<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-29 19:02:22    
په هانکانګ کې خپل وطن ته د دغې سيمې د بېرته راتګ په اړه يو لړ فعاليتونه

cri

د روان کال د جولای لومړۍ نېټه خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ له لسمې کاليزې سره برابره ده. د روان کال په اپرېل کې په هانکانګ کې د دغې ورځ د لمانځلو لپاره يو لړ فعاليتونه پيل شول. په وروستيو ورځو کې داسی نور فعاليتونه زيات تاوده شوی دي. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو فعاليتونو په اړه څه معلومات درکړم.

د هانکانګ تر ټولو لويې کلتوري ټولنې يعنی د چين د کلتور عمومی ټولنې د ياد شوی ورځ د لمانځلو لپاره د روان کال له جنوری څخه د ځوانانو هنري فيستوال په ګډون څه دپاسه شل فعاليتونه تر سره کړي دي. دغه ټولنه د هانکانګ د دوه سوه هنري ډلو په ګډون اويا زره غړي لري، دوی تل د چينی کلتور پر پرمختګ او د هانکانګ او د هېواد د سترې برخې ترمنځ پر همکارۍ او دوستۍ ټينګار کوي. د دغې ټولنې مشر ښاغلی ګاو جين ده وويل د يادې شوی ورځې په رارسېدو سره د دغې ټولنې فعاليتونه زيات شوي دي. د روان کال د جولای تر پايه پوری به د خطاطی اثارو او انځورونو نندارتون په ګډون دېرش لوی فعاليتونه تر سره شي. ګاو جين ده وويل

زه باور لرم چې دغه نندارتون به د هانکانګ لا زيات شمېر نندارچيان راجلب کړي. دوی به د خپل وطن له هنر او کلتور څخه خوند واخلي. خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ د لسمې کاليزې د رانژدی کېدو په وخت کې د دغه نندارتون جوړونه د

هانکانګ د وګړيو يوه هڅونه ده.

د بوديزم کلتور د هانکانګ په وګړيو کې خپل مهم رول لوبوي. هر کال د بوديزم د بنسټ ايښونکی ساکيامونی د زېږيدني ورځې د لمانځلو لپاره په هانکانګ کې بېلا بېل فعاليتونه تر سره کېږي

همدااوس مو د هانکانګ د ستاينې په نامه د بوديزم د لوی کنسرټ يوه برخه واورېده. په هانکانګ کې د بوديزم د بنسټ ايښونکی د زېږېدنې او خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ د لمانځلو غونډې مشر جيو ګوانګ وويل

په دغه وخت کې د ټولنې د هوسأينې او خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ د لسمې کاليزې د لمانځلو لپاره د هانکانګ د بوديزم ټولنې او د چين د مذهبي کلتورونو د تبادلې ټولنې په ګډه دغه کنسرټ جوړ کړ. بوديزم دين اوږد تاريخ لري او کلتوري معنا يې ډېره ژوره ده. زه باور لرم چې د نن شپې دغه کنسرټ ډېر په زړه پوړی وو. هيله لرم چې تاسی له دغه ښکلی موسيقی څخه خوند اخيستی وي.

له پلان سره سم به د روان کال د جولای په دوهمه نېټه د لسمې کاليزې د لمانځلو لپاره د مروجو سندرو يوه ميله جوړ شي.د دغې پارټی مشر ښاغلي لين جيان مينګ وويل

 خپل وطن ته له بېرته راتګ وروسته د هانکانګ ټولنه ثابته او سمسوره شوې او اقتصاد يې هم پرمختګ کړی. زه وياړم چې له ټولو سره به يو ځای دغه تاريخی وخت ننداره وکړم. د يادې شوې مېلې د تر سره کولو په اړه د خبر له خپرولو وروسته ډېرو سندرغاړو د تيليفون له لارې په دغه مېلې کې د ګډون په اړه د دوی هيله څرګنده کړه.

د معلوماتو له مخې، د هېواد د سترې برخې او هانکانګ ډېر مشهور سندرغاړي او ډلې به په دغه مېلې کې ګډون وکړي.

څو ورځې مخکې د ميرمن توساودس په موميايې شوی ځانګړی موزيم کې د چين په عصري وختونو کې د نامتو څېرو نندارتون د هانکانګ نندارچيانو ته وړاندی شو. د ما ځه دونګ، دن شياو پينګ په ګډون د چين د څو تنو مشرانو مومي بڼې په دغه نندارتون کې ليدل شوی دي.

د خبر له مخې، د روان کال له اپرېل څخه تر ديسمبر پوری به هغه څلور سوه او شپيته فعاليتونه تر سره شي چې د هانکانګ خاصې ادارې حکومت او ملکی ارګانونو له خوا جوړيږی. خپل وطن ته د هانکانګ د بېرته راتګ د لسمې کاليزې په يادوني ورځ يعنی د جولای په لومړۍ نېټه به نه يوزای د لمانځلو مراسم بلکې د بيرغ د پورته کولو او مېلې په ګډون بېلا بېل فعاليتونه هم تر سره شي.