<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-22 17:22:10    
چين د کلتوري ميراثونو د ساتنې په نړيوالی همکارۍ کې ګډون کوي

cri

چين اوږد تاريخ او ځلانده کلتورونه لري . اوس مهال په چين کې شپږ پنځوس قومونه خپلې کلتوري ځانګړتياوې لري. د چين حکومت د داسې پاتي شويو کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره په ډېرو اړوندو نړيوالو تړونونو کې ګډون کړی او له اړوندو نړيوالو ټولنو سره يې نژدی همکاری هم کړی ده. د هنر او کلتور پروګرام په ننی کړۍ کې به تاسو ته د دغو همکاريو په اړه څه معلومات درکړم.

په نولس سوه او پنځه اتيايم کال کې د چين حکومت د نړۍ د کلتوري او طبيعی ميراثونو د ساتنې په تړون کې ګډون وکړ. په نولس سوه اوه اتيايم کال کې لوی ديوال او امپراطوري ماڼۍ د نړۍ د کلتوري ميراثونو په لست کې شامل شول. د تېر کال تر جولای پورې په چين کې د پانداګانو د اصلی او طبيعی ځايونو په ګډون دری دېرش ځايونه او اثار د نړۍ د کلتوري او طبيعي ميراثونو په توګه پېژندل شوي چې دغه شمېره په نړۍ کې دريم ځای نيسي.

د م م د ښوونې، ساينس او کلتور سازمان د نړيوالو ميراثونو کمېټه د ميراثونو د ساتنې په ساحه کې يو ډېر مهم ارګان دی چې په ياد شوی لست کې د شاميليدو په اړه د پريکړې حق لري. د نړۍ د ميراثونو مرکز مشر فرانسيسکو باندرين څو ځلی چين ته سفر کړی دی. ده وويل چين ته سفر ډېر مهم دی. دغه هېواد بېلا بېلې طبيعی او کلتوري سرچيني لري او اوس

په نړۍ کې د ميراثونو د درلودولو له پلوه دريم لوی هېواد دی. د چين حکومت په تېرو شلو کلونو کې د کلتوري او طبيعی ميراثونو د ويجاړۍ د مخنيوۍ لپاره ډېر اغيزمن تدبيرونه نيولي دي. حکومت د راتلونکو نسلونو لپاره د دغو ميراثونو اهميت ته هم پاملرنه کوي. مونږ له چيني حکومت سره ښه همکاري لرو او په چين کې ښه ملګري هم لرو.

په وروستيو کلونو کې په چين کې د ميراثونو د ساتنې په اړه يو شمېر مهمې نړيوالې غونډې تر سره شوي او يو شمېر ارګانونو په دغه هېواد کې د ميراثونو د ساتنې لپاره خپلې څانګې هم جوړې کړي دي . په دوه زره او څلورم کال کې د ميراثونو اته ويشتمه نړيواله غونډه د چين په جنوبی ښار سو جو کې تر سره شوه او د سو جو پريکړه پکې تصويبه شوه. په دوه زره او پنځم کال کې د م م د سلا مشورې يو مهم ارګان يعنی د نړۍ د لرغونيو أثارو شورا د چين په شمال لوېديځ ښار سي ان کې د دغه ښار د ساتنې مرکز جوړ کړ او دنده يې د کلتوري ميراثونو په لست کې د بېلا بېلو هېوادونو د غوښتنو په اړه د سندونو ټولونه او ترتيب دی.

د چين د کلتوري ميراثونو د دولتی ادارې مرستيال ښاغلی ځانګ بو وويل د دغه مرکز د جوړولو په وخت کې ځينو هېوادونو دا پوښتنه درلودله چې دغه مرکز ولی په چين کې جوړ شي؟ زما په أند په چين کې د دغه مرکز له جوړولو څخه څرګندېږي چې د کلتوري مراثونو د ساتنې نړيوال ارګانونه د کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه د چين د کارونو ستاينه کوی او په درنه سترګه ورته ګوری. زموږ مقام لوړ شوی دی.

چين د کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره د بهرنيو هېوادنو له تجربو څخه ګټه هم اخيستی ده. په چين کې د کلتوري ميراثونو ارګانونو له بهرنيو اړوندو ارګانونو سره د اوږدې

مودې نژدی همکاری ساتلی ده.

د چين د کلتوري ميراثونو د دولتی ادارې مرستيال ښاغلی ځانګ بو وويل په وروستيو کلونو کې مو له نړيوالو اړوندو ارګانونو سره همکارې پياوړې کړې ده. دا زمونږ لپاره ډېره ګټوره ده. د همکارۍ په ترڅ کې مونږ خپله دوديزه تکنولوژۍ دوی ته ورکړه او د همکارۍ له برياليتوبو څخه مو ګټه اخيستي ده. نو مونږ په بشپړه توګه له يو بل سره يو.