<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-03 15:57:00    
د چين د هی لونګ جيانګ ولايت د شينګ شی سی کلی

cri

د شينګ شی سی کلی د هی لونګ جيانګ ولايت په شمال لويديځ کې پروت دی چې په ١٩٥٦ کال کې د شان دونګ له ولايت څخه د راغلو مهاجرينو له خوا جوړ شوی و، خو د شلمې پيړۍ د اوومې لسيزې تر پايه پوری لاهم د بی وزلۍ په حال کې پاتی و.

په ١٩٧٢ کال کې بزګر فو هوا ايان د دغه کلی د ګوندي کميټې د مشر په توګه وټاکل شو او د ده په مشرۍ د کليوالو وګړيو د کرنې په توليدي بهير کې ماشينونه کارول شوي چې له امله يې د غلودانو کلنی توليدی اندازه يو مليون کيلوګرامو ته رسيدلې ده.

د توپانونو د مخنيوی لپاره په تېرو ٣٤ کلونو کې دغه کلی ٧٥٠ هکتاره مصنوعی ځنګلونه جوړ کړي چې له امله يې د عمومی مساحت په سلو کې ٣٤ اعشاريه ٢ برخه په ونو له خوا پوښل شوی ده. اوس په دغه کلی کې هر کال شل زره نيالګۍ توليديږي چې لس مليون يوانه کلنی ګټه ترې تر لاسه کيږي. د اټکل له مخې به د دغه کلی د ځنګلونو ارزښت له ٢٠٠ مليون يوانو څخه زيات شی.

د ٢٠٠٥ کال په مې کې دغه کلی د م م د شمال او شمال ترمنځ د همکارۍ د کميټې له خوا د ايکولوژيکی چارو د يوې نړيوالې نمونوی اډې په توګه وټاکل شو.تر اوسه پوری په دغه کلی کې ٣٥ تصدۍ جوړي شوي چې پانګه يې څه د پاسه يو مليارډ يوانو او د کارکوونکيو شمېر يې ١٨٠٠ تنو ته رسيدلی دی.

له شتمنۍ وروسته د مشر فو هوا تينګ لومړی هيله دا ده چې کليوال وګړي له ښاريانو سره يو شان ژوند وکړي. د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې په دغه کلی کې په

يووالی سره داسې ودانۍ جوړې شوې چې د نل اوبه يې درلودې. له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٤ کاله پوری د دغه کلی اداري څانګې د خلکو لپاره ١٣٦ بانډې او د نل اوبو يوه شبکه جوړه کړه چې له امله يې کليوال وګړي اوس نه يوازی په بانډو کې ژوند کوي ،بلکې د ښاريانو په شان د نل اوبه څښي او طبيعی ګاز کاروي.

سربيره پردی په دغه کلی کې څه د پاسه ٦٥ کلن وګړي کولی شی چې له کارونو څخه تقاعد شی او هره مياشت ٨٠ يوانه مرستندويه پيسی او سل کيلو ګرامه وريجی تر لاسه کړي. د دغه کلی اداري څانګې د خلکو د طبی درملنې لپاره يو کليوال روغتون

جوړ کړی چې د جوړولو پانګه يې پنځه لکه يوانه وه .

په همدی وخت کې د دغه کلی د ښوونځيو سامان الات عصری دی. سيمه ايز حکومت پکې د زده کوونکيو لګښتونه لغوه کړي او د زده کوونکيو د تګ راتګ لپاره يې يو لوی بسونه په کار اچولې دی. اوس د پوهنتونونو له خوا د منل شويو کليوالو زده کوونکيو شمېر څه د پاسه څلويښت تنو ته رسيدلی دی. د دغه کلی ټول وګړي تلويزيونونه کتلی شی او په سلو کې ٩٥ وګړي تليفونونه کارولای شی.

ښاغلی فو ها تينګ وويل که څه هم په دغه کلی کې اقتصاد چټک پرمختګ کړی خو بزګران لاهم پوهنې ته اړتيا لري. ټاکل شوی چې د کليوالو تصديو کارکوونکي بايد د ښوونځي له يوولم ټولګي څخه فارغ شي. سربيره پردی دغه کلی هم په يو ټاکلی وخت کې کليوالو وګړيو ته روزنه هم ور کوي.

د راتلونکی پرمختګ د يادونې په ترڅ کې ښاغلی فو وويل چې موږ بايد خپله اداره پياوړی کړو او لازيات شمېر پانګه اچوونکي راجلب کړو.