د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان حکومت د جولای په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې دوی به په پلازمېنه اسلام اباد کې د سره جومات پېښې په اړه پوځی عمليات تر سره کړي او د دغه جومات په شاوخوا کې به د شپې لخوا پرګرځېدو بنديز ولګوي.
د پاکستان د ټيلويزيون د خبر له مخی، د دغه هېواد ولسمشر پرويز مشرف د جولای په درېيمه نېټه د لوړ پوړيو چارواکيو يوه غونډه تر سره کړه چې پکې يې د سره جومات پېښې په اړه د پوځي عملياتو د تر سره کولو په شمول د ټولو پرېکړو په هکله بحث وکړ.
د پاکستان د کورنيو چارو وزرات د جولای په درېيمه نېټه وويل د همدې ورځې په يوولس نيمو بجو د سره جومات سل تنه زده کوونکيو ناڅاپه پر هغو پوليسو بريد وکړ چې د امر له مخې يې د دوی څارنه کوله.