
ښاغلی شو يي ژون د چين د يوه بل نامتو کارپوه يون لونګ پينګ په شان د شولو کرلو په ساحه کې ډير ستر برياليتوبونه تر لاسه کړيدي چې يون لونګ پينګ په نړۍ کې د شولو کرلو د بابا په نامه ياديږي . ښاغلي شو له ښاغلي يون سره دا توپير لری چې دی د شمالي چين په سړه سيمه کې ، خو ښاغلي يون د جنوبي چين په توده سيمه کې د شولو کرلو په څيړنه بوخت دی . د ده د کوشش له برکته د چين په شمال کې د شولو ګڼ شمير کرونده ګران هر کال نور لس ميليارده کيلوګرامه شولې حاصلوي ، نو ښاغلي شو په سړه سيمه کې د شولو کرلو د بابا په نامه پيژندل کيږي . خو ښاغلي شو تل داسی وايي چې زه يوازي د شولو کروندګر يم ، نه کارپوه .
د معمولي کروندګرو په نسبت زما غوره والی يوازی دا دي لومړی دا چې د شولو کر د څيړنې موده می له دوی څخه اوږده ده ، دوهم دا چې د شولو کر په هکله پوهنه می زياته ده . خو د شولو کرلو د واقعي تجربو له نظره له يوه معمولي کروندګر څخه کمزور يم .
ښاغلي شو درې اتيا کلن سپين ږيری دی ، خو لا تر اوسه د شولو پټي ته ځي . دی په نولس سوه او څلورويشتم کال کې د شمالي چين د لياو نين ولايت د بينين په ښار کې زيږيدلی او د ځوانۍ په موده کی کله چې چين دجاپان تر تيری لاندی و ، نو له امله يي د چينايانو ژوند ډير خراب او بی وزلی و او حتی د وريجی خوړلو توان او اجازه يي هم نه درلوده . ده وويل په هغه تياره موده کې چينايانو د وريجي خوړلو اجازه نه هم درلوده ، نو يوازی يي د پسرلي په موده کې په پټ ډول وريجې خوړلې . له دې وروسته د ښاغلي شو په زړه کې دا ټينګ هوډ او نيک خيال رامنځته شو چې ټول هيوادوال له
وريجو څخه خوند واخلي . څرنګه چې د چين شمال ختيځه برخه په سړه سيمه کې پرته ده ، نو د شولو توليدي اندازه يي ډيره ټيټه وه . د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته ښاغلي شو له پوهنتون څخه له فراغت وروسته د شمال ختيځ چين د هي لونګ جيانګ ولايت په يوه فارم کې په دنده وګمارل شو او په سړه سيمه کې يي د شولو کرلو په څيړنې پيل وکړ . ورپسی دده څيړنه پرې شوه او ښاغلی شو په يوه بی وزلی او غريب کلي کې د شولو کروندګرانو لارښوونه وکړه چې په پايله کې يي د شولو توليدي اندازه په سلو کی سل زياته شوه .لس کاله تير شول چې ښاغلی شو بيرته څيړنيز انسټيټوټ ته راغی ، خو ژر تقاعد شو ځکه چې دده عمر شپيتو کالو ته ورسيد . خو د شولو څيړنه دده له ژوند سره نژدی تړاو لری او په سړه سيمه کې د شولو روزلو تکنولوژۍ لا نه ده اوچته شوې . نو ټينګ هوډ يي درلود چې دغه تخنيکی مسئله حل کړي . د لسو کلونو أزموينو له لارې په سړه سيمه کې د شولو کرلو نوی تکنولوژۍ وموندل شوه چې له امله يي ګڼ شمير کروندګران شتمن شويدي .
د شولو د توليدي اندازې د ثابت لوړوالي لپاره ښاغلي شو د شولو د ناروغيو د درملنې په هکله نوی لارې چارې هم وموندلې . بزګر چيو جون ګوي ددې لارې چارې ډيره ستاينه وکړه او و يي ويل پروفيسر شو زما د شولو روزلو په فارم کې يو نيالګی وايست او په يوه چاقو يي پرې کړ . زه پوهيدم چې ډاکتران د ناروغانو لپاره د جراحۍ عمليات اجرا کوي ، خو د شولو جراحۍ می نه وو ليدلی .
ښاغلي شو هميشه وايي نوي تکنالوژۍ ته د سترې جايزې ورکول مهم کار نه دی ، مهمه خبره خو دا ده چې خلک له نوی تکنالوژۍ څخه ګټه واخيستی شی . ښاغلي شو يو داسی کارپوه دی چې خپله نوی تکنالوژۍ د هيواد زياتو ځايونو ته دودوي . ده
يو کال په دريو برخو ويشلی چې لومړنی سل ورځې يي د نوي تکنولوژۍ د ترويج ، لارښوونې او لکچر لپاره بېلابېلو فارمونو ته د تللو، دوهم سل ورځې يي د تجربوي څيړنې او دريم سل ورځې يي د تيوريکي څيړنې او د ليکنو لپاره ټاکل کيږي . نو ويل کيږي چې د کورنۍ له غړيو سره د يوځاي کيدو وخت يي ډير کم دی . وخت ژرژر تيريږي .خو پروفيسر شو لاهم د لا زياتو بزګرانو د شتمنۍ لپاره هڅه کوي . ده وويل نن ورځ بزګران د پخواپه پرتله شتمن شويدي ، خو ښه به دا وی چې دوی نور هم شتمن شی .