<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-26 18:26:35    
د بېجينګ له اولمپيک لوبو سره د پولند د يوې کورنۍ مينه

cri

د بېجينګ اولمپيک لوبې نه يوازی د مشهورو نړيوالو لوبغاړيو او چينايانو پاملرنه راجلبوي، بلکه بهرنيان هم ور سره ډېره مينه او علاقه لري.

د ښاغلي جانوسز تاتيرا کورنۍ له پولند څخه راغلی او اوس په بېجينګ کې اوسيږی. د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتی کمېټې د روان کال په اپريل کې په نړۍ کې اولمپيک کورنۍ په راغونډولو پيل وکړ. دوی به له هغو کورنيو څخه لس کورنی غوره کړي چې نومونه يې ثبت کړی او ور ته بلنه به ور کړي چې د روان کال د اګست په اتمه نېټه بېجينګ ته راشي. د ښاغلي تاتيرا کورنی لومړی کورنی ده چې په دې ترڅ کې يې خپل نوم ثبت کړی دی.

ښاغلي تاتيرا په وياړ سره زمونږ خبريال ته وويل دی د بېجينګ له اولمپيک لوبو سره نژدی اړيکی لري. هغه وويل

دا ما ته معلوم نه وه چې بېجينګ به بريالی شي که نه، خو په سيالۍ کې د بېجينګ څرګندونې ما ته ژوره خاطره بښلی ده. ما ګومان کاوه چې بېجينګ به ښايی د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبې کوربه شي. کله چې ښاغلي سامارنچ د بېجينګ کوربنۍ د برياليتوب اعلان وکړ، نو چينايانو ته مې مبارکی وويله.

ښاغلي تاتيرا د نهو کلونو لپاره د پولند اولمپيک کمېټې د سرمنشی دنده پر غاړه درلوده. نوموړي د ٢٠٠١ کال په جولای کې په مسکو کې د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې په عمومی غونډه کې ګډون وکړ. په دغه غونډه کې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کوربنی حق په اړه پرېکړه کېده. د جولای د ديارلسمه نېټې په شپه کله چې د دغې کمېټې پخوانی مشر سمارانچ د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبو کوربه هېواد اعلان کړ، ښاغلی تاتيرا له څو تنو چينايانو سره يو ځای ناست و. نو کله چې بېجينګ د اولمپيک لوبو د کوربنی حق تر لاسه کړ، دی لومړی سړی و چې بېجينګ ته يې مبارکی وويله.

دا چې ښاغلي تاتيرا د اوږد وخت لپاره په سپورتی لوبی بوخت دی او د بېجينګ اولمپيک لوبې به راتلونکی کال تر سره شي، نو دی د کار لپاره بېجينګ ته راوليږل شو. نوموړي د اولمپيک کورنيو په راغونډولو کې د ګډون په اړه وويل د بېجينګ اولمپيک لوبې ستره جلبونه لري. ډېر زيات بهرنيان غواړی چين او دغه راز پلازمينې بېجينګ ته راشي. د ده کورنی اوس په بېجينګ کې ده، نو دوی غواړی له اولمپيک لوبو سره نور نژدی شي.

د تاتيرا کورنی د اولمپيک لوبو په شپږو دورو کې ګډون کړی و. ښاغلي تاتيرا وويل په ١٩٦٠ کال کې د روما اولمپيک لوبو په موده کې دی يو دوولس کلن هلک و. خو له دغو اولمپيک لوبو وروسته يې له ملګرو سره د خپل استوګنځی په سپورتی ډګر کې د ماشومانو په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی و. په ١٩٩٦ کال کې د ښاغلي تاتيرا کورنی د لومړی ځل لپاره د اټلنتا په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړ چې د ده ټولې کورنۍ ته يې ډېره ژوره خاطره بښلې ده. ميرمن تاتيرا وويل

د اولمپيک هره لوبه بېله ده، خو د اټلنتا اولمپيک لوبو ما ته تر ټولو ژوره خاطره بښلې ده. په هغه کال کې زموږ لور يوازی يوولس کلنه وه، له موږ سره يو ځای شيکاګو ته ورسيده او د پولند پلاوی لپاره يې ډېر تبلغاتی فعاليتونه تر سره کړل. سره له دې چې د اولمپيک لوبو ټول پروګرامونه مو نه وو کتلی، خو په ريښتنی توګه د اولمپيک لوبو ځانګړی فضا احساس کړه.

له اولمپيک لوبو سره نژدی اړيکو د ښاغلي تاتيرا پر لور بياتا تاتيرا ښه اغېزه کړې ده. اوس دوه ويشت کلنه بياتا د بېجينګ د ژبو او کلتور په پوهنتون کې زده کړه کوي او د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې يوې داوطلبې په توګه د کارکولو لپاره کوششونه کوی. هغې وويل

ډېر ملګري له ما څخه پوښتنه کوي چې د بېجينګ بڼه څنګه ده. دوی چين ته د راتګ هيله لري. زه غواړم د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې خپلو نړيوالو ملګرو ته مرسته برابره کړم.

ميرمن تاتيرا وويل زموږ کورنی له اولمپيک لوبو سره نژدی اړيکی لري او دا يو واقعيت دی چې ډېر عادی وګړي هم له اولمپيک لوبو سره نژدی اړيکی لري. اوس په بېجينګ کې هر تن په بېلا بېلو لارو چارو د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره تياريانې نيسي.