<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-02 16:56:51    
د چين د شينجيانګ نڅاګر انور توختی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو،السلام عليکم! د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کی د ملی لږکيو د سندرو او نڅاوو چارو د تاريخ د پرمختګ تر څنګ د دوديز ځانګړيتوب د ساتلو پر بنسټ نوی بدلون هم موندلی دی٠ شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د دغې سيمې يو مشهور ويغوری نڅاګر دروپيژنو چې هغه انور توختی نوميږی او د خپل قوم د نڅاوو په چارو کې يی نوی فکر رامنځ ته کړی دی٠

( ويغوری موزيک ) انور توختی د شينجيانګ د هنری پوهنځی پروفيسردی،که څه هم څه دپاسه پنځوس کلن دی، خو د نڅا کولو په وخت کی له خپل ځان څخه د يو ځوان په شان ژوندی ځواک ښئي٠ هغه لوړه ونه او د بدن ښه غړی لری او د نڅا کولو په لوړه څپه کی لا هم د محرکې موسيقې له مخی د لاټو يا چورلنډی په شان په ډېره چټکه توګه څرخيدای شی٠

نڅاګر انور توختی چې د نڅا په برخه کې لوی لاس لری او مشهور پوه دی ، له اوږدې مودې راهيسی د نڅا ماهرانو د روزلو تر څنګ د شينجيانګ د ملی لږکيو نڅاوې څيړی او قومی روحيه د نڅاوو په دوديز هنری چوکاټ کی راولي٠ هغه هيله وکړه چې د شينجيانګ بېلا بېل قومونه د خپلو نڅاوو له دوديز هنر سره د مينې تر څنګ د ټولې نړۍ نڅاوو ته کتنه وکړی او له نوی زمانې سره سمون ولری ترڅو د شينجيانګ د ملی لږکيو نڅاوې د نړيوالو نڅاوو په ډله کې راشی٠ ښاغلی انور توختی وويل :

( غږ ) ٌ ما ( د ځواب پيداکولو په هکله فکر ) او ( د شينجيانګ د سندرو او نڅاوو نوی تمايل ) په شمول يو لړ مقالې وليکلې او په هغو کې مې دا پوښتنه وکړه چې مونږ بايد څنګه خپل کلتور له تاريخ سره وتړو او شينجيانګ د سندرو او نڅاوو د يو مشهور ځای په توګه څنګه له نړۍ سره مطابقت ولری٠ دا يوه د فکر وړ مسئله ده ٠ ٌ

دا چې ښاغلی انور توختی له يو نڅاګر څخه يو هنری مفکر څيړونکی او مبصر ته وده کړې ، د ده د پلار له ښوونې او لارښوونې سره تړاو لری٠ د ده پلار توختی بختی د شينجيانګ يو مشهور ژباړونکی دی٠ انور توختی د خپل پلار تر اغيزې لاندی له کوچنيتوب څخه د کتابونو له لوستلو سره ډيره مينه لری او د هرې مسئلې په هکله يې د فکر کولو ښه عادت پيدا کړی دی٠

انور توختی په وار سره يو لړ غوره نڅاوې اختراع کړی او په هغو کې يې د چين د بېلا بېلو قومونو د نڅاوو لرغونی کلتور او د نړيوالو نڅاوو هنر سره يو ځای کړی دی٠ په ژوند او کار کې رامنځ ته شوې ټولې پيښې نڅاګر انور توختی ته الهام بښلای شی٠ د ده پلار توختی بختی د خپل زوی د هغې رويې ستاينه کوی چې د ژوند له لاری د قومی نڅاوو هنر بډايوی٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ زمونږ هنر او نڅا له خلکو څخه نشی بيليدای او ټول هنری اختراعات هم له خلکو څخه نشی جلا کيدای٠ که زمونږ د ويغوری قوم د نڅا کلتور په پراخه توګه له ولسی کلتورونو څخه غذايی مواد واخلی او د دغو موادو په وسيله خپل ځان غنی او پراخ کړی، نو پرمختګ به ومومی او د نړيوالو لخوا به ومنل شی٠ ٌ

د خپل قوم ځانګړی کلتور ته د پرمختيا ورکولو په هکله نظر تل د پروفيسر انور توختی په دماغ کی ځای لری٠ هغه د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کی د دغې مسئلې په څيړنه پيل وکړ چې د شينجيانګ نڅاوې بايد غوره دوديز هنر وساتی او د اوسنی زمانې ځانګړيتوب هم ولری٠ هغه په خوښۍ سره وويل :

( غږ ) ٌ د شينجيانګ په صحنه کی د ناوې په نامه د نڅا يو نوی هنری اثر رامنځ ته شوی دی٠ په دغه نڅا کی د چين دوديز او اوسنی هنری ځانګړيتوب او د بهرنيو نڅاوو هنری بڼه استعمال شوې او د ناوی د شرمندګۍ او عشوه ګرۍ په ځای د نوی او نيکمرغه ژوند په هکله ښکلی هيله څرګنده شوېده٠ نو ويل کيږی چې دغه نڅا د دوديزو نڅاوو پر بنسټ لوړې کچې ته رسيدلې ده ٠ ٌ

د ملی لږکيو د نڅاوو د پرمختګ او اختراعاتو د څيړلو په هکله د پروفيسر انور توختی يو شمير مقالې د شينجيانګ په ورځپاڼه کی خپرې شوې او په ټولنه کې يې ډير ښه غبرګونونه رامنځ ته کړي دي٠ د شينجيانګ د هنری انستيټيوټ مرستيال دلشاد پرحاتی د هغه د څيړنې برياليتوبونو د ستايلو په وخت کی وويل :

( غږ ) ٌ نڅا د قومی ځانګړيتوب په څرګندولو کی ستر رول لوبوی ، مونږ بايد د دې لپاره کوششونه وکړو چې د چين نڅاوې د هېواد د بېلا بېلو قومونو ځانګړيتوب او کلتوری روحيې څرګندې کړی ٠ نڅاګر انور توختی په دې برخه کی زيات خدمتونه ترسره کړيدي٠ ٌ

قومی شيان د نړۍ شتمنۍ هم دي٠ مونږ باور لرو چې د پروفيسر انور توختی او نورو نڅاګرانو د کوششونو له لاری به د چين د شينجيانګ د ملی لږکيو ځلانده سندرې او نڅاوې ورځ په ورځ د نړيوالو پاملرنې راجلبی کړی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د مشهور نڅاګر انور توختی په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې نڅاګر انور توختی د شينجيانګ د کوم پوهنځی پروفيسر دی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! مونږ به هره مياشت د پچې له لاری څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !