو د پلی کولو له لاری د دغو تصديو لپاره پيسی راغونډوي .

د خپل اختراعی توان د پر له پسی لوړوالی له امله دغه سيمه اوس د عصری تکنالوژۍ تصديو لپاره لازيات پانګه اچوونکي راجلبوي چې له امله يې په دغه برخه کې د پانګه اچوونکيو شمېر اتيا ته رسيدلی دی، دغه راز دغه کميټه هم په دغه سيمه کې د تصديو له خوا د لازياتو پيسو د راغونډولو لپاره کوششونه کوي چې د ښو تصديو اسهام به د بهرنيو هېوادونو په سهامی بازار کې وپلورل شی .دغه کميټه غواړي چې تر ٢٠١٠ کاله پوری به د دغه ډول تصديو شمېر له يو سل او دېرشو څخه زيات شی .