د چين کمونست ګوند د ١٩٢١ کال د جولای په لومړۍ نېټه جوړ شو. دغه ګوند د چين د ځانګړی سوسياليزم د واکمنۍ مرکز دی او د چين د عصری توليدی توان د پرمختګ غوښتنې، د عصری کلتور د پرمختګ لور او د وګړيو د بنسټيزو ګټو استازيتوب کوی. د دغه ګوند د عملياتو لارښوونه مارکسيزم او لينينيزم، د ماو ځه دونګ فکراو د دنګ شياو پينګ نظريې دي. دغه ګوند د کمونيزم په موخه دی او تر اوسه پوری يی د غړيو شمېر له اويا مليونو څخه اوښتی دی چې په نړۍ کې تر ټولو لوی ګوند دی.
د ٢٠٠٢ کال په نومبرکې د چين د کمونست ګوند د شپاړلسمې دورې عمومی غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې دغه موخه وټاکل شوه چې د روانې پېړۍ په لومړو شلو کلونو کې کمونست ګوند د وګړيو لپاره د شتمن ژوند جوړولو کوششونه وکړي، په دغه غونډه کې د کمونست ګوند منشور تصويب شو او د نوې دورې په مرکزي کمېټه او د مرکزي قاعدو د څارنې په کميټه کې هم رايه ورکونه وشوه.
د چين د کمونست ګوند د شپاړسمې دورې کمېټې په لومړی عمومی غونډه کې د رايې ورکونې له لارې د مرکزي لارښوونې يوه ډله وټاکل شوه چې د ولسمشر هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو په شمول مرکزي چارواکی پکی غوره شول.
د ٢٠٠٥ کال په اکتوبر کې د چين د کمونست ګوند د شپاړسمې دورې کمېټې پنځمه عمومی غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې ډېر پرمختګ د لسم پنځه کلن پلان د برياليتوبونو لوړه ستاينه وشوه. په تېرو پنځو کلونو کې د چين د بيلا بيلو قومونو وګړيو د کمونست ګوند تر سمې مشری لاندی په پر له پسی توګه اصلاحاتو او ورخلاصون ته دوام ور کړی او په دې توګه د چين تولنيز توليدی توان، عمومی دولتی توان او په نړۍ کې خپل ځای په څرګنده توګه لوړ شوی دی. اقتصاد د ګړندی پرمختګ په حال کې و او ټاکل شوې موخې له ټاکل شوی وخت مخکې تر سره شوې. په ښارونو او کليوالو سيمو کې د وګړيو ژوند نور ښه شوی او د ديموکراسۍ او روحانی مدنيت جوړونه پياوړی شوی ده.
پر دې سربيره، په دغه غونډه کې په چين کې د پرمختګ د يوولسم پنځه کلن پلان موخه هم وټاکل شوه چې تر ٢٠١٠ کال پوری بايد د هر تن پر سر د کورنی توليد اندازه د ٢٠٠٠ کال په پرتله په سلو کې سل زياته شي، بايد د سرچينو د استعمال انډول په ښکاره توګه زيات شي چې د کورنيو توليداتو په واحد ارزښت کې د انرژۍ لګښت شل سلنه کم شي او داسی نور ګامونه واخيستل شي.
د روان کال د جولای لومړی نېټه د چين د کمونيست ګوند د بنسټ ايښودنې له شپږاتيامې کليزې سره برابره وه.