د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی ، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند وانګ شين پۍ د جون په ٢٨ نېټه په يوه نوبتی مطبوعاتی غونډه کی وويل : د چين او پاکستان ترمنځ د أزادې سوداګرۍ په هکله تړون چې د دواړو هيوادونو د حکومتونو لخوا لاسليک شوی، د راتلونکی مياشتې په لومړی نېټه به پلی شی او له مخی به يې د ګمرکی مالياتو د کمولو او يا نه اخيستلو بهير په هر اړخيزه توګه پيل شی٠
د نوموړی تړون له مخی، چين به په عمده توګه د مالدارۍ محصولاتو، د اوبو توليداتو، سبو ، کانی موادو او منسوجاتو پر وارداتو او صادراتو باندی ګمرکی ماليات کم کړی او پاکستان به په عمده توګه د پسه او غوايی غوښو، د کيمياوی صنائعو توليداتو، ماشين الاتو او اليکترونی توليداتو د وارداتو او صادراتو ماليات کم کړی٠