<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-29 18:46:46    
چارلس روبيرت داروين

cri

چارلس روبيرت داروين د ١٨٠٩ کال د فبروري په ١٢ نيټه د برتانيې د شروزباري په علاقه داري کې وزيږيد ، پلار يې په محلي سيمه کې يو مشهور ډاکتر او د برتانيې د شاهي علمي ټولنې غړی و ، نيکه يې يو مشهور فلسوف او ډاکتر و ٠

په نولسمه پيړۍ کې کاپيتاليستي صنعتي انقلاب د سترې ودې په حال کې و ، په هغه وخت کې برتانيه په نړۍ کې د اقتصاد له لحاظه يو قوي او پرمختللی هيواد و ٠د صنعتي کاپيتاليزم د پرمختګ سره سره په طبيعي علومو کې د خلکو علاقه ورځ په ورځ زياتيده چې په دې اثر طبيعي علومو پرمختګ وکړ ٠د داروين پلار هيله درلوده چې زوي يې په راتلونکي کې د ده په شان يو مشهور ډاکترشي ، په دې مقصد د داروين پلار داروين د برتانيې د ادين بورګ پوهنتون طبي پوهنځي ته وسپاره ، خو داروين د طب سره هيڅ علاقه نه درلوده ، برعکس هغه د طبيعي علومو سره ډيره علاقه او شوق وښود ٠ددې نه وروسته داروين د برتانيې د کامبريج په پوهنتون کې زده کړه وکړه ، په دې پوهنتون کې داروين د نبات شناس ستيفان هنسلوو او د جيالوجي پوه سجيويک سره اشنايي وکړه او د سيجيويک سره يې صحرايې څيړنه وکړه٠

په ١٨٣١ کال کې ځوان داروين د پروفيسرهنسلوو په سپارښتنه د طبيعت پوه په توګه يوې پوځي بيړۍ ته پورته شو او د دې بيړۍ سره د نړۍ ډيرو ځايونو ته سفر وکړ او په پنځه کلني سفر کې يې په لوړو غرونو او ګڼو ځنګلونو کې طبيعي څيړنې وکړې ٠ او ډير زيات ارزښتناکې نمونې او د حيوانانو او نباتاتو فسيلونه يې ترلاسه کړل ٠ د طبيعت په هکله د پنځو کالو د څيړنو په موده کې داروين د رنګارنګو نباتاتو او حيوانانو د راټولولو له ﻻري د ژونديو شيانو د قسمونو د اختلافاتو او بدلونونو سره خپله لويه علاقه وښودله ،

په پنځه کلن سفر کې داروين په خپلو سترګو او غوږونو ليدل او اوريدل شوي حالات په ٢٧ کتابچو کې وليکل ، د غو کتابچو د داروين د طبيعي څيړنو او د علمي اثارو د ليکلو دپاره ډير زيات ارزښتناک خام موادونه برابر کړل ٠

د نړيوال سفر د پاي ته رسيدو نه وروسته داروين په خپلوعلمي څيړنو پيل وکړ ٠ د ١٨٣٧ کال د جولاي نه د ١٨٣٨ کال تر فبروري پوري داروين د طبيعي ژونديو شيانو د قسمونو د تغييراتو په باب يو يادداشت خپورکړ، په ١٨٣٩ کال کې داروين واده وکړه او ميرمنې يې د ده دپاره لس اولادونه وزيږول ٠

په ١٨٤٢ کال کې داروين د مرجاني صخرې په باب اثار خپورکړ٠ ددې نه وروسته داروين خپل ټول قوت د ژونديو شيانو د تدريجي تکاملد څيړنې خوا ته واړاوه ٠ د ١٨٤٤ کال په پيل کې داروين يوه حيرانونکي نظريه وړاندې کړه چې وايي په دنيا کې هر ژوندی څيز ثابت نه دی ، بدليدونکی دی ٠دا نظريه په هغه وخت کې د بيولوژي په حلقه کې يو ستر چلينج وګڼل شو٠ په ١٨٥٩کال کې داروين په طبيعت کې د ټولو ژونديو شيانو د مبدا په باب اثر خپورکړ٠ ورپسي په امريکا او المان کې دا اثر چاپ وشو او په ١٨٦٢ کال کې نوموړي اثر په روسيه کې هم چاپ شو٠ په ١٨٩٧ کال کې ددې اثر ځيني برخې په چيني ژبه هم ترجمه شوې ٠ د داروين په دې اثار کې د زياتو حقايقوپه راوړلو سره دا څرګنده شوه چې طبيعي انتخاب د ژونديو شيانو د تدريجي تکامل ميندلو دپاره عمده قوت و او د راز راز ژونديو شيانو ترمنځ نژدې اړيکي لري ، د ژونديو شيانو د مبدا په باب اثر کې د ژونديو شيانو د تدريجي تکامل په باب نظريې د طبيعي او اجتماعي علومو په بيلابيلو ساحو کې پراخه او ژوره اغيزه وکړه٠

د ١٨٨٢ کال د اپريل په نولسمه نيټه مشهور عالم چارلس روبيرت داروين د دنيا سره خداي په اماني وکړه ، د ژوند په موده کې داروين زيات افتخاري لقبونه ﻻسته راوړي وو ٠د بيلګې په توګه د کامبريج د پوهنتون ، د بن د پوهنتون د افتخاري ډاکتر لقبونه او د نورو ٥٧ هيوادونو د علمي انجمنونو او ټولنو د غړيتوب لقبونه هم حاصل کړل ٠