<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-01 17:45:14    
په ښارونو کی د ريلوی ترانسپورت په اړه معلومات

cri

نن ورځ د زياتو هېوادونو په لويو ښارونو کی د ريلوی ترانسپورتی چارو پرمختګ د ډېری پاملرنی وړ دی ٠ مثلا ميترو يعنی تر ځمکی لاندی اورګاډی، مقناطيسی اورګاډی او د سپک ريل په واسطه اورګاډی او داسی نور٠ ټرام ګاډی د نولسمی پيړی په دوهمه نيمايی کی تر استفادی لاندی راغلی او ورپسی د ترام ګاډی په ځای موټر او برقی ګاډی وکارول شول٠ ميترو يعنی تر ځمکی لاندی برقی ګاډی د ١٨٩٠ کال د دسمبر په اتمه نيټه د لومړی ځل لپاره په لندن کی په کار ولويد او ورسپی په ١٨٩٨ کال په پاريس کی، په ١٨٩٧ کال په امريکا کی، په ١٩٠٢ کال په المان کی، په ١٩٣٥ کال په مسکو کی ، په ١٩٥٤ کال په کانادا کی او په ١٩٦٤ کال په بېجينګ کی هم د دوه ويشتو کيلومترو په اوږدوالی د چين لومړی ميترو جوړ شويدی، د يادونی وړ خبره دا ده چی ميترو د چين تر مرستی لاندی په تهران کی هم جوړه او د سيلانيانو په وړلو راوړلو يی پيل کړی٠ پرته له ميترو څخه د تيری پيړی په شپږمه لسيزه کی د اروپايی پرمختللو هېوادونو په ښارونو کی د سيلانيانو د زياتوالی له امله د ټرام ګاډی پر بنسټ او د ميترو د ښيګڼی په منلو سره د سپک ريل په واسطه برقی ګاډی تر استفادی لاندی راغلل، د سپک ريل په وسيله اورګاډی د ځمکی په سطح باندی حرکت کوی او هر ساعت له لسو زرو څخه تر ديرشو زرو تنو پوری سيلانيان ليږدوی٠ دغه ډول ګاډی هر ساعت ديرش يا څلويښتو کيلو متره لاره وهلی شی، خو د جوړيدو لګښت يی له ميترو څخه دوه په دريمه يا نيمه برخه ارزان دی او داسی ښيګڼی لری چی د حرکت په وخت کی يی زوږ اوغږ ټيټ، د سيلانيانو

لپاره ډېر ارام او چټک دی ، چاپيريال ته هيڅ ککړتيا نه رسوی، د استفادی موده يی اوږده او د سيلانيانو د وړلو راوړلو اندازه يی زياته او اداره يی هم ساده ده او داسی نوری ښيګنی٠ د چين په شانګهای کی د چين لومړی اوسپنيزه سپکه پټلۍ څو کاله دمخه جوړه شويده٠ له ميترو او سپک ريل ګاډی څخه پرته د بېلا بېلو هېوادونو په ښارونو او د ښارونو ترمنځ اوسپنيزی لاری هم غزيدلی دی ځکه چی د ميترو په پرتله د اوسپنيزی لاری په واسطه د مسافرو د وړلو را وړلو اندازه ډېره زياته ده او هر ساعت تقريبأ له څلويښتو زرو څخه تر شپيتو زرو تنو پوری مسافر وړلی شی چی دغه شمېر د ميترو په پرتله يو نيم برابر دی٠ ميترو يوازی د ښار د مرکزی سيمی تر ځمکی لاندی د سيلانيانو لپاره خدمت کوی، خو ښاری اوسپنيزه لاره د ښار په شاوخوا کی غزيږی٠ د سپک ريل په واسطه له ګاډی او ښاری اورګاډی څخه مقناطيسی ګاډی ډېری عصری ترانسپورتی وسيلی دی او په جاپان او المان کی تر ازمويښتی استفادی لاندی راغلی دی٠

مغناطيسی ګاډی له نورو ترانسپورتی وسايلو په پر تله داسی خصوصيات لری چی سرعت يی لا نور هم چټک دی او په هر ساعت کی پنځه سوه کيلو متره واټن وهلی شی ، زوږ يی له اورګاډی څخه پنځلس ځله ټيټ دی، دغه راز د مسافرو د وړلو را وړلو خرڅ او د انرژی لګښت يی هم تيټ دی او مسافر په امن او ارامۍ سره مطلوب ځای ته رسيږی٠