د سين هوااژانس د خبر له مخې:په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافی ځواکونو د جون په اتلسمه نېټه د يوی مطبوعاتي الاميې په خپرولو سره وويل دغو ځواکونو د روانې مياشتی په اوولسمه نېټه د دغه هېواد په ختيځ کې له القاعدی سره په تړاو پر شکمنو کسانو د يو هوايی بريد په ترڅ کې اووه تنه ماشومان او ځينی وسله وال کسان ووژل.
په اعلاميه کې ويل شوی چې د ائتلافی ځواکونو د پلټنې له مخې د القاعدی ډلی يو شمېر وسله وال کسان د پکتيا ولايت په يو مذهبی ښوونځی او يو جومات کې پټ شوی وو. نو ائتلافی ځواکونو د افغان حکومتی پوځونو په ملګرتيا د جون په ١٧مه نېټه شپه پر دغو ځايونو هوايی بريد وکړ. په الاميه کې د القاعدی ډلې پر وسله والو کسانو نور لګول شوی چې بی ګناه ماشومان او جومات د ډال په توګه په خپلو ناقانونه فعاليتونو کې کاروي.