<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-25 16:33:17    
د شينجيانګ د ملی لږکيو پرستارې

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانواوريدونکو،السلام عليکم! د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د شينجيانګ په طبی پوهنتون کی د لومړی لمبر روغتون څو تنه هغه پرستارې دروپيژنو چې له ملی لږکيو څخه راغلې دي٠

د شينجيانګ په طبی پوهنتون کی لومړی لمبر روغتون په شينجيانګ کی تر ټولو لوی عمومی تدريسی روغتون دی٠ د روان کال د می په دوولسمه نېټه د پرستارو د نړيوال جشن د نمانځنې په وخت کی دغه روغتون يو شمير غوره پرستارې وستايلې چې د دوی په جمله کې د ملی لږکيو زيات نرسانې هم شامل وې او د تعقيم د مرکز پرستاره ما بين نا چې د هوۍ قوم هيوادواله ده ، په دې ډله کی وشميرل شوه٠ د دغه روغتون د تعقيم په مرکز کی د هان ، ويغور او هوۍ په شمول د څو قومونو څه دپاسه شل تنه پرستارې او نورې کارکوونکي شته چې دنده يې د ټول روغتون بېلا بېلو څانګو ته د تعقيم شويو لوښو او ظرفونو برابرول دي٠ دغه مرکز د روغتون يو ډير مهم ځای ګڼل کيږی٠

په ١٩٨١ کال کی ما بين نا د پرستارۍ له ښوونځی څخه فارغه شوه او د شينجيانګ په طبی پوهنتون کی د لومړی لمبر روغتون د تعقيم په مرکز کی يې په کار پيل وکړ٠ هغې خبريال ته وويل : ( غږ ) ٌ په هغه وخت کی هيچا نه غوښتل چې په دغه مرکز کی کار وکړی، ځکه چې د زياتو پرستارو په أند د دغه مرکز دنده د لوښو مينځل دی او دوی هره ورځ له اوبو، پاکوونکو موادو او د مينځلو له پوډرو سره ګډ ژوند کوی، نو په دغه مرکز کی د کار کولو لپاره تکنولوژی په کار نه ده او ښه راتلونکی نه لری٠ خو د يوې مودې له کار وروسته ما له خپل مسلک سره مينه پيدا کړه ٠ زما په أند د تعقيم شويو لوښو او ظرفونو د برابرولو څانګه د هر روغتون لپاره يوه ډيره مهمه څانګه ده ، زمونږ د کار کيفيت د روغتون له طبی کيفيت او امنيت او د ناروغانو له روغتيا سره مستقيمې اړيکې لری٠ ٌ

که څه هم د لوښو او ظرفونو تعقيم د ځينو طبی کاروونکو په أند يو تکنولوژی نه لرونکی کار دی او د ما بين نا نورې ملګري هم په وار سره د تعقيم له مرکز څخه وتلې دي، خو هغه لا هم په جدی توګه پر خپل کار ټينګار کوی او په دغه کار کی نه ستومانه کيدونکی کوششونه کوی٠ په ١٩٩٣ کال کی ما بين نا د سرپرستارې په توګه وټاکل شوه٠ د روغتون د نوی ودانۍ د جوړيدو په وخت کی هغې د خپلو تجربو له مخی د تعقيم مرکز د أبادۍ د نقشې د اصلاحاتو په هکله يو لړ وړانديزونه وکړل٠ د دې په وړانديز دغه نوی مرکز د شينجيانګ د بېلا بېلو روغتونونو د همدغو مرکزونو بېلګه وګرځيد او د نورو روغتونونو مشران او اړوند کارکوونکی هم کله نا کله د تجربو د زده کړې لپاره د ما بين نا له مرکز څخه ليدنه کوی٠ هغې وويل : نورو روغتونونو ته د خپلو تجربو وړاندی کول يو د خوښۍ و ړ کار دی٠

د ويغوری قوم پرستارې صيف جمال د روغتون د عملياتو په کوټه کی د دوولسو کلونو لپاره کار کړی دی٠ څرنګه چې هغه ډيره بوخته ده ، نو خپل دری کلن زوی يې د مور کور ته استولی چې له وروموچی څخه دوه زره کيلومتره ليری پروت دی٠ هغې وويل : ( غږ ) ٌ پخوا زما مور هم يوه پرستاره وه، ان له هغه وخته ما دا احساس درلود چې پرستاری له وياړه ډک او سپيڅلی کار دی، نو و می غوښتل چې په راتلونکی کی د مور په شان يوه پرستاره وګرځم٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چې زما هيله ترسره شوه، نو په کوشش سره کار کوم٠ که څه هم د عملياتو په کوټه کی ډيره بوخته او ستړی يم، خو له خپل کار سره ډيره مينه لرم ٠ ٌ

د نورو خلکو په أند پرستاری يو اسان کار دی، خو په حقيقت کی د پرستارو په غاړه درنه دنده پرته ده، دوی له ناروغانو سره له مسئولانه رويې ، حوصلې او مينې څخه کار اخلی ٠

( غږ ) هره ورځ د قابله ګۍ او نسايی ناروغيو د څانګې پرستاره پاتی ګل چې له ويغوری قوم څخه راغلې، د نوی زيږيدلو ماشومانو پرستاری کوی او د دوی لپاره د بدن تودوخه اندازه کوی، پيچکاری ور ته کوی، دوی لمبوی او روغتيا يې کتنه کوی چې د دوی د بدن بېلا بېل معيارونه عادی دی او که نه ؟ پاتی ګل د ١٩٨٧ کال په اګيست کی د پرستارۍ له ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته دغې څانګې ته راغله٠ هغې وويل : ( غږ ) ٌ په هغه وخت کی زما په أند د ناروغو نارينه وو پرستاری يو ستونزمن کار وو او له ښځينه ناروغانو سره خبرې کول أزاد ښکاری ، دغه راز ما ان د پيغلتوب په وخت کی له ماشومانو سره ډيره مينه درلوده، نو د خپلې غوښتنې پر بنسټ دغې څانګې ته راغلی يم٠ له شلو کلونو راهيسی زه له ولادی ښځو او نويو زږيدلو ماشومانو سره ژور احساسات لرم او نه غواړم چې له دوی څخه جلا شم٠ زه په خوښۍ سره کار کوم او تر خپل وسی پوری ولادی ښځو ته د ماشومانو د پرستارۍ په هکله معلومات وړاندی کوم٠ ٌ

د شينجيانګ د طبی پوهنتون په لومړی لمبر روغتون کی د پاتی ګل په شان غوره پرستارې چې د زړه له کومی ناروغانو ته پاملرنه کوی ډيرې زياتې دي، دوی د خپلو زحمتونو او غوره خدمتونو له لاری د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د خلکو د روغتيا ساتنې لپاره نه ستومانه کيدونکی کوششونه کوی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د ملی لږکيو د څو پرستارو په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې مونږ په نننی پروګرام کی د کوم روغتون پرستارې دروپيژندلې ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړی! ستاسی د برياليتوب په هيله !