<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-02 18:02:12    
د بېجينګ تاريخ ١

cri

بېجينګ ښار د چين د ولسی جمهوريت پلازمينه ده او د چين په شمال ختيځ کې پروت دی. پراخوالی يې ١٦ زره او اتيا زره کيلومترو او نفوس يې يوولس مليونه او اته لکه او نوي زره تنو ته رسېږي.

نژدې پنځه لکه کاله مخکې په بېجينګ کې لومړی انسان ژوند کاوه چې د لرغونو بيجينګيانو په نامه ياديږي. سره له دې چې په هغه وخت کې د دوی د ژوند شرايط ډېر سخت وو، خو د نسل په نسل توالد له امله دغو بيجينګيانو د فکرکولو توان درلود، له غرنيو سمڅو څخه ووتل او په کرهڼيزو چارو يې پيل وکړ او د کور جوړونې لياقت يي خپل کړ.

دری زره کاله مخکې د بيجينګ سيمه په رښتيا رښتينې بڼه خپله کړه او په دوو برخو وويشل شوه چې په ترتيب سره د يان او چي ملکونو په پلازمينو بدله شوه. د چي ملک پلازمينه د اوسنۍ زمانې له شوان وو دروازې څخه تر هه پينګ دروازې پوری پرته وه، نو د بيجينګ لومړی نوم چي چن نوميده. په هغه وخت کې د يان ملک ډېر غښتلی و او د چي ملک ډير کمزوری ، نو له جګړی وروسته د يان ملک بريالي شو او د چي ملک يي له منځه يووړ چې په پايله کې يي پلازمينه د چی چن برخې ته وليږدول شوه.

د يان ملک ورځ په ورځ پياوړی کېده او د ميلاد مخکې له ٤٧٥ کال څخه تر ٢٢٧ کال پوری له نورو شپږو مملکتونو سره د چين په پراخه ځمکه کې موجود و. په دې مهال د يان ملک د پلازمينې په توګه د چي چن ښار ډير سمسور شو او د بيجينګ ښار د ښه پرمختګ پيل و.

وروسته د اوو پياوړيو ملکونو په جګړو کې د چين په نامه ملک بريالی شو او نور شپږ ملکونه يي ونيول او يو واحد هيواد يي جوړ کړ. د چين له امپراتوری لړۍ څخه د تانګ تر امپراتوری لړۍ پوری يعنی د ميلاد تر ٩٠٧ کال پوری د چي چنګ ښار د چين په شمال کې يو سياسی او اقتصادی مرکز و. د امپراتوری لړيو د بدلون له امله د تانګ تر امپراتوری لړۍ پوری د چي چنګ ښار د يو جو په نامه ونومول شو.

د ميلاد په ٩٣٦ کال کې د چين په شمال کې د لياو ملک چې د چيدان قوم پکې اوسيده، د چين په مرکزي سيمو باندي بريد وکړ او له دوو کلونو وروسته يي يو جو ښار ونيو او د نان جينګ په نوم يي ونوماوه. په هغه وخت کې د دغه ښار نفوس دری لکه تنو ته رسيده چې اوسيدونکي يي د هان قوم وګړي او کډه شوي چيدانيان وو. دغه ښار د بيجينګ په تاريخ کې د نان جينګ په نامه نژدي دوه سوه کاله أباد شوی او بسيا شوی و.

د ميلاد په ١١١٤ کال کې د چين په شمال کې د نيوجن قوم د لياو ملک ته ماتی ورکړه او له يو کال وروسته د دغه قوم مشر ځان امپراتور وباله او هېواد يي د جين په نامه ونوماوه. په ١١٢٢ کال کې د جين پوځونو نان جينګ ښار ونيوه او په دی ځای کې يي نوی پلازمينه جوړه کړه چې جونګ دو نومېده.

د ميلاد په ١٢١٥ کال کې د مغول پوځ د چنګيز په مشرۍ د جين ملک ته ماتی ورکړه او جونګ دو ښار يي اشغال کړ. له څلويښتو کلونو وروسته د چنګيز لمسی اوعلي دغه ځای په پلازمينه بدل کړ او دنګې امپراتوری ماڼۍ يي جوړې کړې. جونګ دو په هغه وخت کې د دا دو په نامه ياديده چې د يوان امپراتوری لړۍ پلازمينه وه او د ټول هېواد د واکمنۍ مرکز هم و . د دا دو ښار پراخوالی ډېر لوی و او د ايتاليا مشهور

سيلانی مارکو پولو يې هم په اړه په خپله سفرنامه کې ليکلي وو چې دا دو ښار په نړۍ کې تر ټولو ښکلی او سمسور ښار دی.

د څوارلسمې پيړۍ په منځنيو کلونو کې جو يوان جانګ په اوسنی نان جينګ ښار کې د مينګ امپراتوری لړۍ جوړه کړه. د دا دو ښار جګې جګې ماڼۍ ټولې د جګړو په اور کې ويجاړې شوې او نوم يي هم په بی پينګ بدل شو. له نيمې پيړۍ وروسته د مينګ درېيم امپراتور جو دي بيا د دا دو په کنډوالوکې نوې پلازمينه أباده کړه او د بيجينګ په نامه يې ونوماوه چې مانا يي په چيني ژبه د شمال پلازمينه ده چې له امله يي د بېجينګ ښار رامنځته شو.

په تاريخ کې بېجينګ ښار له پر له پسې ويجاړۍ وروسته اوس په يو نړيوال عصری لوی ښار بدل شو .