<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-02 17:23:16    
د چونګ چين ښار د چين د مرکزی حکومت له مستقيمې ادارې وروسته اقتصادی پرمختګ کړی دی

cri
ګرانو اورېدونکيو،د چونګ چين ښار د چين د مرکزی دولت له مستقيمې ادارې وروسته اقتصادی پرمختګ کړی دی.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د چونګ چين ښار د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو.

د ١٩٩٧ کال په مارچ کې د يانګ ځي سيند د دريو تنګيو سيمو د اوبو لګولو پروژې د أبادۍ او له دغو سيمو څخه د وګړيو د ليږدولو او چاپيريال ساتنې لپاره دغه ښار په يو داسی ښار منظور شوی چې د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی دی .دغه راز د دغو سيمو ټولې ولسوالۍ د چونګ چين په ښار کې شامل شوی دی چې نفوس يې څه د پاسه دېرش مليون تنو ته رسيږي. د چين حکومت د دغه ښار د پرمختګ لپاره لازياتې پيسې لګولي دي.

د چونګ چين ښار د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مشر يانګ چين د لس کلن د اقتصادی پرمختګ د يادونې په ترڅ کې وويل  له لسو کلونو راهيسی د چونګ چين ښار په أبادۍ کې اقتصاد پرمختګ کړی چې خلکو ترې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي.

په وروستيو لسو کلونو کې د دغه ښار د عمومی توليدی ارزښت د زياتوالی پرمختيايی انډول په سلو کې ١٠ اعشاريه ٢ زيات شوی او په ٢٠٠٦ کال کې د هر تن پر سر عمومی توليدی ارزښت له يو زر او پنځه سوه امريکايی ډالرو څخه اوښتی چې

دغه شمېر د ١٩٩٦ کال په پرتله دری برابره زيات و. په همدی وخت کې په ښارونو کې د هر تن پر سر عايدات له پنځه زره يوانو څخه ١١ زرو ته لوړ شوی او په کليوالو سيمو کې د هر بزګر عايدات هم يو ځل زيات شوی دی. ښاغلی جو يوان وويل  پخوا په چونګ چين ښار کې که د يو کس مياشتنی معاش دوه يا دری زرو ته رسيېده، نو دغه عايدات زيات و، خو اوس د يو وګړي مياشتني عايدات اوه يا اته زره دی چې دا يو عادی ګڼل کيږي. دغه راز د زياتو خلکو پاملرنه نويو ودانيو او موټرونو ته اړول شوې ده.

د دغه ښار د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ يوه مستقيمه نښه د بنسټيزو تاسيساتو ښه والی دی. د دغه ښار د دا دو کو سيمې د ګوندی کميټې مرستيال وو داو فان په وروستيو لسو کلونو کې د بدلونونو په هکله وويل په وروستيو لسو کلونو کې زمونږ په ښار کې زيات بدلونونه رامنځته شويدي، پخوا بنسټيزو تاسيسات کمزوری و، خو په وروستيو کلونو کې د دغو تاسيساتو د أبادۍ لپاره دوه يا دری سوه مليارډ يوانه پانګه اچول شوې ده. ښاغلی جو يوان په دغه ښارکې د ترانسپورتی تاسيساتو د أبادۍ په اړه خوښي څرګنده کړه په ١٩٩٧ کال کې د د مرکزي حکومت له خوا د دغه ښار له مستقيمې ادارې وروسته د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو لپاره لازياتې پيسی لګولې او د ښار دننه يې د اورګاډۍ لاره جوړه کړې ده. پخوا يوازی په دغه ښار کې د جيا لين او چانګ جيانګ پلونه موجود و، خو اوس ډېر زيات پلونه او تونلونه جوړ شوي چې له مخې يې د خلکو د تګ راتګ لپاره لازياتې اسانتياوې برابرې شويدي. د بېلګۍ په توګه پخوا له ځی فانګ بی سيمې څخه تر دا دو سيمې پوری د موټر په وسله يو ساعت په کار و، خو اوس د دغې لارې په کارولو سره يوازي لسو دقيقو ته اړتيا ده.