<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-27 17:33:15    
ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ او دده په ژوند کې درې ځله ټاکنې

cri

څه د پاسه ديرش کلن ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ د خپل کار د څه د پاسه لس کلونو په تاريخ کې له دري ځلو مهمو ټاکنو سره مخامخ شوي چې په دي بهير کې يي له يو ديپلومات څخه په يو سوداګر بدل شوي او بيا د پوهنتون په يو ښوونکي بدل شوي دي ٠ عمومأ هو سړي يو ثابت کار غواړي ، خو ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ داسي نه دي ٠

پنځه ديرش کلن ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ په ١٩٩٥ کال کې د بيجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون د ايتاليا ژبې له څانګې څخه فارغ شو او په همدغه کال کې يي د غوره برياليتوبونو په تر لاسه کولو سره د بهرنيو چارو وزارت داروپايي چارو د ادارې له خوا ومنل شو ٠ تر يو کال وروسته هغه بيا په ايتاليا کې د چين لوي سفارت ته وليږدول شو ٠ د يو ديپلومات په توګه د دوه کلونو کار کول ور ته د ژوند ډيرې تجربې برابرې کړي دي ٠ هغه مهال ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ دا هيله درلوده چې د ژوند په يوه نوي لاره کې ګام واخلي ٠ نو له ژور غور وروسته يي پريکړه وکړه چې د ديپلومات له دندې څخه استعفا وکړي او په سوداګريز کار پيل وکړي ٠ د نورو په سترګو کې د ديپلومات دنده د وياړ وړ کار دي او د غوښتلو امکان يي نژدي نه شته ٠ خو د ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ په أند خپله ټاکنه يي سمه وه ٠ هغه وويل چې د بهرنيو چارو په وزارت کې کار کول زما له پاره ډير ګټور دي او زما د راتلونکي کار له پاره يي زياتې مرستې او تجربې برابرې کړي دي ٠ زما دغه ټاکنه ارزښت لري او زه هيڅکله

پښېمانه نه يم

له خپلي دندې څخه د استعفا وروسته ښاغلي وانګ په يو کلتوري شرکت کې په کار پيل وکړ ٠ هغه وويل چې په لومړي وخت کې هغه د فلم او تلويزيوني پروګرام د تبادلې په کارونو کې بوخت و ، له دي امله چې هغه په ايتاليا کې د کار زياتې تجربې لري ، نو د ايتاليا له راډيويي او تلويزيوني سټيشينونو سره د اړيکو د ساتلو په هکله عمده دنده په غاړه واخيسته ٠ په دغه شرکت کې ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ دري کاله کارکړي دي او په دي ترڅ کې يي په خپل لوړ توان سره د شرکت له پاره ډير پروګرامونه ګټلي او د شرکت د مشرانو او کارکوونکو له خوا يي ډيره ستاينه شوي دي ٠ له دريو کلونو وروسته ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ خپل شرکت جوړ کړ او د چين او ايتاليا ترمنځ د کلتوري تبادلې چارو ته يي دوام ورکړ ٠ د ٢٠٠٦ کال په جنوري کې د چين او ايتالياترمنځ د کلتوري کال فعاليت په بيجينګ کې پيل شو٠ په دغه فعاليت کې د ايتاليا څه د پاسه شل کلتوري نندارتونونه جوړ او نژدي سل نندارې وښودل شوې چې د ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ شرکت هم په ځينو پروګرامونو کې ګډون درلود ٠

بايد ووايو چې د دغه فعاليت په تر سره کولو سره مخ په زياتيدونکي چيني زده کوونکي د لوړو تحصيلاتو له پاره ايتاليا ته تللي دي ٠ له همدې امله د ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ په زړه کې يوه بله ارزو هم رامنځته شوې ده ٠ هغه وويل چې د يو ښوونکي ګرځيدل تل زما يو خوب دي چې د عمر په څلويښتو کالونو کې د يو ښوونکي په توګه ګرځيدل زما د عمر وروستۍ ټاکنه ده او دا زما د کورني اغيزې

نتيجه هم ده ٠ ځکه د ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ په زړو نسلونو کې څه د پاسه شل ښوونکي موجود وو٠ که څه هم ښاغلي وانګ د سوداګرۍ په برخه ډيره تکړه دي ، خو هغه سوداګري د خپل ټول عمر غوښتنه نه بولي ٠ کله چې هغه دا خبر واوريد چې وايي د چين او ايتاليا د لوړو مدرسو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا پريکړه ليک به د دواړو هيوادونو د ښوونې په وزارتونو کې لاسليک شي او د چين د شانګهاي د تونګ جي پوهنتون به لومړي د نوموړي پريکړه ليک د لاسليک کيدو له نعمت څخه برخه من شي ، نو ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ سم د لاسه پريکړه وکړه چي يو ځل بيا خپلې چارې بدلې کړي ٠ په هغه وخت کې د تونګ جي پوهنتون په اړه د چين او ايتاليا پوهنځي تازه جوړ شوي وو، د ايتاليا ژبې ښوونکي ته يي زياته اړتيا درلوده ٠ نو د دغه پوهنځي د مشرانو سره له مشورې وروسته ښاغلي وانګ د ايتاليا ژبې د ښوونکي په توګه ومنل شو ٠ ويل کيږي چې ښاغلي وانګ ژوي ګوانګ چې له بيجينګ څخه تر شانګهاي پوري او له يو سوداګر څخه په يو ښوونکي بدل شوي ، اوس د خپل عمر د دريم رول په کار پيل کړي دي ٠