<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-25 17:31:33    
د تبت اقتصاد او ټولنه په ښه حال کې دی

cri

ګرانو اورېدونکيو، د چين د تبت د خپلواکې سيمې مشر شيانګ با پينګ چو په وروستيو ورځو کې په بيجينګ کې په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل په وروستيو کلونو کې د تبت اقتصاد او ټولنې چټک پرمختګ کړی او په دغه سيمه کې د بزګرانو او مالدارانو ژوند ښه شوی دی .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د تبت د اقتصاد او ټولنې په باب معلومات وړاندی کړو.

د تبت خپلواکه سيمه د چين په جنوب لويديځ کې پروته ده چې مساحت يی نژدی يو مليون او دوه لکه مربع کيلو متره دی او نفوس يی دوه مليون او اته لکه او لس زرو تنو ته رسيږي چې زياتره يې د تبت قوم وګړي دي .تبت له سمندر څخه څلور زره متره لوړ او طبيعی چاپيريال سخت دی. په ١٩٤٩ کال کې د چين د ولسی جمهوريت له جوړېدو مخکې سيمه ايز اقتصاد وروسته پاتی او خلک ډېر بی وزلی وو. له دی نه وروسته مرکزی حکومت نه يوازی د تبت د پرمختګ لپاره يو لړ امتيازی تګلارې جوړې کړې بلکې دغې سيمې ته يې لازياتې پيسی هم ور کړي دي.

د تبت د خپلواکې سيمې مشر شيانګ با پينګ چو وويل د مرکزی حکومت په ملاتړ او د بېلا بېلو قومونو د خلکو په کوششونو سره د تبت اقتصاد چټکتيا موندلې ده .

 په ٢٠٠٦ کال کې زمونږ د سيمې توليدی ارزښت څه د پاسه ٢٩ مليارډ يوانو ته او په تېرو پر له پسی شپږو کلونو کې د اقتصاد پرمختيايی انډول په سلو کې ١٢ ته رسيدلی.چې د هر تن په سر د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت له لس زره يوانو څخه اوښتی دی. اوس د تبت اقتصاد او ټولنه چټک پرمختګ کوی چې

خلک ترې زياتې ګټې تر لاسه کوي.

نوموړی وويل د چين مرکزی حکومت به له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پوری د تبت د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ او د وګړيو د ژوند شرايطو د ښه والی لپاره څه د پاسه اويا مليارډ يوانه ولګوي چې د تبت د پرمختګ لپاره به هرو مرو نوره زمينه برابره کړي.

ښاغلی شيانګ با پينګ چو هغه خبره رد کړې چې په تبت کې د مرکزی حکومت د پانګونې له امله د تبت قوم کلتور بدل شوی دی .هغه زياته کړه چې تبت د نفوسو د جوړښت له پلوه په سلو کې ٩٢ تبتی وګړي ، په سلو کې ٣ لږه کي خلک او په سلو کې ٥ دهان قوم وګړي لري. نو نوموړی خبره بی بنسټيزه ده.

د تبت دوديز اخترونه او عادتونه لاهم په ښه توګه ساتل کيږي ،په ښوونځيو کې تبتی او چينی ژبې کارول کيږي او دغه راز خلک له مذهبی أزارۍ څخه برخمن دي. په همدی وخت کې مرکزی حکومت د دغې سيمې د کلتور ساتلو لپاره زياتې پيسی لګولې دي مثلأ د بو دا لا ماڼۍ په شمول د زياتو اثارو د ساتلو او ترميمولو لپاره يې پانګه اچولې ده. پردی سربيره مرکزی حکومت د تبت د وګړيو د ژوند د ښه والی لپاره هم کوشش کړی دی .ښاغلی شيانګ با پينګ چو وويل د مرکزی حکومت د پانګونې له امله د لارو جوړولو او څښاک اوبو په شمول زياتې مسئلې حل شوې دي .د روغتيا چارو په اړه مونږ د وګړيو وړيا درملنه کوو.له لسګونو کلونو راهيسی په تبت کې هيڅ ماليات نه شته، نو د وګړيو د ژوند بار سپک شوی دی. د مرکزی حکومت د پانګونې له امله د خلکو په ژوند کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

د معلوماتو له مخې په تبت کې سيمه ايز ايکولوژيکی چاپيريال ډير کمزوری دی.

سيمه ايز حکومت د اقتصادی پرمختګ ترڅنګ چاپيريال ساتنې ته هم په درنه سترګه ګوري او د هغو پروژو ارزونه کوي چې ښايې پر چاپيريال منفی اغيزه وکړي. تر اوسه پوری په دغه سيمه کې د طبيعت ساتنې سيمو شمېر ٣٨ ته رسيدلی او مساحت يې له څلور لکه مربع کيلو مترو څخه زيات شوی چې د دغې سيمې د عمومی مساحت يو په درېيمه برخه نيسی. مشر شيانګ با پينګ چو وويل

 د تبت چاپيريال نه يوازی د تبت خلکو له ګټو سره اړيکی لري بلکی زمونږ د هېواد له ګټو سره هم تړاو لري او د أسيا او أرام سمندر پر ايکولوژيکی مسئلو اغيزه هم کوي. نو مرکزی حکومت زمونږ چاپيريال ته په درنه سترګه ګوري. تبتی قوم تل په دغه سيمه کې ژوند کوي،نو بايد د دغې سيمې د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنې لپاره کوشش وشي.