<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-20 20:21:59    
د چين په پوهنتونونو او پوهنځيو کې د شامليدو لپاره د ازموينو ميکانيزم اصلاحاتو ته اړتيا لری

cri

څو ورځې مخکې د چين په پوهنتونونو او پوهنځيو کې د شامليدو يا کانکور ازموينه تر سره شوه چې لس مليونه زده کوونکيو په کې ګډون درلود. په ١٩٧٧ کال کې د چين د دغې ازموينې ميکانيزم بيا اعاده شوی او تر اوسه پوری پرې ديرش کلونه تېر شوی دی.

د بيجينګ پوهنتون ټولنيز کارپوه شيا شوی لوان په دې هکله وويل اوس په چين کې په پوهنتونونو او پوهنځيو کې د شامليدو لپاره د کانکور ازموينه يوازنۍ لار ده چې له مخې يې په عادلانه توګه استعداد لرونکی کسان ټاکل کېږي او دا د زيات شمېر وګړيو د منلو وړ ميکانيزم دی. دغه ميکانيزم په بېلا بېلو ټولنو کې په تېره بيا د ساينس او تکنالوژی په ساحه کې د غوره کارکوونکيو روزنې او د يو ابتکاري هېواد په أبادۍ کې رول لوبولی دی.

زده کوونکې لي شياو نان اوس په بيجينګ پوهنتون کې زده کړه کوي چې تېر کال په کې شامله شوې ده، د دې په نظر د کانکور ازموينه يو عادلانه ميکانيزم دی او هر څوک د دغې ازموينې له لاری په لوړو ښوونځيو کې روزل کيدای شي. هغې وويل که دغه ازموينه نه وي، ښايی چې ما په خپل ټاټوبی يا يو کوچنی ښار کې په عادی کار لاس پوری کړی وي، خو د ازموينې له لارې مې يو ښه فرصت تر لاسه کړ چې له امله مې يې باورمی ټينګ شوی دی. زما په اند دغه ازموينه ډېره معقوله ده.

زيات شمېر کسان د زده کوونکې لي شياو نان د نظر په شان د دغې ازموينې ميکانيزم منلی دی.خو د چين په ټولنه کې له ديرشو کلونو راهيسی ستر بدلون راغلی

او د اقتصادی پرمختيا سويه تر زياتې اندازې پوری چټکه شوې ده، نو په لوړو

ښوونځيو کې د زده کړې په اړه د وګړيو غوښتنه زياته شوې ده. په دې حال کې د دغه ډول ازموينې ميکانيزم اصلاحات د فکر وړ مسئله ګرځيدلې ده.

د ښوونې د کارپوهانو په اند اوس که څه هم د کانکور ازموينه يو ډول عادلانه ميکانيزم دی، خو دغه ازموينه پر زده کوونکيو باندی زيات فشارونه هم راوړي چې پر هراړخيزه توګه د ځوانو زده کوونکيو د سويې لوړتيا لپاره ګټوره نه ده.د دې تر څنګ په ازموينه کې يوازې د ځينو ساحو محتويات شامل دی، نو دغه ازموينه په مختلفو برخو کې د استعداد لرونکيو کسانو ټاکلو لپاره هم ګټه نه لری.

په دې هکله د چين د ښوونې وزارت چارواکيو د دغې ازموينې په ميکانيزم کې د اصلاحاتو وړانديز کړی او ګام په ګام يې ګټور تدبيرونه نيولي دي. د بيلګې په توګه د ١٩٩٨ کال په ازموينو کې د چينی ژبی، درياضياتو ، انګرليسی ژبی د درسونو او انسانی يا طبيعی عملونو د يو عمومی درس په اړه پوښتنې ځای شوې دي. دغه لايحه د زده کوونکيو د هر اړخيز پرمختګ لپاره ګټوره ده او د دوی هر کلی يې تر لاسه کړی دی. زده کوونکې لي شياو نان وويل د يو عمومی درس ازموينه د زده کوونکيو د توان پياوړتيا لپاره ګټوره ده چې بېلا بېلې پوهنې پکې استعماليږی. دا د پخوانۍ ازموينې په پرتله يو ډېر ښه بدلون دی.

بر سيره پر دې د ازموينې ميکانيزم په اصلاحاتو کې يو لړ خوندور تدبيرونه هم پلی شوی دی، د بيلګی په توګه له ٢٠٠٣ کال څخه د ازموينې تر سره کولو وخت له پخوا

څخه چې په جولای کې و، مخکې شوی يا هم په جون مياشت کې تر سره شوې دي. په هغه وخت کې تودوخه ډېره لوړه نه وي، نو د زده کوونکيو د احساساتو أرامتيا لپاره ګټور دی. په همدې وخت کې په ازموينې کې د ګډون کوونکيو د عمر محدوديت لغوه شوی چې اوس هر څوک په کې برخه اخيستلای شي.