<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-03 15:38:34    
درېو خويندو له شپاړسو کلونو راهيسې نژدی سل تنه بی وزلي زاړه کسان ساتلي دي

cri
د چين په شمال د هه بی ولايت د لاي يون ولسوالی يوه کوچنۍ سيمه ده او د يوه بزګر په کورنۍ کې درې خويندې شته چې مشره خور يي لي فون ژوي نوميږي او اوه پنځوس کلنه ده چې د ولسوالۍ په لويديځ کې د سکرو د چمتو کولو د يوې فابريکې څښتنه ده ، منځنی خور يي لي يون فون نوميږي او د ولسوالۍ د ترافيکو په اداره کي کار کوی چې سږ کال يې عمر دوه پنځوس کاله شوی دی، اته څلويښت کلنه کشره خور يي لي فون می نوميږي او په کرکيله بوخته ده. سره له دې چې دوی د يوه بزګر په کورنۍ کې زيږيدلي او دومره شتمن نه دی ، خو پلار او مور يي ډير مهربان وو او کله نا کله به يي له بې وزليو کليوالو سره مرسته کوله. ددوی مور تل داسی ويل چې له نورو سره مرسته زياتو پيسو ته اړتيا نه لری ، څوک چې يوه مړۍ ډوډۍ سپموي ، دوه تنه له لوږې څخه ژغورلی شی ، څوک چې د غره لمن ته نه رسيږي، د نورو په ملاتړ پورته کيداي شی .
اوه لس کاله مخکي ددوی پلار له دنيا څخه لاړ او تر هغه يو کال وروسته مور يي هم سترګې د تل لپاره پټې کړې .خوله دنيا څخه د تلو دمخه يي خپلو دريو لوڼو ته وويل چې تاسو ته زما هيڅ شتمنی نده پاتې شوې ، خو يوازنی شته يي هغه انا او دوه ګونګ وروڼه دي ، تاسی دريواړه بايد زما لپاره دوی ښه وساتئ . دغه انا او درې تنه ګونګ وروڼه په حقيقت کې د دوی سکه وروڼه او انا نه دي . د مور د خبرو تر اغيزو لاندې دريواړه خويندې له شپاړسو کلونو راهيسې له ډيرو بی وزلو زړو کسانو سره د مرستې لاسونه اوږد کړي او کوي يي .
شپاړس کاله مخکې يعنی په نولس سوه او يو نويم کال کې يو سهار د
ولسوالۍ لخوا د اداره شوې يوه کوچني هوټل په وړاندی ګڼ شمير وګړو د يوه کاغذي صندوقچې په شاوخوا کې يوه کړی جوړه کړې وه ، لي يون فون ورنژدې شوه او و يي ليدل چې په دې صندوقچه کې يوه ډنګره جنۍغځيدلې ده . ميرمن لي بی له ځنډه دغه پريښول شوې جنلۍ خپل کور ته يووړه چې وزن يي ايله يو اعشاريه پنځه ويشت کيلوګرامه و. نو ورته يي دو دو نوم ورکړ چې په چيني ژبه يې مانا د لوبيا دانې غوندی وړوکی او سپکه ده . د دغې جنلۍ له ساتلو وروسته لي يون فون د نورو زياتو پريښودل شويو ماشومانو مور شوه .
نن ورځ مشره خور لي فون ژوي شپږ تنه زاړه کسان ساتي چې څلور يي د سکرو د چمتوکولو د فابريکې په څنګ کې اوسيږي او نور دوه تنه يي په بل ځاي کې دی ، خو ميرمن لي فون ژون په ټاکلي وخت کې ددوی پوښتنې ته ورځي . برسيره پردې په تيرو زياتو کلونو کې د هغو بي وزليو سپين ږيرو او سپين سرو شميره شلګونو تنو ته رسيدلې ده. اوه اويا کلن سپين ږيری هه يو هيڅ اولاد نه لری او د ميرمن لي فون ژوي په کور کې يي دوه کاله ژوند تير کړ. څرنګه چې دوه کاله مخکي دده پښه د بی پروايي له امله ماته شوه او يوازی په کټ پروت وو . ميرمن لي دغه غمجن حالت وليد ، نو پرېکړه يي وکړه چې سپين ږيری هه خپل کور ته راوړی . کله يې چې پښه يي جوړه شوه ، سپين ږيری هه و نه غوښتل چې د لي فون ژوي له کور څخه ووزي چې تر اوسه پورې لا هم ددې په کور کې ژوند کوي . يو معيوب سپين ږيری چې ليو لاو يوې نوميږي او د تيان نومی يو بل ړوند سپين ږيری هم ددې په کور کې اوسيږي.
لي فون ژون څو کاله مخکی د سکرو د چمتو کولو د يوې فابريکې خاونده او اوس مليونره شوې ده . دې وويل چې زما برياليتوب هم د نورو زياتو کسانو د مرستې نتيجه ده . څرنګه چې له بی وزليو کسانو سره د مرستې په هکله ددوی د خويندو ښکلی کيسه زياتو ځايونو ته خپره شوی ، نو په ژوند کې يي د نورو درناوی او او د کاروبار په وخت کې د نورو اعتماد حاصل کړی دی . ميرمن لي فون ژوی وويل چې د زړو کسانو اطاعت او له دوی سره مرسته زما پر اولادونو باندي ستره اغيزه لری ، نن دوی هم زموږ په شان له بی وزليو کسانو سره مرسته کوي.
اوس ميرمن لي فون ژون د يوه مرستون په جوړولو بوخته ده څو چې په وړيا ډول هغه زاړه کسان ومنی چې اولادونه نه لری . د دغو دريو خويندو تر اغيزو لاندی د لای يون ولسوالۍ د سياسي مشورتي کنفرانس د مرستيال او د هيلې په نامه د دولتي پلان طرح کوونکي چه جي جون په نوښت له بي وزليو کسانو سره د مرستې ټولنه د جوړيدو په حال کې ده چې د دريو خويندو ګاونډيان ، ملګري او حتی د ولسوالۍ مشران هم پکي ګډون کوي.
لاي يون يوه غرنی سيمه ده او اقتصاد يي ډير وروسته پاتی دی ، خو د يادو شويو دريو خويندو په شان ډير زيات غوره اخلاق لرونکي کسان پکې رامنځته شويدي .