<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-26 16:11:30    
د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د مشال وړونکيو د غوره کولو تګلاره خپره شوه.

cri

د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو انتظامی کميټې د جون په درويشتمه نېټه په بېجينګ کې د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې دوبنۍ سپورتي لوبو د مشالونو وړونکيو د غوره کولو تګلاره خپره کړه. د ټاکنې له مخې به د مشال وړونکو شمير يوويشت زره او اته سوه او اتيا تنو ته ورسيږي او د چين د اولمپيک سپورتي لوبوکميټې تر کنترول لاندی سيمو کې به نولس زره او څلور سوه تنه وټاکل شي او له نورو سيمو څخه به دوه زره او څلور سوه او اتيا تنه غوره شي. د معلوماتو له مخې: اوس په بېلا بېلو سيمو کې د وګړيو شمير ټاکل شوی دی، د بېلګې په توګه د چين په تای بې ښار کې به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د انتظامي کميټې او د ځايی اولمپيک کميټې له خوا په ګډه د ټاکلو شويو لارو چارو له مخی يو سل او شل تنه وګړي وټاکل شي. بر سېره پردې به دغه انتظامی کميټه د چين د بېلا بېلو پوهنتونونو له زده کوونکو څخه د مشال وړونکيو د ساتنې لپاره يو شمير وګړي وټاکي چې شمير به يې پنځه زرو ته ورسيږي.

د معلوماتو له مخې: د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د مشال وړونکيو د ټاکلو فعاليتونه به د ٢٠٠٧ کال د دسمبر له ديرشمې نېټې مخکې پای ته ورسيږي. دغه راز د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو انتظامی کميټې پر دې خبره ټينګار وکړ چې د اولمپيک په مرکزي سټيډيم کې د عمده مشال د اور لګونې

وګړی به د دغې کميټې له خوا وټاکل شي.

د يو بل خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د مشال وړلو په فعاليت کې به دری نړيوال ريکارډونه ټينګ شی چې د مشالو وړونکيو شمير به يې په تاريخ کې ډېر زيات وی او دغه راز د مشال ليږدولو واټن او وخت به ډېر اوږد وي.د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې له خوا له خپرو شويو معلوماتو سره سم، په ٢٠٠٠ کال کې د سيدني د اولمپيک سپورتي لوبو د مشالونو د ليږدولو وړونکيو شمير ديارلس زره او دری سوه تنو ته رسيدلی چې د اولمپيک په تاريخ کې له نورو دورو څخه يې زياتوالی دوهم ځای نيسی.

د يو بل خبر له مخې: د بېجينګ د اولپميک سپورتي لوبو د مشال وړونکيو د ټاکنې پر وخت به د دغو وګړيو په ملګرتيا او د دوی د ساتنې لپاره نور پنځه زره تنه وګړي هم وټاکل شي. د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د انتظامی کميټې د مشال وړلو ادارې مشر خبريالانو ته وويل: د دغو پنځه زره تنو وګړيو د ټاکلو موخه دا ده چې د چين د ځوانانو ترمنځ د اولپميک په اړه معلوماتي روزنه پياوړی شي .

دغه انتظامی کميټه به دغو وګړيو ته ځانګړی جامی برابرې کړي او د نوم ليکنی فورمې به ورکړي. د معلوماتو له مخې: د دغو وګړيو عمده دنده دا ده چې د مشال وړونکيو، په تېره بيا د مشال له معيوبو ليږدونکيو سره مرسته وکړي .