<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-27 17:40:51    
د چين په باو دين ښار کې د لمری انرژۍ کارونه

cri

اوس د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د باد ، لمری وړانګو او تر ځمکې لاندې د تودوخې استعمالولو تکنولوژيو د دودولو چارې روانې دي چې له حده زيات په سکرو ، نفتو او ګازو د اتکا حالت بدل شی . د چين په شمالی ښار باو دين کې د لمر انرژۍ کارونه د نورو ښارونو لپاره مخکې او يوه ښه بېلګه ده .

ترافيکي څراغونه عمومأ د بريښنا په وسيله بليږي ، خو په باو دين ښار کې د څراغ ستنې په پاسنی برخه کې د لمري انرژۍ د بطري يوه تخته نصب شوېده چې د لمر له وړانګو څخه اخيستونکې انرژۍ په بريښنا بدله او د ترافيکي څراغ کارونه تامينوی . د دغه ډول ترافيکي څراغ په استعمالولوسره ډيره بريښنا سپميږي او چاپيريال ته هيڅ ککړتيا نه رسيږی .

يو ښاری وويل زما په اند دا ډول څراغ ډير ښه دی او ډيره بريښنا سپميږي .

د باو دين د عام ترانسپورت د ادرې مشر ليو تاو خبريال ته وويل چې اوس په باو دين ښار کې د دوه ويشتو لارو په دواړوغاړو کې د لمری انرژۍ په وسيله ترافيکي څراغونه نصب شويدي چې دغه اندازه د ښار د ټولو لارو دوه سلنه برخه نيسی . ده وويل دا ډول ترافيکي څراغ ښيګڼې دا دې : لومړی دا چې د بريښنا د تامين شکل بدل شوی دی . دوهم دا چې د بی سيمې ليږدونې سيستم استعماليږي يعنی د ترافيکي څراغونو د نصبولو په ترڅ کې د کيبلونو ښخولو ته اړتيا نشته .

د باو دين ښار د لارو څراغونو ادارې د سرانجنير ښاغلي جاو وان ځن په وينا په تير يو کال کې د لارو په دواړو غاړو کې د لمری انرژۍ په کارولو دوه سوه څراغونه نصب شويدي . اوس په ښار کې عمومأ د دوه سوه او پنځوس واټونو په اندازه د سديم

څراغونه استعماليږي چې هر څراغ د شپې د لسو ساعتو لپاره نژدې درې کيلوواټ ساعت بريښنا مصرفوي او تير کال يي د بريښنا لګښت پنځلس مليون يوانو ته ورسيد . که د لمري انرژۍ په وسيله د څراغونو په کارولو سره به زياتې پيسې وسپمول شي .

د ښاغلي وان په وينا ښاروالی د استوګنې په سيمو او باغونو کې هم د دا ډول څراغ د نصبولو پلان جوړ کړی دی چې د مين چان يون په نامه د استوګنې سيمه لومړی ګټه اخيستونکې سيمه ده . ددې سيمې يو سپين ږيری جانګ وويل دا ډول څراغ د شپې پر مهال په اتوماتيک ډول بليږي . له پخوانيو څراغونو څخه کله نا کله بريښنا پرې کيده . خو اوس دا وضع نه ليدل کيږي او ددې تر څنګ ډير بريښنا سپميږي .

د معلوماتو له مخې د لمري انرژۍ څراغ د دودولو لامل دا دی چې په باو دين کې په کال کې لمرلرونکي ورځې ډيرې دي . برسيره پردې په دغه ښار کې د لمری انرژۍ په هکله صنعتي چارو ډير پرمختګ کړی دی . د تيرې پيړۍ په نويمه لسيزه کې د لمر انرژۍ بطري توليدولو شرکت په دغه ښار کې جوړ شو . د دغه شرکت مشر شن يون له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل موږ به د ښاروالۍ لخوا له ټاکل شوي پلان سره سم هغه نوي توليدات جوړ کړو چې هم واقعي ارزښت او هم ښکلا ولری .

له دې امله چې په باو دين ښار کې د لمري انرژۍ د کارولو په ازموينه کې ټاکل شوي برياليتوبونه ترلاسه شوي دي ، نو په راتلونکيو څو کلونو کې به د تودو اوبو د برابرولو او د تودوخي اخيستلو په ساحه کې هم لمري انرژۍ وکارول شی . د دغه ښار د اصلاح او پرمختګ د کمېټې مرستيال څاو جي دونګ وويل زموږ پلان دا دی چې د دريو يا پنځو کلونو د کوششونو له برکته به په ټول ښار کې پر ترافيکي څراغونو

برسيره د لارو او انګړونو څراغونه او تزييني څراغونه د لمري انرژۍ په وسيله

روښانه شي . دغه راز د استوګنې په نويو سيمو کې به د ژمي په موسم کې د تودوخې او په دوبی کې د حمام لپاره لمري انرژۍ وکارول شی . باور دی چې دغه هدف به په ټاکلې موده کې ترسره شی .