<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-27 19:11:38    
د کرنې په ساحه کې د ماشومانو د استخدام عملونه بايد له منځه يووړل شي

cri

د جون دوولسمه نېټه د ماشومانو د استخدام پر ضد له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د روان کال په دغه ورځ د کارګرانو نړيوال سازمان په ژنيو کې د م م د غلودانو او کرنې سازمان، او د کرنې پرمختيا د نړيوال صندوق په شمول له پنځو نړيوالو سازمانونو سره د کرنې په ساحه کې د ماشومانو د استخدام مسئلې په هکله د همکارۍ نظريی يوه اعلاميه لاسليک کړه. په اعلاميه کې ټينګ هوډ څرګند شوی چې لومړی بايد د ماشومانو د استخدام عملونو سرچينه چې د بی وزلی د له منځه وړلو او د ژوند د ښه والی لپاره کارونه تر سره شي او د کرنې په برخه کې د ماشومانو د استخدام مسئلی د حل لپاره ګډ کوشش وشي.

د ماشومانو د استخدام پر ضد د روانې نړيوالې ورځې عمده موضوع د راتلونکي لپاره له کرهنيزو چارو څخه د ماشومانو ځان ژغورل دي. د يوې شمېرنې له مخې اوس شاو خوا ١٣٢ مليونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه تر څوارلسو کلونو پوری دی، د کرنې په ساحه کې کار کوي چې د ټولو ماشومانو کارګرانو د شمېر په سلو کې اويا برخه نيسي. نو کرهڼيزې چارې د ماشومانو د استخدام مسئلی د حلولو يوه مهمه برخه ده.

د کارګرانو نړيوال سازمان له خوا په خپاره شوی راپور کې ويل شوی چې د ماشومانو د ودې په ترڅ کې بايد روزنه او لوبې کول د دوی د ژوند يوه مهمه برخه وګرځي. په دې ترڅ کې بايد دوی د پوهنې او تکنالوژی زده کړه وکړي او خپله روغتيا وساتي چې له لويېدو وروسته په ټولنې کې د کارونو لپاره چمتو وي. خو اوس ډېر زيات شمېر ماشومان له ښوونځيو څخه ليری دی او په کرهنيزو چارو کې د لويانو په شان

کارونه تر سره کوي. زيات کارونه، کرهڼيز درملونه، ماشينونه او تاسيسات د کوچنيانو بدنونو او روغتيا ته زيان رسوي.

د کرهڼيزو تګلارو د جوړولو په هکله د نړيوالې ټولنې يو چارواکي تود بنسن وويل بېوزلي د ماشومانو د استخدام يوه سرچينه ده. ځکه دغه ماشومان ټول له داسې بېوزلو کورنيو څخه راغلی چې د دوی د روزنې توان لري، نو بايد د دوی لپاره پيسی برابرې شي.

د کرهنيزو چارو او د کارګرانو د نړيوالې ټولنې چارواکي هانس ولاف نيلسون په دې نظر دی چې د کوچنيانو د عادی ژوند لپاره بايد لومړی د دغو کوچنيانو د کورونو لويانو ته کارونه برابر شي چې د کارونو عايدات يې د کورني ژوند لپاره يو بنسټ جوړ کړي او د خپلو کوچنيانو د زده کړې او روزنې توان ولري.

د م م د غلودانو او کرنې سازمان چارواکي کاری تاپولا وويل د کوچنيو کارګرانو د استخدام مسئلی په حلولو کې زياتې پيچلې ستونزې شته چې د حل لپاره يې بايد حکومتونه، ټولنې، د کرهڼيزو چارو خواندان او د کارګرانو ټولنې خپل منځۍ همکارۍ وکړي. که د بېوزلو وګړيو ژوند ښه نه شي، د ماشومانو د استخدام مسئله به له منځه يو نه وړل شي.تر ٢٠١٦ کال پوری د ماشومانو د استخدام عملونو د له منځه وړلو په هکله د زريزې موخې پلی کولو لپاره بايد نړيواله ټولنه ګډ کوشش وکړي. د انسانانو راتلونکي لپاره بايد کوچنيانو ته يو امنيتی او خوشحاله چاپيريال برابر شي.په همدې ورځ له غرمې وروسته په ژنيو کې د م م په مقر کې د سويس کوچنيانو پنځه سوه بالونونه هوا ته والوزول چې د کوچنيانو هيلې او ارزګانې يې څخه څرګندولې.