<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-23 18:59:20    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکيو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . څه موده مخکی زمونږ د پروګرام له لارې ويل شوی وو چې د جولای او اګيست په مياشتو کې به د پروګرام په دغه برخه کې زمونږ د اوريدونکيو د کلبونو په اړه ځانګړی پروګرامونه خپاره شی او مونږ به د اوريدونکيو له کلبونو څخه ځينی کلبونه غوره کړم چې زمونږ د راډيو له پښتو خپرونو سره مينه لری او زمونږ له څانګې سره اړيکی ساتی .

په دغو ورځو کې زياتو اوريدونکيو پخپله يا د خپلو کلبونو په استازيتوب مونږ ته ليکونه رالېږلی دي او پکی يی د خپلو اوريدونکيو د کلبونو تفصلی معلومات بيان کړي . نو د پروګرام په ننی کړۍ کې به تاسو ته د پاکستان د صوبه سرحد د أريانا پښتو أدبی تنظيم د مشر سيد وارث حنيفی په هکله چې له کواټ څخه يې يو ليک راليږلی د بېلګې په توګه تاسو ته وړاندی کړم .

د ده په ليک کې ويل شوی چې ستاسو پروګرامونه په شوق او زوق سره اورو . ستاسې د پښتو پروګرامونه زمونږ د ژوند يوه برخه جوړه شوې ده ډير ښکلی او په زړه پوری دي او هميشه ترې تازه معلومات لاس ته راوړو ستاسې له دغو خدمتونو څخه ډيره مننه کوو او کورودانې در ته وايو او ستاسو د لابرياو په هيله يو .

ستاسې له خوا د پښتو هندارې اوومه ګڼه او يو مهم ليک راورسيد . ډير خوشالا شوم چې په خپل لاس کې مې د پښتو هندارې اوومه ګڼه وليده پښتو هنداره مې ډير په شوق سره ولوسته د سي ار ای پنځه شپيته کلن پرمختګ ترسرليک لاندې مې يو مضمون ولوست چې ډير جالبه او په زړه پورې وه . ليک مې هم ولوست په ليک کې د اوريدونکو د کلبونو په اړه د سيالۍ معلومات ليکل شوی دي چې په ليدلو سره يی ډير

خوښ شوم ومې غوښتل چې زه هم پدې سيالۍ کې په پوره توګه برخه واخلم او د لوی څښتن په مرسته او ستاسې په مهربانۍ برياليتوب ترلاسه کړم .

ګرانو دوستانو ! د حنيفی صاحب په ليک کې د خپل کلب په اړه هم ارزښتناک معلومات ليکل شوي : زما د کلب معلومات د يادونې وړ دي چې د اريانا پښتو ادبی تنظيم سرپرستې افغان کلتوری بهير کوی افغان کلتوری بهير په کوهاټ کې د پښتنو يوه لويه ادبی ټولنه ده چې د څلورو کالو راهيسی پښتو او پښتنو لپاره شپه او ورځ نه ستړی کيدونکې هلې ځلې کوي په دې خاطر مونږ دوی ته خپله سرپرستی ورکړې ده .

برسيره پردی ، د ښاغلی حنيفی په ليک کې د دغه کلب رئيس سيد سيف الرحمن هاشمی او د خپل ځان د ګرځنده ټيليفون شميرو په ګډون نور معلومات هم ياد کړی دي او د پاکستان د صوبه سرحد په کواټ کې د دغه کلب د پرمختګ په اړه زيات معلومات ليکلی دي .

ښاغلی حنيفی په خپل ليک کې دا هېله هم څرګنده کړه چې د راډيو په هکله بايد ووايم چې د پروګرامونو وختونه بايد زيات کړی شی ، د اوريدونکو په نظرياتو بايد غور وشې ، په خبرونو کې دی د نويو موضوعاتو او نويو پيښو په اړه د پښتنو له مشرانو سره مرکې وکړی شی .

د زياتو مشکلاتو سره سره موږ اوس د خپرونې د وخت د زياتوالی او د کيفيت د لوړوالی لپاره کوشش کوو او هېله من يو چې دغه موخه ژرترژره ترسره شی .

ګرانو دوستانو ، که تاسو غواړی زمونږ د خپرونې او چين په اړه معلومات ترلاسه کړئ نو زمونږ څانګې ته د پوستی له لارې ليکونه راولېږئ يا د پرېښنا ليک له لارې له مونږ سره اړيکی ټينګی کړئ .

په پاکستان کی زمونږ پوست بوکس پته دا ده : Gpo post box No.2017

اسلام أباد پاکستان

او زمونږ د بريښنا ليک پته : pushtu@Chinabroadcast.cn