<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-28 18:48:53    
د های کو په ښار کې د وو ګونګ معبد او د چي لو ځانګړې ودانۍ

cri

د های کو ښار د چين په جنوب د های نان په ټاپو کې پروت دی چې د سمندر پر غاړه د سيلانی يو مشهور ښار دی. په٢٠٠٧ کال کې دغه ښار د چين د يد نامتو تاريخی او کلتوری ښار په توګه وټاکل شو.

د های کو ښار د های نان ولايت مرکز دی او د دغه ولايت سياسی، اقتصادی او کلتوری مرکز او د سمندری، ځمکنيو او هوايی ترافيکو يو اساسی اډه هم ده. د های کو د ښاری سيمې پراخوالی پنځه ويشت کيلومترو ته رسيږي او نفوس يې کابو څلور لکه تنه دي . های کو په چيني ژبه د سمندري خولې مانا لری چې سمندر ته د دغه ټاپو د تر ټولو لوی نان دو سيند د تويېدو ځای دی. د دغه ښار تاريخ اوږد دی، اوه اته سوه کاله مخکې د چين د جنوبی سونګ په امپراتوری لړی کی په دغه نامه ونومول شو او شپږ سوه کاله مخکې د مينګ په امپراتوری دوره کې په رسمی توګه د يو ښار په توګه جوړ شو.

په دغه ښار کې د وو ګونګ معبد ډېر مشهور دی چې د ميلاد په ١٨٨٩ کال کې د تانګ او سونګ په امپراتوری لړيو کې د پنځو مشهورو شخصيتونو د يادونې لپاره جوړ شوی چې په چيني ژبه وو د پنځه او ګونګ د شخصيت مانا لری. د های نان ولايت د موزيم څيړونکي ښاغلي هاو سی ده وويل وو ګونګ په تاريخ کې ډېر مهم شخصيتونه وو او د های نان د اقتصادي او د کلتوري چارو د پرمختيا لپاره

يي ستر خدمتونه ترسره کړي وو، د بېلګې په توګه دوی د هيواد له مرکزي سيمو څخه

د تکنولوژۍ بېلابېل پرمختللي ډولونه هاي نان ته راوړي وو.

. د وو ګونګ معبد عمده ودانی دوه پوړيزه ده چې جګوالی يي نهه متره دی او د لرګيو ستنې يي سرې او خښتې يي شين رنګه دي . د دغې ودانۍ په دريو اړخونو کې دهليزونه ليدل کيږي او د معبد په منځ کې يو مصنوعی جهيل هم شته چې يو کوچنی ټاپو پکی پروت دی . دغه راز په انګړونو کې د کال په څلورو موسمونو کې ګلان غوړيږي. دومره ښکلې منظرې د سيلانۍ أغلې فونګ يو ستاينه تر لاسه کړې ده.دې وويل دا زما دوهم ځل دی چې های نان ته راځم . لومړی ځل د سمندر کتلو او اوس د سمندر پر اوبو او شنه أسمان سربېره د لرغونو اثارو د ليدو لپاره راغلی يم. د وو ګونګ معبد د ليدووړ ځای دی چې کلتوري محتويات پکې شته دي.

د وو ګونګ معبد ته په نژدی ځای کې د های کو ښار ځانګړي ودانۍ تر سترګو کېږي چې د چي لو په نامه ياديږي په چيني ژبه چی د سپرلۍ او لو د ودانۍ مانا لری او ساختمانی بڼه يي له اروپايي او أسيايي شکلونو سره تړاو لری. دغه ډول ودانۍ عمومأ دوه يا درې پوړيزه دي چې لاندنۍ برخه يې دهليز او منځنی برخه يي د اوسيدو ځای او پاسنی برخه يي بام دی او د هغې کړکۍ بهرنې چوکاټ چې له لارې سره مخ ده، په منبتکاری ښکلی شوی دی. له ليری څخه کتل کېږي چې ودانۍ د لارويانو پر لار سپرلې دی، نو دغه ډول ودانی د چي لو په نامه نوميږي.

د چي لو ودانۍ له نولسمی پيړی څخه تر شلمی پيړی پوری جوړې شوی دی. لومړی ودانۍ په ١٨٤٩ کال کې جوړې شوي او د سی پای لو په نامه ياديږي او ورپسې ډېرې داسی ودانۍ په پرله پسې ډول جوړې شوي دي. د های نان ولايت د موزيم څيړونکي

های سی ده وويل چي لو د هغو کسانو له خوا جوړې شوې وې چې جنوب ختيځې أسيا او يا اروپا ته يي کډه کړې او بيرته خپل وطن ته راستانه شوي وو. دوی له ځايي ساختماني دودونو سره د نورو هېوادونو د ساختمانی بڼو د يوځايښت له لارې د چي لو ودانۍ جوړې کړې چې د چين او نورو هېوادونو تر منځ د کلتوری تبادلې څرګنده نښه ترې ليدل کيږی.

د های کو په ښار کې داسې شپيته تاريخی ځايونه شته دي چې په ښه توګه ساتل شويدي شمېر يې شپيتو ته رسېږي او د چي لو په نامه د ودانيو پنځه سيمې او وو ګونګ معبد ددغه ښار د لرغونی تاريخ راتلونکی دی.

ګرانو اوريدونکو، های کو له ژوند او تازه ګۍ څخه ډک ښار دی چې لرغوني او بهرني کلتورونه په کې په ښه توګه يو ځاي شويدي. باور دی چې په راتلونکې کې به د های کو ښار لا نور هم ښکلی اوأباد وي.