د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د جون په نولسمه نېټه وويل د ناتو په مشرۍ په دغه هېواد کې د امنيت مرستندويه نړيوالو ځواکونو او حکومتی پوځ د روانې مياشتې له اوولسمې نېټې راهيسی د دغه هېواد په جنوب په اورزګان ولايت کې له وسله والو طالبانو سره سختې نښتې کړې چې له امله يی څه دپاسه سل تنه وژل شوي دي.
د اورزګان د ولايتی شورا مشر ملا حميدالله خان څرګنده کړه له اوولسمې نېټې راهيسی د دغه ولايت په چورا سيمه کې د وسله والو نښتو له امله نژدی شپېته تنه وسله وال کسان وژل شوي او لږ تر لږه پنځوس تنه عام خلک د وسله والو طالبانو له خوا او يا د امنيت مرستندويه نړيوالو ځواکونو په هوايی بريدونو کې وژل شوي دي.
د امنيت مرستندويه نړيوالو ځواکونو وياندجون توماس دغه خبره رد کړه چې په دغه سيمه کې د دوی د پوځی عملياتو له امله عامو خلکو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.