<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-04 15:36:30    
هند او پاکستان د کورنيو چارو وزارتونو د سکريترانو په کچه خبرې اترې وکړې.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، هند او پاکستان د جولای په درېيمه نېټه د کورنيو چارو وزارتونو د سکريترانو په کچه په دوه ورځنيو خبرو اترو پيل وکړ. دواړه خواوې به د دغو خبرو اترو په ترڅ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په شمول پر يو لړ مسئلو بحث وکړي.

د هند خبری رسنيو د خبر له مخې، په سرحدی سيمو کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د نشه يی موادو د قاچاق د مخنيوي او يو د بل بنديانو خوشی کولو په شمول يو شمېر مسئلې به د دغو خبرو اترو عمده ټکي وي.

له خبرو اترو مخکی، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سکريتر سيد کمال شاه د دغو خبرو اترو په اړه خوشبينی څرګنده کړه. د هند د کورنيو چارو وزارت سکرتر مادهوکار ګوپتا وويل هيله لری چې دغه خبرې اترې به د هند او پاکستان ترمنځ د متقابل باور ميکانيزم په ټينګېدو کې ګټه ولری او د خپل منځيو سوله ايزو خبرو اترو لپاره يوه ښه زمينه برابره کړي.