<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-20 20:02:21    
د ړاندوکسانو سينما

cri

په چين کې د معيوبينو شمير نژدي شپيته مليون تنو ته رسيدلي دي ٠ د ټولنې د يوې ځانګړې ډلې په توګه د دوي ګټې نه يوازي د چين د قانون له مخې تامين شوي ، بلکې حکومت او د ټولنې مختلفو محافلو هم په بېلا بېلو برخو کې دوي ته زياتې پاملرنې ورکړي دي ٠ د بيچينګ د ګو لو دلويديځ سړک په يوه انګړ کې يوه ځانګړي سينما شته چې مساحت يي نژدي ديرش مربع متره دي ٠ په دغه سينما کې د فلم ښودلو پرده نه شته او يوازي پکې يو تلويزيون ،يو دي وي دي او يو ميکروفون ايښودل شوي دي ٠ په دغه سينما کې نندارچيان ټول ړانده کسان دي ٠ راهنما د فلم د راهنمايي کولو له لارې د فلم محتويات او د فلم تصوير ړاندو کسانو ته ښيي ٠ که څه هم دغه سينما کوچني ده ، خو ړاندو کسانو ته يي ډيره خوښۍ رسولې ده ٠ اته څلويښت کلنه ميرمن لي ګوي جي چې په ٢٠٠١ کال کې يي دوې سترګې ړندې شوې ، د دغه سينما يوه دايمي کتونکې ده ٠ هغې وويل چې په خپل کور کې هيڅوک ما ته د فلم معني نه وايي ، ځکه اولادونه مي درس لولي او خاوند مي کار ته ځي ٠ اته شپيته کلن ښاغلي هو جيان ګو وويل چې په دغه سينما کې د فلم تصوير ټول د راهنما له خوا مونږ ته په ښه ډول څرګند شوي چې د کيسې د اوريدلو په شان دي ٠

دغه سينما د ړاندو کسانو له پاره په وړيا توګه خلاصه شوې ، د ٢٠٠٥ کال د جولاي په مياشت کې له پرانستلو څخه تر اوسه پوري په دغه سينما کې د څه د پاسه دوو سوه تنو ړاندو دوستانو ته څلويښت ځله فلمونه ښودل شوي دي ٠ د دغه سينما جوړونکي ښاغلي

دا وي اته څلويښت کلن دي او د دغه سينما عمده لارښوونکي هم دي ٠ هغه وويل چې د فلم ويل يو په زړه پوري کار دي ٠ د فلم ويلو په بهير کې مونږ د ليدنې له پلوه دوي ته د اړوندې معني له څرګندولو وروسته په فلم ښه پوهيږي ، ښاغلي دا وي وويل چې د دغه سينما جوړولو موخه په ځانګړي ډول ړاندو دوستانو ته مرستې برابرول دي ٠ له ړاندو کسانو سره د ښې تبادلې له پاره ښاغلي دا وي خپلې سترګې پټې کړې او د خپلې ښځې په ملګرتيا په لار کې ګرځي چې د ړاندو کسانو د زړه نړۍ احساسوي او په لا ښه شان سره دوي ته د فلم معني څرګندې کړي ٠ ښاغلي دا وي وويل کله مې چې سترګې پټې شوې او په لار کې وګرځم ، په زړه کې مي ډير ځايونه خالي شوي او ډير شکونه هم رامنځته کيږي ٠ نو د فلم کتلو په وخت کې زمونږ د ښو توضيحاتو له لارې دوي لا زيات معلومات تر لاسه کولي شي او زړه به يي هم له خوشحالي ډک وي ٠

د ښاغلي دا وي تر اغيزې لاندې مخ په زياتيدونکي وګړي غواړي چې د ړاندو کسانو په سينما کې خدمتونه وکړي ٠ميرمن ون چيو فان تير کال په دغه سينما کې په خدمت پيل وکړ ٠ هغې وويل چې تير کال يوه ورځ چې سخته واوره اوريده ، څه د پاسه لس تنه ړاند کسان سينما ته راغلل چې له دوي څخه ځيني يي د دريو ساعتونو او څو ځلو بسونو په سپرليو راغلي وو ٠ نو د دوي د دغې هيلې په وړاندي ما مسؤليت احساس کړ چې بايد د دوي له پاره ښه خدمت وکړم ٠ اوس ډير داوطلبان په دغه سينما کې خدمت کوي ٠ محصل شين چوان وويل چې په خدمت کې مونږ احساس کوو چې دوي په ريښتيني توګه زمونږ مرستو ته اړتيا لري ٠ داوطلبانو په خپلو

تودو احساساتو سره ړاندو کسانو ته د ژوند ښکلي رنګونه وربښلي او په خپلو ريښتيني او صادقانه اوازونو يي ړندو کسان په زړه پوري فلمونه کتلي دي ٠

اوس دغه سينما ډير شهرت يي موندلي دي ٠ له دي امله چې دغه سينما يو ه ټولنيزه او خدمتي سينما ده ، نو پکې ګټې نه شته ٠ ښاغلي دا وي وويل دي يوازي هيله لري لږ څه ريښتيني کار وکړي او اړو وګړو ته ريښتيني مرستې برابرې کړي ٠ اوس هغه چمتو دي چې د فلم د ويلو د غږ سي دي جوړ شي او پريږدي چې د ليري ځايونو لا زيات ړاند کسان د فلمي هنر له نعمت څخه برخمن شي ٠