د چين او روسيې ترمنځ د دوستانه سفر په ترڅ کې له چين څخه د ليدنې په موخه يو مطبوعاتی پلاوی د جيانګ سو ولايت هوا شی کلی ته ورسيد. د روسيې د کرنې ورځپاڼې خبريال حسن کګيرمانوف د دغه پلاوی غړی و چې د دغه کلی له أبادۍ سره يې علاقه وښوده. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه کلی د أبادۍ په اړه د نوموړی د احساساتو په اړه معلومات وړاندی کړو.
ښاغلی حسن د راغلی پلاوي په ترمنځ د پاملرنې وړ يو خبريال دی چې د چين د کليوالو سيمو د أبادۍ په اړه يې پوښتنې زياتې وې او د سفر په موده کې يې له ځان سره د خپلې ورځپاڼې پنځه زره راوړې وې چې د چين خلکو ترمنځ يې وويشي. د جون په ١٩ نېټه دغه مطبوعاتی پلاوی د هوا شی کلی ته ورسيد. د همدی ورځې په غرمه د خبريالانو د ډوډۍ خوړولو په بهير کې ښاغلی حسن د يوې بانډې له يو خاوند سره مرکه وکړه .نوموړی د دغې د مرکې په ترڅ کې د دغه کلی د خلکو د ژوند په اړه په زړه کې خاطره پرېښوده. هغه وويل د چين د کرنې موخه به د دغه کس په شان د زياتو بزګرانو پر زيار او کوشش په اتکا سره تر سره شی.دلته نوی ودانۍکتار په کتار ولاړې دی او صنعت يې هم پرمختګ کړی دی. داسې حالت د چين په نورو کليوالو سيمو کې موجود نه دی چې بزګران يې د تقاعد پروخت پيسې تر لاسه کوي. دغه راز د کارکوونکيو عايدات د چين د نوروسيمو او روسيې په پرتله زيات دی.
ښاغلی حسن د جون په ١٩نېټه ماښام ددغه کلی د ګوندی کميټې له مشر وو شي ان
سره له مرکې وروسته څه معلومات تر لاسه کړل او څرګنده يې کړه چې د دغه کلی وګړيو يوه ښه لار موندلې ده چې لومړی يې صنايعو ته پرمختګ ورکړی او بيا يې له صنايعو څخه د تر لاسه شويو پيسو په کارولو سره کرنې ته پرمختګ ور کړی دی. د کلی د ګوندی کميټې مشر هم د هوا شی د ډلې د عمومی مدير په توګه هم ټاکل شوی چې له امله يې ډېرې پريکړې په مستقيمه توګه کيږي. نوموړی دا هم وويل بايد د دغه کلی تجربې د چين نورو سيمو ته خپرې شی او دغه راز د روسيې خلک هم وکولی شی چې د دغه کلی د پرمختګ تجربې زده کړي.
ښاغلی حسن د روسيې د چيچن جمهوريت په کليوالو سيمو کې زيږيدلی او د يو پوهنتون د کرنې له څانګې څخه فارغ شوی چې اوس په مسکو کې د کرنې په کارونو بوخت دی،نو په اوږده موده کې يې د ځمکو او بزګرانو د ژوند په اړه ژور احساسات لري. نوموړی د خپل دغه سفر په ترڅ کې وليدل چې د چين لويديځی سيمې د ژوند په سويه کې له ختيځو سيمو څخه ځينی واټن لري. د ده په أند بايد د هوا شی کلی د تجربو د خپراوی لپاره کوشش وشی. هغه وړانديز وکړ چې د چين د هوا شی کلی د پرمختګ تجربې بايد د چين نورو سيمو ته پراخې شی او بزګرانو ته د تقاعد پيسی برابرې شی.د چين حکومت د لويديځو او ختيځو سيمو ترمنځ د واټن د له منځه وړلو توان لري، ځکه چې چين له يو عصری صنعتی سيستم څخه برخمن دی.