<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-03 15:33:03    
د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په اړه يو لړ خبرونه

cri

د جون په څليرويشتمه نېټه په ٢٠٠٦ کال کې د بېجينګ د اولمپيک په اړه د اقتصادي راپور د خپريدو مراسم او غونډه پرانيستل شوه. دغه غونډه د بېجيګ د اولمپيک د پنځم کلتوری فيستوال او په ٢٠٠٧ کال کې د بېجينګ د کلتوری فورم يوه ډېره مهمه برخه ګڼل کيږي او د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د انتظامی کميټې د اړوندو څانګو او د ټولنې د بېلا بېلو خواوو ملاتړ يې تر لاسه کړ. د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د انتظامی کميټې او د بېجينګ ښاروالی په ګډون يو شمير اړوندو څانګو، د خبری رسنيو او د نورو ساحو څه دپاسه دوه سوه تنه استازيو په دغه غونډه کې ګډون درلود. د بېجينګ د اولمپيک د اقتصاد د انستيتوت مشر وي جي جونګ په دغه غونډه کې په خپله وينا کې وويل: دغه راپور د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د تيارۍ په کارونو کې د ټولنې د بېلا بېلو ساحو د ګډون حالات څرګندوی او د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په اړه د تياری په کارونو کې يوه مهمه برخه وګڼل شوه.

څو ورځی دمخه، د چين د اولمپيک د سپورتي لوبو د کميټې په مشرۍ د ٢٠٠٧ کال د اولمپيک په ورځ د اوږده واټن ځغاستی فعاليت د بېجينګ په سپورتي پوهنتون کې تر سره شو. د چين د سپورتي چارو عمومی ادارې مشر، د چين د اولمپيک د کميټې مشر او د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د انتظامی کميټې اجرايوی مشر ليو پنګ ، د چين د سپورتي چارو د عمومی ادارې مرستيال، د چين د

اولمپيک د کميټې مرستيالې هو جيا ينګ او نورو دری زره تنو عام وګړو هم په دغه فعاليت کې ګډون کړی وو.

د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر روګ د هغو هېوادونو د اولمپيک کميټې ته مبارکی پيغام ورکړ چې د اولمپيک ورځې د يادونې لپاره يې د ځغاستی فعاليت تر سره کړی. هغه د مبارکۍ په پيغام کې د دغو هېوادونو د کوښښونو زياته ستاينه وکړه . د جون درويشتمه نېټه د اولمپيک د نړيوالې کميټې د رامنځه کيدو له ورځې سره برابره ده، نو دغې کميټې په ١٩٨٧ کال د اولمپيک ورځې د يادونې لپاره د اوږد واټن ځغاستی فعاليت د تر سره کيدو په اړه غوښتنه وکړه چې لا زيات وګړي په سپورتي لوبو کې ګډون وکړي.د چين د اولمپيک کميټې په تېرو شلو کلونو کې په پرله پسی توګه د اوږد واټن ځغاستی فعاليت تر سره کړی دی.

د معلوماتو له مخې: څو ورځې دمخه، د بېجينګ د سپورتي ادارې له خوا د بېجينګ د خلکو د روغتيا ساتنې لپاره د شپږمې دورې سپورتي فيستوال پرانستل شو. دغه فيستوال به د جولای تر ديارلسمې نېټې پورې دوام وکړی او سرليک يې دی ټول خلک دې د اولمپيک د هر کلی لپاره خپله روغتيا وساتي. اوس به يوازی د فنګ تای په اوسيدونکی سيمې څه دپاسه دوه لکه او ديرش زره تنه وګړي په بېلا بېلو سپورتی فعاليتونوکې ګډون کوی .