<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-24 19:25:03    
د هاليوود په اړه معلومات

cri

هر چا معلومه ده چی د امريکا په لوسانجلس کی يو فلمی ښار شته چی هاليوود نوميږی٠ هالی وود په بريتانيايی ژبه د هغو بوټو نوم دی چی تل شنه وی ٠ خو ښايی چی زيات شمېر کسان په دی نه پوهيږی چی دغه ځای ولی هاليوود نوميږی٠ د نړۍ ته کتنه په نننی پروګرام کی به تاسو ته د هاليوود په اړه په زړه پوری معلومات وړاندی کړم٠ سل کاله مخکی هاليوود يو صحرا او دښته وه ، يو سړی چی ويلکوکس نوميده او عمر يی پنځوس کاله و، په ملکی معاملاتو کی يی زياتی پيسی وګټلی او بډايی شو٠ يوه ورځ يی لويديځ ته د سفر په لاره کی يوه پيغله دايدا وليدله او مينه يی ور سره پيدا شوه٠ ورپسی دوی لوسانجلس ته په کډه ورغلل او د ١٨٨٧ کال د فبروری په مياشت کی يی د رخصتی په يوه ورځ ددغه ښار اطراف ته د سيل لپاره ولاړل او مېرمن ويلکوکس د انځرو يو باغ وليد او و يی غوښتل چی دلته کور جوړ کړی٠ نو ويلکوکس دغه باغ چی مساحت يی اته هيکتاره وو، واخيست٠ خو مېرمن يی د انځرو باغ نوم په هاليوود بدل کړ ځکه چی په خپل ټاټوبی کی يی د هالی وود په چاپيريال کی يوه ټوټه ځمکه درلوده ، نو د خپل پخوانی ملک د يادونی لپاره يی خپل نوی کور په هاليوود ونوماوه څو چی خپل نوی کور يی د خپل ټاټوبی په شان ښکلی شی٠ په ١٩٠٣ کال کی هالی وود د يوه ښار په توګه وټاکل شو، خو اوه کالونو وروسته د اوسيدونکو د کموالی له امله د رايی اخيستنی په وسيلی فيصله وشوه چی هاليوود د لوسانجلس تر اداری لاندی د يوی ناحيی په حيث وټاکل شی٠ څرنګه دغه کوچنی کلی د معتدل اقليم ، بحر ته د نژديوالی ، شا ته د غرونو د موجوديت او د کال په څلورو فصلونو کی د لمر د وړانګو پر پوره والی سربيره په دی څو نسلونو کی د فلم جوړونکو د کوښښ له امله په نړۍ کی د فلمی ښار په نامه ډېره شهورشوی دی٠ په ١٩١١ کال کی په هاليوود کی د فلم جوړونکو لومړی فابريکه جوړه شوه او په ١٩٢٥ کال کی لومړی ناطق فلم توليد شو او ورپسی هر کال څو سوه فلمونه په هاليوود کی توليديږی او په نړی کی ډېر زيات نندارچيان راجلبوی٠

په هاليوود کی چی نفوس يی يوازی يو لک شپيته زره تنه دی ، تقريبأ هر تن د فلم جوړونکو په چارو لګيا دی٠ د مطبوعاتی ذرايعو له مخی ، د امريکا حکومت ته يوازی په ١٩٩٩ کال کی د هاليوود د فلم جوړونکو چارو له لاری اوه مليارډ پنځه سوه مليونه امريکايی ډالره ګټی ورکړل شوی، خو د هاليوود اوسيدونکو لپاره د ژوند او امنيت چاپيريال لاهم خراب دی او کله کله په شپه کی په لارويانو باندی د حملو پيښی پيښيږی٠ نو په دی وروستيو ورځو کی د هاليوود اوسيدونکو د خپلواکی ګټلو د غورځنګ په جوړولو پيل وکړ او له لوسانجلس ښاروالی څخه د جلا کيدو او د هاليوود ښار د بيا جوړيدو غوښتنه يی وکړه٠ له دی امله چی لوسانجلس ښاروالی د هاليوود د مشهور نوم له لاری زيات شمېر توريستان راجلبوی او ډېری زياتی ګټی او ګمرکی محصولات لاس ته راوړی، يقينا لوسانجلس ښاروالی د هالی وود غوښتنه نه شی منلی او برعکس به دغه ګټه اخيستونکی ځای په خپل لاس کی ټينګ ونيسی٠