په پولند کې د وو شو ديارلسمه نړيواله اتلولي د مې په دېرشمه نېټه په وارسا کې پای ته ورسېده او د پولند، بريتانيا، سپينې روسيې، چک، المان، اوکراين او روسيې په شمول د پنځلسو هېوادونو څلور سوه تنه لوبغاړو پکې ګډون وکړ.
د پولند لوبغاړی مايکل واسوسکی په دغه اتلولی کې د دريو پروګرامونو په سياليو کې طلايی مډالونه تر لاسه کړل او ډېر خوشاله و. د ده په اند، سيالي په وو شو لوبه کې د خپل مهارت ازموينه ده. هغه وويل
په پيل کې مې د خپل پلار په هڅونه د وو شو په زده کړی پيل وکړ، خو د روزنې په ترڅ کې مې له وو شو سره ډېره مينه وموندله. ځکه چې وو شو نه يوازی يو ورزش دی، بلکی د چين د لرغونی تاريخ و پېژندنې لار هم ده. زما تر ټولو لويه هيله دا ده د وو شو د زده کړی لپاره چين ته لاړ شم.
په دغه نړيواله اتلولی کې د لوبغاړو ښه مهارت او پياوړی روحيې کارپوهانو ته ژوره خاطره بښلې ده. د سينګاپور د وو شو مشهور روزونکی جوانګ چون ګوانګ وويل
له دغې اتلوکۍ څخه څرګنديږی چې وو شو د اروپايي ځوانانو تر منځ د ګړندی پرمختګ په حال کې ده.
د چين وو شو لوبه د تېرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې په پولند کې خپره شوه او په اتمه
لسيزه کې په دغه هېواد کې ډېر وګړو ور سره مينه درلوده. اوس په پولند کې د وو شو لس ګونه ټولنې، سل ګونه ښوونځي او مرکزونه شته او څه نا څه شپږ زره تنه
د دغې لوبې په روزنه بوخت دی. له ١٩٩٥ کال راهيسی د پولند د وو شو ټولنې هر کال نړيوالې اتلولۍ تر سره کوي چې ډېر زيات کورنی او بهرنی مينه وال يې راجلب کړی دي.
د اروپا د وو شو ټولنې د مشر مرستيال او د پولند د وو شو ټولنې مشر اندرزيج براکسال خبريال ته وويل
وو شو په پولند کې دېرش کلن تاريخ او ډېر مينه وال لري. سږنی اتلولی د تېرو کلونو په پرتله لويه ده او دوه اهميتونه لري. لومړی، اوس موږ د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د وو شو د سيالۍ لپاره فعالې تياريانې کوو، دوهم، دغې اتلولۍ له وو شو سره د بېلا بېلو هېوادونو مينه والو ته د تبادلې او زده کړې يوه زمينه برابره کړی ده.
د بيلجيم د لوبډلې سر روزونکي جيانګ چي مينګ د سياليو له کتلو وروسته خوشحالی څرګنده کړه. هغه وويل د لوبغاړو سويه لوړه ده. د روسيی او اسراييلو لوبغاړي لوړه سويه لري. د پولند وو شو سويه په اروپا کې لومړی مقام نيسی. مهمه خبره خو دا ده چې په پولند کې د وو شو سيالۍ د تر سره کولو له لارې نړۍ ته د چين کلتور خپور شوی او د چين شهرت اوچت شوی دی.
د بېجينګ د وو شو ټولنې غړی هونګ جی تيان د لومړی ځل لپاره د پولند لخوا د وو شو ترتيب شوی سيالی وکتله. هغه وويل
له دغې اتلولۍ څخه څرګندېږي چې اروپايی وګړی له وو شو سره ډېره مينه لري.
سيالي اسانه نه وه، ځکه چې د لس ګونو هېوادونو څو سوه لوبغاړو په دغه اتلولی کې ګډون وکړ او لوبغاړی يې ډېر وتلی وو. نو دغه سفر زما لپاره د زده کړې او تبادلې يو ښه فرصت و.
د تشکيلاتی کمېټې په کوششونو سره په دغه اتلولی کې رنګارنګ پروګرامونه موجود وو. د سياليو تر څنګ يو دوه ساعتنی نمايش هم نندارچيانو ته وړاندی شوی. د اروپا د وو شو ټولنې مشر راموند سميس د دغې اتلولۍ ستاينه وکړه . هغه وويل
دغه شان اتلولی مهمه ده، ځکه چې ځواکمن کسان په د دغو فعاليتونو له لارې خپل منځی دوستی ټينګې کړې او يو له بل سره تبادله او زده کړه يې وکړه. په دغه اتلولی کې معلوم يو چې د اروپا د وو شو سويه د لوړتيا په حال کی ده او د اروپايی ځلميانو پټ توان مو هم وکتل.