<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-24 19:23:09    
د چنګ فانګ يوان له خوا ويل شوی بهرنی سندری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې چنګ فانګ يوان له خوا ويل شوی ځينی بهرنی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به موږ په ګډه د هغی له خوا ويل شوی د وينزويلا يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی شين مرغه٠

چنګ فانګ يوان په ١٩٦٠ کال کی په بېجينګ کی زېږېدلی او په ١٧ کلنۍ يی د چين د موسيقی په مرکزی پوهنتون کی د ار هو په نامه د موسيقی الی غږول زده کړه وکړه٠ هغی له فراغت وروسته د چين په مرکزی هنری ډله کی د موسيقی الی د غږونکی په توګه کار پيل کړ٠ له ١٩٨٠ کال راهيسی چنګ فانګ يوان د سندرو له ويلو څخه زده کړی وکړی او لومړی ننداری يی ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي٠ په ١٩٨١ کال کی چنګ فانګ يوان د يوی ځانګړی سندرغاړې په توګه د چين د ختيځ د سندرو ويلو او نڅا په هنری ډله کی شامله شوه٠

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د چنګ فانګ يوان له خوا ويل شوی يوه امريکايی سندره واورېده چی نوم يی وو يوه سپينه کوتره٠

چنګ فانګ يوان امريکا، کانادا ، مکسيکو او فرانسی ته سفرونه کړی او څو ځله يی له بهرنيو مشهورو سندرغاړيو سره ننداری وړاندی کړی٠ هغی په وار سره لس

البومونه جوړ او خپاره کړی او په چين کی ډېره مشهوره ده٠

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د جاپان له يو فلم څخه يوه مشهوره سندره واورېده چی نوم يی دی له واښو څخه جوړه شوی خولۍ٠ د يو لړ خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!