<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-19 19:04:32    
د چين د فلم مشهوره هنرمنده جانګ ځی يی

cri

په تېرو شلګونو کلونو کې د چين د اقتصاد له پرمختګ سره سم، د چين کلتوري چارو هم چټګ پرمختګ کړی، په تېره بيا د چين د فلم ډيرو دايرکترانو او هنرمندانو زياتې نړيوالې جايزې تر لاسه کړې دي. نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د فلم د يوې مشهورې هنرمندې جانګ ځي يی په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

پيغله جانګ ځي يی د ١٩٧٩ کال د فبروری په نهمه نېټه په بېجينګ کې زېږيدلې. پلار يی د مخابراتی ادارې کارکوونکی او مور يی د يو وړکتون ښوونکې وه. جانګ ځي يی د ماشومتوب په موده کې ډېره کمزورې وه، ددې مور يوې ملګرې يې وړانديز وکړ چې لور يي د جمناستيک لوبډلې ته وليږي. نو مور يي جانګ ځي يی د بېجينګ د شيوان وو سيمې سپورتي ښوونځي ته وليږله ،خو په هغه کال کې په دغه ښوونځی کې د جمناستيک ټولګی نه و، نو جانګ ځي يی چې په هغه وخت کې اته کلنه وه ، ددې سيمې د ماشومانو په ماڼۍ کې د نڅا په زده کړې پيل وکړ.

درې کاله وروسته جانګ ځي يی د يوولس کلنۍ په عمر د بېجينګ د نڅا پوهنځي په منځنی ښوونځی کې شامله شوه او د چين د ملی نڅا په شپږ کلنه

زده کړه يې پيل وکړ. د خپلو کوښښونو له لارې جانګ ځي يی په ١٩٩٤ کال کې د چين د تاو لي په نامه د نڅا په سياليو کې د غوره نندارۍ جايزه تر لاسه کړه چې له امله يي و نه غوښتل خپل ټول عمر د نڅا چارو ته وقف کړي او په دې باور وه چې په نورو چارو مثلا د ډرامې او فلم په چارو کې هم خپل استعدادونه وکاروی.

په ١٩٩٦ کال کې جانګ ځي يې د چين د ډرامې د مرکزي پوهنځي د نندارې په څانګه کې شامله شوه او دوه کاله وروسته يي د فلم په ساحه کې خپله لاره پرانستله يعنی په ١٩٩٨ کال کې چې لا هم يوه زده کوونکې وه ، د لومړي ځل لپاره يې د چين د مشهور دايرکتر جانګ يی مو په لارښوونې د زما مور او پلار په نامه فلم کې يو مهم رول ولوباوه او برياليتوب يی تر لاسه کړ چې دغه فلم په ٢٠٠٠ کال کې د المان د برلين په پنځوسم نړيوال فيستيوال کې د سپينو زرو جايزه تر لاسه کړه.له دې وروسته جانګ ځي يی ګام په ګام د چيني نندارچيانو د پاملرنې وړ ګرځيدلې ده. له نيکمرغه په ١٩٩٩ کال کې جانګ ځي يی په امريکا کې د مشهور چينی دايرکتر لي ان په لارښوونه د ناست پړانګ او پټ ښامار په نامه فلم کې رول ولوباوه چې همدغه فلم د اوسکار د بهرنی ژبې غوره فلم په توګه جايزه لاس ته راوړه او جانګ ځه يي هم په نړۍ کې شهرت وموند او ورپسی د فلم په نړيواله ساحه کې د جانګ ځي يی د ښه پرمختګ لپاره مناسبه زمينه برابره شوه . د بېلګې په توګه جانګ ځي يی په جلا جلا توګه له يو شمير مشهورو دايرکترانو سره همکاری وکړه او په يو لړ فلمونو کې يي مهم رولونه ولوبول مثلا په دوه زره او لومړي کال کې يي د اتلانو ، په دوه زره او دوهم کال کې يې د زرغون پتنګ ، په دوه زره او درېيم کال کې يې د دوه زره او شپږ څلويښتم کال ، د ياسمين ګل ، له څلورو اړخونو څخه پټونه او په دوه زره او څلورم

کال کې يې د نڅاکوونکې په نامه په يو شمير فلمونو کې عمده رولونه ولوبول . اوس جانګ ځي يی د امريکا په هاليوود کې يوه ډېره مشهوره چينی لوبغاړې ګڼل کيږي.

له ډېرو لوبغاړيو څخه جانګ ځي يې يوه ډېره نيکمرغه او بختوره لوبغاړې ده چې د خپلو هنري استعدادونو د استعمالولو ښه فرصت يي تر لاسه کړې او يوازی د شل کلنۍ په وخت کې په يو مشهورې نړيوالې لوبغاړې بدله شوه.دې نه يوازې په چين کې د نندارچيانو مينه راجلب کړيده، بلکې عکسونه يی د امريکا د بېلا بېلو نامتو مجلو په لومړيو مخونو کې هم چاپ شوی دی. دغه راز جانګ ځي يی په جاپان کې د اسيا د ښکليو پيغلو په سيالۍ کې هم د لومړی ښکلې پيغلې په نامه وبلل شوه.

مونږ باور لرو چې د چين د اقتصاد او کلتور له پرمختګ سره سم، لا زيات چينی فلمونه او لوبغاړي د نړيوالو زياته پاملرنه راجلب کړي.