<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-04 18:20:06    
هانګ کانګي وګړي د خپل وطن په ستره برخه کې

cri

د روان کال د جولاي لومړي نېټه په هانګ کانګ کې د چين د ملي حاکميت د اعادې د لسمې کاليزې له ورځې سره برابره وه ٠ له لسو کلونو راهيسي هغه هانګ کانکيان چې د کار او خپل پرمختګ له پاره د خپل وطن سترې برخې ته راځي، مخ په زياتيدو دي چې له امله يي د هيواد د سترې برخې او د هانګ کانک ترمنځ اړيکې لا نژدي شوي دي ٠

ميرمن پان هوي سين په بيجينګ کې د هانګ کانګ د سوداګرۍ د پرمختګ ادارې د دفتر کارکوونکې ده چې په ٢٠٠٦ کال کې د دغې ادارې د عمومي مقر له خوا بيجينګ ته راغلې ده او تر اوسه پوري يي د څه د پاسه يو کال له پاره په بيجينګ کې کار کړي دي ٠ هغې وويل چې دا زما لومړي ځل دي چې له هانګ کانګ څخه بهر ته ځم ، د بيجينګ هوا له هانګ کانګ سره زيات توپير لري او لومړي ژوره خاطره مې دا ده چې بيجينګ د هانګ کان په پرتله ډير لوي دي ٠ هغې وويل چې بيجينګ ريښتيا يو کلتوري مرکز دي او د ليدو وړ ځايونه يي ډير زيات دي ٠ له کار وروسته زه تل هغو ځايونو ته ځم چې کلتوري او تاريخي معلومات پکې موجود دي ٠ ځلمي ګاو چي بين چې د هانګ کانګ اوسيدونکي دي ، اوس په بيجينګ پوهنتون کې په زده کړې بوخت دي ٠ د هغه په أند د چين پرمختګ د ټولې نړۍ پام راجلب کړي ، نو که له وخت مخکې مرکزي سيمو ته راشي او اړوند معلومات تر لاسه شي ، دا به دده له پاره ډيره ګټوره وي ٠ هغه وويل چې په بيچينګ کې درس لوستلو ما ته دوه

ګټې راسولې چې له مخې يي ما چې په هانګ کانګ کې روزل زده کوونکي يم او د هيواد په مرکزي سيمه کې د درس لوستلو تجربې هم لرم ٠ زه فکر کوم چې دغه ډول پس منظر او موقعيت به ما ته د نورو په پرتله په راتلونکي کې د پرمختګ په هکله لا زيات فرصتونه برابر کړي ٠

له زده کوونکو او اړوندو کارکوونکو څخه پرته د هيواد په ستره برخه کې د هانګ کانګ سوداګران هم ډير زيات دي ٠ ښاغلي ځن جي مينګ د جين لي لاي صنعتي ډلې د ادارې عمومي مشر دي ٠ د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې يي د هيواد په ستره برخه کې خپل بازار پرانيست ٠ هغه وويل چې د هيواد د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کيدو له څه د پاسه شلو کلونو راهيسي د نړۍ د نورو سيمو په پرتله د هيواد پرمختګ ډير چټګ شوي چې دا يو ډير ستر عجب کار ګڼل کيږي ٠ هغه وويل چې اوس د هيواد په ستره برخه کې د هانګ کانګ د سوداګرانو له پاره د پانګونو ثابت چاپيريال او امتيازي تګلارې برابرې شوي چې له امله يي په ستره برخه کې د پانګو لګولو په هکله د هانګ کانګ سوداګرانو باور پياوړي شوي دي ٠ ښاغلي ځن جي مينګ وويل چې د سوداګرانو په توګه د پانګو لګولو له پاره مونږ دي ته ډير پام کوو چې لومړي د اړوندوتګلارو سيستم ثابت دي که نه ، دوهم د پانګې لګولو په ځايونو کې امنيت ښه دي که نه ، دريم د ورکولو ماليات زيات دي که نه ؟ خو بايد وويل شي چې د هيواد په ستره برخه کې د پانګې لګولو چاپيريال مخ په ښه کيدو دي ٠

د هيواد په ستره برخه کې د نورو سيمو په پرتله لويديځه سيمه وروسته پاتي

ښکاري ٠ خو د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کيدو راهيسي په دغه سيمه کې د هانګ کانګ زيات سوداګران ورجلب شوي دي ٠ ښاغلي لي هونګ يو له دوي څخه دي ٠ ښاغلي لي د هانګ کانګ د هوا فان صنعتي ډلې عمومي مدير دي چې دغه ډله د ساينس او تکنولوژۍ، د چاپيريال ساتنې ، انرژۍ او د طبي سامان الاتو او درملو په ګډون يو عمومي نړيوال شرکت دي ٠ په ٢٠٠٠ کال کې د هيواد په لويديځه سيمه کې د سي ان په ښار کې د ښاغلي لي هونګ لومړۍ تصدۍ جوړه شوې ده ٠ هغه وويل کله چي تازه دلته راغلي وم ، زمونږ د تصديو د جوړيدو ځاي ډيره شاړ ښکاريد او هيڅ وګړي هم پکې نه وو ، خو اوس دلته ډيرې جکې جګې ودانې ، لويې تصدۍ او لوي لوي سړکونه ليدل کيږي ٠ د خپل وطن غيږ ته د هانګ کانګ د بيرته راتګ له لسو کلونو راهيسي مخ په زياتيدونکي هانګ کانګيان د کار له پاره سترې برخې ته راغلي او په همدغه مهال کې د سترې برخې پرمختګ د دوي له پاره د پرمختګ لا پراخه ساحه هم برابره کړې ده ٠