<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-04 16:29:16    
په چين کې د علمي او تخنيکي ملاتړ پلان پيل شو

cri

لږه موده مخکې په چين کې د ساېنس او تکنولوژۍ نوی پلان پيل شو چې د هيواد د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ لپاره د علمي او تخنيکي ملاتړ توان په پوره توګه لوړ شی .

ياد شوی پلان د علمي او تخنيکي ملاتړ د پلان په نامه ياديږي او د روان کال د فبروری په مياشت کې په رسمي توګه پلی شو چې ديرش مليارد يوانه پيسې به پکې ولګول شی . د چين حکومت غواړی چې ددغه پلان په پلي کولو سره په راتلونکيو څو کلونو کې د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ په لاره کې د انرژۍ ، سرچينو او چاپيريال په هکله ستونزې له منځه يوسی او په عامو خدمتي چارو کې علمي او تخنيکي کچه لوړه کړي . د چين د دولتی شورا غړې ميرمن چن جي لي د دغه پلان د يادونې په وخت کې وويل د علمي او تخنيکي ملاتړ د پلان پلي کولو موخه د اقتصادی ابادی او ټولنيز پرمختګ لپاره خدمت کول دي . چين به د دغه پلان د بشپړولو له لارې د عامو وګړيو په ګټه داسي برياليتوبونه تر لاسه کړي چې د پوهې د ملکيت حق ولری ، دغه راز داسی تصدۍ به أبادې کړي چې په نړيوالو سياليو کې غښتلی توان ولری .

اوس چين نوی پرمختيايي پړاو ته رسيدلی او د انرژۍ ، سرچينو ، چاپيريال ، د سختو ناروغيو د درملنې ، په سياليو کې د صنعتي تصديو د توان او عام امنيت په شمول له يو لړ نويو ننګونو او چلينجونو سره مخامخ دی . څرګنده ده چې پخوانی پلان له اوسنې وضعی سره سمون نه لری ، نو نوی پلان پلی شوی دی چې د هيواد د ټولو علمي او تخنيکي سرچينو او کارکوونکو په راغونډولو سره د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ ملاتړ وکړی شی .

د چين د ساېنس او تکنولوژۍ وزارت د پرمختګ او پلان ادارې مشر وانګ شياو فان وويل چې نوموړی پلان د کرنې په شمول له يوولسو ساحو سره تړاو لری او د درې سوه او پنځوس پروګرامونو د ترسره کولو ملاتړ به وکړی . ده وويل د ملاتړ په پلان کې يو سل او اوه څلويست پروژې د لومړې ډلې په توګه شامل شوي او حکومت به اوه زره درې سوه او پنځوس مليونه يوانه پکې ولګوي او د دغو پروژو د ترسره کولو په ترڅ کې به اړينې تصدۍ د حکومت لخوا د لګول شويو پيسو دوه برخې پيسې واچوی . د ديجتال تکنولوژۍ په وسيله د بي ډول د طبي معاينې اله چې د بيجينګ د تيان حوي هوا د ديجتال تخنيک د محدود شرکت تر څيړنې لاندي ده ، د ياد شوي پلان په لومړی ډله کې منل شوېده . د دغه شرکت مشر شن جيا لۍ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې ددې الې د علمي څيړنې او جوړونې لپاره د لس مليونو يوانو په اندازه لګښت ته اړتيا لری چې دا د تيان حوی هوا دغه کوچني شرکت لپاره ډير ستر خطر او بار دی . خو اوس دغه څيړنيز پروګرام په دولتي پلان کې شامل شو، په بله ژبه دغه څيړنه نه يوازی د شرکت لپاره ده ، بلکې د دولت لپاره هم . ده وويل د دغه پروګرام د ترسره کولو لپاره به دولت او شرکت په جلا جلا توګه درې مليون يوانه برابر کړي . مهمه خبره خو دا ده چې د شرکت او دولت لخوا له لګول شويو پيسو نه لس چنده پيسې د ټولنې له بېلا بېلو خواوو څخه راغونډېدای شی .

ياد شوی پلان به د سرچينو د استخراج ملاتړ وکړي . د پلان له مخې تر دوه زره او لسم کال پورې به دولت درې يا څلور لوي معدنی کانونه استخراج وکړي . ددې ترڅنګ د وګړيو روغتيا او ترانسپورت هم د ياد شوي پلان د ملاتړ په ساحه کې

شامل دي . د بېلګې په توګه په بېجينګ کې د ترافيکي ادارې او کنترول عصري

نظام د ياد شوي پلان په بشپړولو سره کارول شوی دی چې له امله يي په څلورلارو کې د موټرونو د تيريدو اندازه معلومه شوې او د ترافيکي پوليسو د پروخت لارښوونې لپاره ډير ګټور دي .

برسيره پردې د ګړندی مقناطيسی اورګاډی د کنترول نظام هم په ياد شوي پلان کې شامل شو . د پلان له مخې په راتلونکيو څو کلونو کې به چين پخپله داسی ګړندي مقناطيسی اورګاډی جوړ کړی چې په يوساعت کې به يي سرعت پنځه سوه کيلومترو ته ورسيږی .