<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-29 17:27:50    
د چيني ځوانانو لخوا پښتو نندارې وړاندې کول

cri

د چین د نړيوالې راډېو محترمو اوريدونکو زه خوشحال تايب د نيکو هيلو او سلامونو په وړاندې کولو سره ستاسې په چوپړ کې يم،هيله مند يم چې په خپلو ورځنيو چارو کې بريالي او د سوکاله ژوند خاوندان اوسئ،په همدې هيله راځو د ننني پروګرام وړاندې کولو ته،ګرانو دوستانو په تېره اونۍ کې مې د چين د خبري رسنيو د پوهنتون د پښتو څانګې په اړه ځينې معلومات درکړل،او ژمنه مې درسره کړې وه چې پدې اونۍ کې به ددغه ټولګي يعنې د پښتو څانګې د زده کوونکيو لخوا د ترسره شويو ډرامو يا تمثيلي ټوټو ځينې برخې هم درواوروم چې پخپله ددوی لخوا په پښتو ژبه نندارې ته وړاندې شوې، دغو زده کوونکيو درې نندارې ترسره کړې چې يوه يې د خټګر په نوم،بله يې د وداد او درېيمه يې د تاماس خان او بنارس خان تر نامه لاندې يوه ريښتيانۍ کيسه وه، دغو زده کوونکيو داسې تمثيل کاوه چې د هر ليدونکي پام يې ځان ته ور اړاوه،او ليدونکي يې تر خپلو اغيزو لاندې راوستل،

لمړۍ کيسه د قادر خټګر په نوم وه چې په هغې کې يوې زده کوونکې د يو بې وزله خټګر رول لوباوه چې د سختۍ شپې ورځې يې تېرولې او هڅه يې کوله چې خپل زوی ته د زده کړو زمينه برابره کړي،راځئ چې ددې نندارې يوې برخې ته غوږ شو:

ددغې نندارې په پای کې يوې زده کوونکې د خپل رول د لوبولو په ترڅ کې په رښتيا سره اوښکې تويولې چې پر ټولو يې ستره اغېزه کړې وه.

دوهمه کيسه بيا د وداد په نوم وه چې له يوې عربي کيسې څخه پښتو ته راژباړل شوې ،د نندارې په ډول ددې کيسې وړاندې کونکيو هم له خپلو ځانونو څخه ښه وړتيا وښودله،وداد چې يوه عربه نجلۍ وه له خپل مين څخه د هغه د ژوند د أبادۍ په موخه جلا شوه،او په ترڅ کې يې زياتې ستونزې وګاللې،پدې برخه کې به يو لنډ شعر ته غوږ شو چې په دې ننداره کې د وداد د رول لوبونکې يعنې د بنفشه له خوا وويل شو:

دريمه ننداره د پښتو يوې ريښتيانۍ کيسې په اړه وه چې دا کيسه موږ هم په ښوونځي کې لوستې وه او د ښوونځي د وخت خاطرې يې را په ياد کړې،په لمړي سر کې يو تن د پښتنو د ننواتې په هکله چې يو ټينګ پښتني دود دی نورو ټولو زده کونکيو ته معلومات ورکړل،او د پښتنو تر منځ د غچ اخيستو او بښنې په اړه يې داسې وويل:

د زده کوونکيو لخوا په وړاندې شوې دغه کيسه کې د تاماس خان او بنارس خان رولونه ډېر ښه ولوبول شول چې تاماس خان له تيرا څخه د مومندو غاړو ته ورځي او هلته دواړه نښته سره کوي،غوږ شئ دې غږ ته:

په دغه کيسه که د تاماس خان او بنارس خان تر منځ د ښکلي ټوپک پر سرجګړه رامنځ ته کيږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې په پايله کې له تيرا څخه ورغلی تاماس خان د مومندو ځوان بنارس وژني او بيا پخپله د بنارس خان کور ته پناه وړي،راځئ چې په ګډه د نندارې يوه بله ټوته واورو:

د بنارس خان د کور مخې ته د هغه ګڼ شمير قوميان او کليوال راټول شوي وو او هغه ته يې د مرګ د سزا غوښتنه کوله خو په پايله کې د تاماس خان پلار د پښتني دود يعنې ننواتې له مخې له هغه څخه د غچ اخيستلو تېر شو او هغه يې وباښه او څو تنه ځوانان يې په بدرګه ورسره واستول چې خپل کور کلي ته يې سلامت ورسوي.

درنو اوريدونکيو نننی پروګرام په همدې ځاي پای ته ورسېد هيله ده چې خپل وړانديزونه نظرونه ،پوښتنې او نيوکې زموږ سره شريک کړئ. پاک الله مو مل شه.