<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-30 18:26:46    
د هه بی په ولايت کې د ګوندی کميټې يو مشر د خپل ټاټوبۍ د أبادۍ لپاره پنځوس مليون يوانه بسپنه ورکړه

cri

د چين د هه بی ولايت د يوانګ نيان ولسوالۍ د ګوانګ فو علاقه دارۍ د دونګ ځي کلی د ګوندی کميټې مشر سونګ فو ژو په وروستيو کلونو کې په خپله ټاټوبۍ کې د پلونو او لارو جوړولو ،له بی وزليو کسانو سره د مرستې او د پانګونې چاپيريال د ښه والی لپاره پنځوس مليون يوانه بسپنه ورکړې او د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ ملاتړ يې کړی دی.

ښاغلی سونګ پخوا د دغه ولايت د فونګ فونګ په نامه د معدنی چارو ادارې يو مشر و، خو د تېرې پيړۍ د اتمې لسيزې په منځنی موده کې يې د سوداګرۍ لپاره له خپلې دندې څخه استعفا وکړه او بيرته خپل ټاټوبي ته يې ستون شو. له هغه وخت راهيسی سونګ فو ژو اوس خپله تصدۍ جوړه کړې ده. په وروستيو کلونو کې د ده د کوششونو له امله اوس د دغې تصدۍ د پلور کلنی ارزښت له ٢٠٠ مليون يوانو څخه اوښتی او ماليات يی هم څه د پاسه ٩٠ مليون ته رسيدلې دي.

ښاغلی سونګ د خپلې تصدۍ د پرمختګ ترڅنګ د خپل کلی سمسورتيا او پرمختګ هم نه دی هېرکړی. په وروستيو کلونو کې هر کال هغه د خپل ټاټوبۍ د أبادۍ لپاره لسګونه مليون يوانه لګولی دی.د بېلګۍ په توګه پخوا د دغې علاقه دارۍ د کمزوری طبيعی شرايطو له امله خلکو د څښاک اوبو له ستونزو سره مخامخ شوی وو. ښاغلی مشر سونګ فوژو د دغې مسئلې د حل لپاره اتيا لکه يوانه پانګه اچولې چې له امله يې د کليوالو وګړيو د څښاک اوبو مسئله حل شوې ده. سربيره

پردی ښاغلی سونګ په خپل ټاټوبي کې د نورو مسئلو د له منځه وړلو لپاره ډېر کوشش کړی دی. پخوا د دونګ ځی کلی د ښوونځۍ کوټې نه وی ترميم شوی ، نو ٢٠٠تنه ماشومانو په نوبتی توګه په شپږو کوټو کې زده کړو کوله. ښاغلی سونګ په دغه برخه کې هم د پوهنيزو چارو د ملاتړ لپاره پنځه لکه يوانه لګولي او يوه نوی ودانی يې جوړه کړه .په همدی وخت کې سونګ فو ژو په خپل کلی کې له بی وزليو کسانو او معيوبينو سره مرسته کړې او هغوی ته يې وريجي، أش او نور ورځنی شيان ليږلي دي.هر کال د ده د مرستې له امله شل تنه زده کوونکي د پوهنتونونو له خوا منل شويدي.

په څو کلونو کې ده د خپل کلی پر أبادۍ باندی ټينګار کړی چې د دغه عمل له مخې د خلکو باور پياوړی شوی دی. د ٢٠٠٥ کال په مارچ کې ښاغلی سونګ د دغه کلی دګوندی کميټې د مشر په توګه وټاکل شو او له ټاکلو وروسته يې بيا تر اوسه د ډله اييزو تصديو د پرمختګ لپاره شپږ مليون يوانه لګولي دي. سربېره پردی په دغه کلی کې د فعاليتونو د تر سره کولو لپاره نوی وداني جوړې شوي او د ګوندی کميټې د عملياتو د تر سره کولو او کليوالو چارو د ادارې نظام بشپړ شوی دی. د ده په مشرۍ اوس دغه کلی ډېر مشهور شوی دی.

په همدی وخت کې ښاغلی سونګ په دغه کلی کې د پانګونې چاپيريال د ښه والی لپاره هڅه کړې او د تاج په نامه د هنری ډګر د جوړولو لپاره يې ١٥ مليون يوانه لګولي چې له مخې يې د خلکو کلتوری ژوند ښه شوی دی. د ده د يو لړ کوششونو له امله دغه کلی لازيات سيلانيان راجلب کړي چې د روان کال د می تر لومړی ورځې پوری پنځوس زره کسانو له دغه کلی څخه ليدنه کړې ده.