<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-26 16:10:25    
د چين د قزاقي قوم سندرغاړې مايله

cri

ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام د خپريدو وخت رارسيدلی دی.زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کي يم.هيله ده چې د دغه پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ.

په بېجينګ کې د راغونډولو په نامه فعاليت د ٢٠٠٧ کال د اپريل تر پايه پورې روان وو او د څه دپاسه د شلو هېوادونو او سيمو هنرمندانو په کې ګډون درلود. په دغه فعالت کې د چين د قزاقي قوم سندرغاړې مايله ځانګړی کنسرټ د نندارچيانو په زړونو کې ژوره خاطره ايښې ده. دا نه يوازی د ولسي سندرو په ويلو کې تکړه ده ، بلکې په څو ژبو د مشهورو اوپراګانو د ويلو توان هم لری . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د سندرغاړې مايله په اړه معلومات وړاندی کړم.

سندرغاړې مايله د چين په شينجيانګ کې زېږېدلې او پلار او مور يی دواړه د موسيقی په هنر لګيا دي . دې وويل:

زما پلار سندرې جوړونکی او مور می يوه سندرغاړه ده. په ماشومتوب کې زما د ژړا اواز ډېر لوړ و. پلار او مور مې ويلې چې زمونږ په کورنۍ کې يوه نوی سندرغاړه زېږيدلی ده. څرنګه چې په شينجيانګ کې د مايله نومی سندره ډېره مشهوره ده، نو زما نوم هم مايله کيښود.

د پلار او مور تر اغيزو لاندې مايله له ماشومتوب نه له موسيقې سره مينه لري. دې له اته کلنۍ راهيسی، له پلار څخه د پيانووهلو په زده کړه پيل وکړ او په ١٩٨٢ کال کې د شينجيانګ د يی لي په هنری پوهنځي کې د پيانو په څانګه کې

شامله شوه. په ١٩٨٤ کال کې مايله د چين د مرکزي قومي پوهنتون د موسيقې څانګې ته داخله شوه او له مشهور پروفيسر جو بن چينګ څخه يي د اواز موسيقې زده کړه . په ١٩٨٧ کال کې يې د ملی لږکيو د سندرو ويلو په دوهمه سيالي کې د سپينو زرو جايزه تر لاسه کړه. په ١٩٨٨ کال کې مايله له دغه پوهنتون څخه فارغ شوه او د ښوونکې په توګه په دغه پوهنتون کې وګمارل شوه . په ٢٠٠٢ کال کې مايله د فرانسې د اوپرا د لوی نندارځای په بلنه د نندارو وړاندې کولو دری کلن تړون لاسليک کړ.

مايله د داسې سندرغاړې په توګه چې د نړۍ په ختيځ کې زيږيدلې او وده يي کړې ، د لويديځی اوپرا په سټيج کې يي د خپل هنري استعداد د څرګندولو لپاره ډيره هڅه کړېده . تر هر څه لومړی دا هره ورځ د سهار په لسو بجو د اوپرا په نندارځای کې د اواز تمرين کوي ، غرمه د لږ څه استراحت لپاره بيرته کورته ځي او له غرمې نه وروسته نور دوه او يا دری ساعته تمرين کوي. دې وويل: سندرغاړی د سپورتي لوبغاړي په شان بايد هره ورځ تمرين وکړي، که يوه ورځ تمرين و نه کړي، د سندره ويلو سطح به يی ټيټه شی. مونږ په بهرنيو هېوادونو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ يو. د بېلګې په توګه لومړی د ژبی په اړه ستونزه لرو ، نو د بهرنيو سندرغاړو د استراحت په وخت کې به لا هم له انګريزي او فرانسوي ژبو څخه زده کړه وکړو.

بر سېره پردې، مايله د اوپرا د نندارې تر څنګ په وړيا نندارو کې هم ګډون وکړ چې له دغو نندارو څخه اخيستل شوي عايدات يي په پوره توګه له معيوبينو او يتيمانو سره مرستندويه چارو ته ورکړيدي .د مايله په اند، د اوپرا لوبغاړي ډير بختور دي ، نو بايدد ټولنې لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړي. زما په اند، هر وګړی چې توان لري بايد په خيريه چارو کې ګډون وکړي . زه په ژوند کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ شوې يم او د ډېرو کسانو په مرسته می اوسنی برياليتوبونه تر لاسه کړيدي . په نوروهېوادونو کې يوه اصطلاح شته چې وايی د زرو کلونو په موده کې يو غوره سمندرغاړی رامنځته کيږي او دغه سندرغاړی د خدای له خوا ټاکل کيږي . نو زما په اند، زه د خداي تر حمايت لاندی او د خپل توان او استعداد سره سم د ګڼ شمير نندارچيانو لپاره ښکلي سندرې وايم او له دې لارې له هغو کسانو څخه مننه کوم چې پخوا يي راسره مرسته کړيده. دا زما حتمی دنده ده.